نن د هیواد د نوي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني خپل دریم بهرنی سفر پاکستان ته پیل کړ چې د سفر عمده اجنډا یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي، اقتصادي او د سولې راوستلو په برخو کې د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل او پراختیا ده.
افغان حکومت او په ټوله کې افغان ولس دې سفر ته ډیره هیله لري چې دا لیدنې به تر ډیره وکولای شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ موجوده سیاسي بې باوري را کمه کړي، د سولې په برخه کې به همکاري وکړی شي او راتلونکو ګډو اقتصادي ګواښونو ته به د ګډې مبارزې ژمنه وکړی شي.
خو له یادو هیلو او موخو د شتون سره او د پاکستان پخواني سیاسي لید لوري ته په کتو دا سفر بیا هم تر ډیره ښې پایلې نه شي درلودی که څه هم چې ولسمشر غني د پاکستان له دوو پیاوړو متحدینو د چین او سعودي عربستان له چارواکو سره وکتل چې تر ډیره ددې سفرونو موخه دا وه چې ولسمشر غني له سعودي عربستان څخه د خپل نفوذ کوم چې په طالبانو او پاکستان یې لري استفاده وکړي او له چین څخه هم د خپل نفوذ څخه کوم چې پر پاکستان یې لري استفاده وکړي. د پاکستان لوړپوړي سیاسي او نظامي مشران د ملکي حکومت په استازیتوب د افغانستان د نوي حکومت په واک ته رسیدو سره د افغان چارواکو سره په کابل کې ملاقات وکړل چې محوري بحث یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو بیا تازه کول وو او تر دې مخکې کله چې ولسمشر غني واک ته ورسید د پاکستان لمړي وزیر میا نواز شریف نوي افغان ولسمشر ته د پاکستان هیواد بلنه ورکړه.
دا دوه اړخیزه هڅې پاکستان ته دا هیله پیدا کوی چې له نوي افغان حکومت څخه نسبت تیر حکومت ته ښې اړیکې ولري او د افغان حکومت دریځ باید د پاکستان پر وړاندې ثابت او مثبت وي پاکستاني حکومت هڅه کوي چې هغې لیوالتیاوې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هندوستان ته درلودلې هغه پاکستان ته ولري لکه تیر حکومت چې د هندوستان څخه د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو او سمبالولو کې د هندوستان هیواد مرسته غوښتې وه نو اوس یو ځل بیا به دا د پاکستاني چارواکو له خوا څخه وړاندیز وشي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به د روزنې او سمبالونې همکاري وکړو خو تیر حکومت دا مناسبه نه ګڼله او د پاکستان له دا ډول مرستې او همکارۍ څخه د ښه نیت او واقعي خدمت څرک نه لیدلو ځکه تیرو کمونیستي پلوه رژیمونو پخواني ولسمشر کرزي ته دا ورزده کړي و چې په امنیتي برخو کې د داسې یو هیواد همکاري ډیره سخته او ناسمه تمامیدای شي چې هغه هیواد له همکاري کیدونکي هیواد سره کومه مزمن شوې ستونزه ولري نو پخواني حکومت دا ښه بلله چې هندي امنیتي روزونکي افغان امنیتي ځواکونو ته مناسب او د ښې راتلونکې لارښوونکي شمیرل کیدای شي او نباید داسې یو ځواک افغان ځواکونو ته نمونه وي چې هغه په فساد، ځورونه او دندې ته په نه ژمنتیا تورن وي.
بل څه چې د سفر اجنډا به وي هغه د سولې برخه ده په دې برخه کې هم پاکستان څخه دا هیله نه شي کیدای چې د افغانانو د خوښې وړ همکاري وکړی شي ځکه پاکستان یو بې ثباته هیواد دی چې له افراطیت څخه یې خلاصون د ټوټه ټوټه کیدو سبب کیږي ځکه چې د پاکستاني قلمرو ټولو اتباعو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې له عدالت او مساواتو څخه کار نه دی اخیستل شوی او دا بې عدالتي ددې سبب شوې چې په پاکستان کې هر قشر د ځان، کورنۍ او مال خوندي ساتلو لپاره خپل قوم، مذهب او نژاد اړوند ډلو ته مراجعه وکړي خو د پاکستان منځته راتګ چې د دیني عقیدې پراساس یې کړی دی او دوی په دې برخه کې یوه ناسمه او بې پلانه پانګونه کړې چې دین ته له خدمت څخه یې د زیان اړولو ډیرې لارې برابرې کړي دي چې هغه له له حد څخه زیات دیني مدرسې جوړول چې دا هغه وخت د افراطیت سره مرسته کولای شي چې فارغینو ته یې د کار زمینه نه وي مساعد شوې ، زده کړې یې معیاري او د لویو واقعي روحاني علماو تر څارنې لاندې نه وي. په پاکستان کې اوس همدا وضیعت حاکم دی چې د خپلو اوسني او پخواني حکومتونو د ناکامو سیاستونو او د دوی دا ناسم منځته راتګ له مخې نن ورځ پاکستان د ترهګرۍ په یوه لوی پتنځای بدل شوی دی په داسې یو د ترهګرۍ په ملاتړي هیواد چې د سپتمبر لویې او خطرناکې پیښې یې رهبري کولې هغه رهبر هم هلته خپل پناه ځای موندلی و.
نو فکر نه کیږي چې پاکستان له افغانستان سره دا مرسته وکړی شي چې افغانستان دایمي سولې او ثبات ته لاره پیدا کړي او پاکستان له دې پراخو نړیوالو اړیکو سره په ډیره سختۍ سره کولای شي چې د واحد پاکستان وجود ته څه وکړی شي. بله په اجنډا کې شامله موضوع د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ده چې په دې برخه کې پاکستان افغانستان ته ډیر وخت ستونزې جوړوي او په دې برخه کې هم ډیر ښه والي څرک به ونه لیدل شي نو بهتره دا ده چې افغانستان د پاکستان پرځای یو بل مناسب اقتصادي او ترانزیتي بدیل غوره کړي. فکر کیږي چې افغان ولسمشر د پاکستان له سفر څخه وروسته هندوستان هیواد ته سفر وکړي تیرو تجربو ته په کتو د پاکستان او افغانستان د مشرانو تر لیدنو څخه وروسته هندوستان د توازن ساتلو اړتیا احساس کړې ده. له یادو ننګونو او ناهیلیو سره بیا هم تمه کیږي چې لاندني حل لارې په پلان کې پام کې ونیسي: ځکه اوس مهمه دا ده چې څنګه کیدای شي چې د افغان ولسمشر سفر هیواد ته ښې پایلې ولري او په ټوله کې پاک –افغان اړیکې اغیزناکې تمام شي؟ هغه دا ده چې افغان حکومت باید د پاکستان پر وړاندې څرګند او ثابت موضع خپله کړي او د پاکستان موافقه د واخیستل شي چې د نړۍ د لویو قدرتونو چین، روسیې، انګلستان او امریکا، د سعودي او ایران هیواد او ملګرو ملتونو په ګډه همکارۍ سره به د افغانستان او پاکستان دایمي سولې او ثبات ته کار کوو او د متقابلو اقتصادي اړیکو د نسبت هرې بلې مسلې ته ډیر تمرکز پرې وکړي تر څو د پراخو متقابلو اقتصادي اړیکو په حاکمیت کې نورې سیاسی او امنیتي ستونزې حل کړی شو.
Nothing will be changed Pakistan never stand what they said before always cheated Afghans and will still continue.
ما د مضمون له عنوان نه داسی انتباه واخیسته چی کوم پاکستانی به لیکلی وی خو کله چی متن می تر پایه ولوست ، راته معلومه شوه چی یو وطندوست او په هیواد مین افغان لیکلی ده او ښه وړاندیزونه لری. یواځی د لیکنی عنوان مشکل لری. کله چی څوک د افغانستان له خوا خبری یا لیکنی کوی نو مونږ ته افغانستان – پاکستان او مقابل لوری ته پاکستان – افغانستان لیکل کیږی.
هوکي یوازي اقتصادي اړیکې سولې او ثبات راوستلو ته مرسته کوی شي