په ننګرهار پوهنتون کې د شینوارو محصلینو د ټولنې لورې “پاڼه” مجله هر کال ترتیب او چاپ کیږي، ددې مجلې یوه ګڼه مې څه وخت وړاندې لوستې وه، خورا ښه او هیله بښوونکې وه، دهغه مجلې د پښتۍ انځور مې هم له دې کبله پورته کړی دی چې تاسې یې نوښت وګورئ او بیا یې له تېر سره پرتله کړئ.

ددې مجلې مسوول مدیر ګران ملګری ښاغلی وحید شینواری ټاکل شوی وو، نوموړي تر خپلې وسې ډېره هڅه کړې ده چې یوه معیاري مجله ټولنې ته وړاندې کړي. وحید شینواري یو راز هم افشا کړی دی او په دې یې اعتراف کړی دی چې په فرهنګي چارو کې لا هم اصلاحات نه دي راغلي او د ادبیاتو هغه غلا چې (ادبي غل) بلل کیږي، ورسره مبارزه کوي. نوموړی زیاتوي: “یوې خبرې ډیر ځورولم، هغه دا چې تکړه تکړه محصلینو به د یو لیکوال لیکنه واخیسته، مجله کې به چاپ شوه، د لیکوال نوم به اخوا شوی و او لاندې به ترې لیکل شوي وو، ترتیب کوونکی: پلانکی… یعنی څه؟ د څه شي ترتیب؟ دې مجله کې به د لیکنې اصلي لیکوال او ژباړن معلوم وي. دغه راز  که مجله د شینوارو وي؛ شرط نه دی چې ټول موضوعات دې د شینوارو لیکوالانو او محصلینو له خوا لیکل شوي وي. موږ په دې ګڼه کې د پښتو ژبې نورو تکړه لیکوالانو لیکنې هم ځای پر ځای کړي دي.”

د ټولنې د مشر او ملګري حبیب الله شینواري په ګډون زه ددې مجلې د ټولو کارمندانو دا هڅه او بې ساری نوښت ستایم. دغه راز په کتونکې ډله کې دروند استاد پوهنوال معروف شاه شینواری، استاد پوهنمل میرویس شینواری، محمد شیرین شینواری، وحید زهیر او د لیکوالانو له جملې څخه اسدالله غضنفر، نور عمر شینواری، حضرت عثمان نوري او نور محصلین شامل دي.

په مجله کې د فارغ او برحاله محصلینو د پیژندګلوی ترڅنګ ټوکې ټکالې او شاعري هم ځای پرځای شوې ده.
مجله چاپ ته لیږل شوې ده، ان شاالله په یوه اونۍ کې به ستاسو  تر لاسونو ته در ورسیږي او وروسته له چاپه به د پښتو کتابتون په معتبرو وېپاڼو کې هم پرلیکه شي.

حضرت عثمان نوري

One thought on “پاڼه مجله چاپ ته واستول شوه”
  1. د ننګرهار پوهنتون د محصلینو او استادانو دا هڅه او نوښت د ستایلو دی .
    که د پاڼې انترنتي پته هم وښودل شي ، کیدای شي نور مینه وال هم ورسره همکاري وکړی چې د پښتو ادب دا بڼ په نورو ادبې او مالوماتی لیکنو لا ښکلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *