نن په فراه ولایت کی د لاس منځلو کمپاین پیل شوو، دا کمپاین به د یوه اونۍ په ترڅ کی د مرکز، شیب کوه، پشت رود او جوین ولسوالیو کی به دوام ومومی، د دي کمپاین غوره موخه عامه پوهاوې دی چی خلک به په دی پوه کړی چی د خواړو مخکي او د تشناب د راوتلو ورسته لاسونه به په پاک اوبو او صابون ومنځي.

دا کمپاین د یونسف په مالی مرسته او د عامې روغتیا، د کلېود بیارغاونې او د پوهنې د ریاستونو له خوا به د یادو ولسوالیو په ښونځیواو کلینکونو کی ترسره شي.

د دا کمپاین د لمانځنی پر وخت داکتر عبدالجبار شایق د لاس منځلو ګتې په مشرح ټوګه بیان کړی او د ټول ولس نه ې وغوښتل چی خپل په کورونو کي لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومنځی او دا دی خپل ماشومانو ته زده کړی.

 د دا کمپاین د پیل پر موده د فراه د مقام سرپرست الحاج محمد عمر شیرزاد زیاته کړه چی هیله مند دی چی لاس منځنه په پاکو اوبو او صابون د افغانانو یو کلتور و ګرځی تر څو چی مونږ یو سالمه او غوره روغتیا خپل په ګران هیواد کی ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *