پلار مې په کوټه کې نه و. د کوټې هوا دپه وه. زیړه پرده مې کش کړه. راد له پورته وخوت. ما له روغتونه د پلار نتیجه راوړې وه. ډاکټر ویل، کلچر معاینه یې کوو نخښې یې د ځیګر د سرطان دي.

په پلار مې سترګې ولګیدې. په غولي کې پر ګلانو بوخت و. رنګ یې لکه کورکمن زیړ ښکاریده. د معایناتو پاڼې ته مې وکتل. پرې پوه نه شوم. پلار ته مې وکتل. ده ملا ته لاس ونیو او نیغ شو.

ورووتم:

– بابا په ګلانو څه کوې خپله ښه نه یې

ده ورو لاس پورته کړ:

– ته دغه بوټی ګورې.. کال ته به تر ما او تا.. دغسې جګ وي

ما لاړې تیرې کړې. ده پوښتنه وکړه:

-رښتیا.. ډاکټر څه ویل

-ویل یې یو رنګ معاینه لاپاتې ده هغه چې وکړو بیا به نتیجه درکړو

پلار مې پر بوټي لاس تیر کړ او ساه نیولي، ساه نیولې یې راته وویل:

-چې داسې لږ په پښو ودریږم.. چې دغه بوټي.. سم وپالم …بس.. خپله.. ښه.. کیږم

ده لاس راته ونیو چې مرسته ورسره وکړم. ما یې مټ ونیو. ده شاته بوټو ته وکتل:

– ګل…خاوره غواړي..

پای

:

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *