د زمري ۵ مه د ولسي جرګې غړو تېره دوشنبې ورځ د چنګاښ په ۳۱ مه د کورنیو چارو وزیر سلب صلاحیت کړ او د اعتماد رایه یې ترې واخیسته خو د کورنیو چارو وزیر په هماغه ورځ د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، چې د ده په اړه د ولسي جرګې پرېکړه غیر موجه، بې دلیله او د ده په وړاندې د نشه يي توکو د قاچاقبرو، خصوصي امنیتي کمپنیو او سیاسي کړیو دسیسه ده.
هغه زیاته کړه، د ده د کاري مودې په جریان کې له ملي شورا شاوخواه ۱۵ زره عریضې ورته رسیدلي چې له ده پکې غیرقانوني غوښتنې شوي. د کورنیو چارو وزیر له استیضاح او سلب صلاحیت کولو څو ساعته وروسته د امریکا غږ اشنا ټلویزون خبریال سید سلیمان اشنا سره د یادې موضوع په اړه په ولسي جرګه کې د کوچیانو د خلکو استازې هیلۍ ارشاد میلمنه وه،
اغلې هیلۍ د سید سلیمان اشنا د پوښتنو په ځوابونو کې وویل موږ د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې پوښتنیزو غونډو ته د نه راتللو په صورت کې استیضاح ته رابللی و، چې د ده په نه راتګ سره به ښاغلي پتنګ خپل مرستیالان ولسي جرګې ته وراستول.
د دوﺉ د مرکې څو پوښتنې او ځوابونه داسې وو: اشنا: پتنګ خو ولسي جرګې ته د وینا پرمهال دا منله چې زه خپله ستاسې پوښتنیزو غونډو ته نه یم درغلی مګر دا چې ستاسې پوښتنې تر ډېره تخنیکي وې نو ما خپلو د ډېرو بوختیاوو له وجې خپل مرستیالان در استولي وو او ستاسې له لورې چې کومې پوښتنې وې زما د مرستیالانو له خوا په پوره وضاحت سره ځواب شوي.
هیلۍ: دا سمه ده چې پتنګ خپل مرستیالان را استولي وو مګر هر ځل مرستیال را استول د ولسي جرګې د وکیلانو لپاره د منلو وړ نه وه. اشنا: ایا د مرستیالانو در استول ستاسو لپاره قناعت بښوونکي نه وو، که د هغوﺉ ځوابونه؟ هیلۍ: د کورنیو چارو وزارت مرستیالانو ځوابونه د جرګې د غړو لپاره قناعت بښوونکي وو مګر د وزیر صاحب خپله نه راتګ جرګې ته سپکاوی و. اشنا: دا چې ستاسې پوښتنو ته د کورنیو چارو وزارت مرستیالانو ځوابونه قناعت بښوونکي وو نو ولې مو بیا د کورنیو چارو وزیر سلب صلاحیت کړ، فکر نه کوﺉ چې دا به له پتنګ سره یوه شخصي ستونزه وي لکه څنګه چې نوموړي له سلب صلاحیت کیدو څو ساعته وروسته په يوه خبري ناسته کې د خبریالانو پروړاندې هم وویل چې زما استیضاح او سلب صلاحیت کیدل یوه دسیسه وه. هیلۍ: نه د پتنګ ځوابونه قناعت بښوونکي نه وو. هیلۍ همدومره وویل او نورې یې په اصطلاح د بوسو لاندې اوبه تېرې کړې. خو د کورنیو چارو وزیر بیا د دوﺉ پوښتنو ته په ځواب کې د ولسي جرګې پوښتیزو غونډو ته د نه حاضریدو په صورت کې د خپلو ډېر بوختیاو له امله د مرستیالانو ور استول لازم وبلل او د دوﺉ یو څو ماشومانه پوښتنو ته یې داسې ځوابونه ورکړل. ۱ ـ د لويو لارو په خوندي او ډاډمن امنیت کې نه یواځې د کورنیو چارو وزارت لاس لري بلکې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست هم دنده لري.
۲ ـ فساد په ټول دولت کې شتون لري، هم دلته، هم هلته او هم هــلـــته چې د مخ نیوي په موخه یې باید په ګډه مبارزه وشي، په یواځې سر،، د دغو لیوانو،، سره مقابله ناشونې ده. د دوﺉ یوه ستره بله ماشومانه پوښتنه چې ډېره جالبه ده وايي، د کورنیو چارو وزیر زموږ ټیلیفون ته ځواب نه ورکوي. جناب وکیل صاحبانو! ستاسې د زرې موټرو، له لسو میلو څخه زیاتو وسلو او نا قانونه عریضو غوښتنو په لرلو سره به وزیر څنګه ځواب درکړي ستاسې ټیلیفون خو غم دی. جناب وکیل صاحبانو! که چیرې یو وزیر د یو وکیل ټیلیفون ته ځواب ورنه کړي هغه به بیا وزیر صلب صلاحیت کوي، له دې نه معلومیږي چې په دې فاسد نظام کې د یو فاسد، غل، کمیشن کاره او خاین وکیل ټیلفون ته ځواب نه ورکول له یو ستر وزارت څخه د وزیر د سلب صلاحیت کیدو لامل ګرځي. پتنګ د سلب صلاحیت کیدو وروسته په هماغه ورځ یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې، د ناقانونه وسلو شتون هم له همدغه زورواکه ولیلانو سره دی او همدغه کمیشن کاره وکیلان د پیسو په بدل کې تجارانو او شتمنو خلکوته د وسلو کارتونه په یوه او بله بهانه اخلي، چې په هېواد کې شته نا امنۍ هم تر ډېره له همدغه کمیشن کاره وکیلانو د غیرې قانوني غوښتنو او وسلو کارتونواخیستلو څخه را ولاړیږي. ستر فساد خو دا دی چې په غیرې قانوني ډول د ولسي جرګې له غړي سره ۱۵۳۳ تنه پولیس چې موږ یې په یو ولایت کې هم نه لرو دوﺉ یې له ځانونو، کورونو او اولادونو سره د ګرځولو او ساتلو په موخه له ځان سره لري، د ملي شورا له وکیلانو سره ۴۶ رینجر موټر، د ولسي جرګې د کړنلارې څخه په کلکې سرغړونې سره دوﺉ د ۲۵۴ میله ناقانونه غټه وسله او ۵۱ تمانچې له ځانونو سره ګرځوي، چې په هیڅ صورت کې د کورنیو چارو او دفاع وزارت وسلې د ملي شورا له غړو سره د ګرځولو جواز نه لري. نو همدا چاره ده چې زموږ په وینو لوبیدونکي کمیشن کاره وکیلان د هېواد په ټولو ولایتونو کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ لامل شوي دي. اساسي خبره دا ده چې شاو خوا یولس میاشتې وړاندې د ولسمشر له لورې د کورنیو چارو او دفاع وزارت لپاره وزیران ونومول شول، په دوﺉ کې اکاډمیک شخصیت پوهنمل ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ د کورنیو چارو وزارت لپاره او مدرسه لوستی ملا بسم الله محمدي د دفاع وزارت لپاره ولسي جرګې ته ورپېژندل شوي وو، چې ملا بسم الله محمدي یو ځل د همدې ولسي جرګې کمیشن کارانو له لورې په تېره اګست میاشت کې له وزارته سلب صلاحیت شوی هم و او د مفسد وزیر په نوم یاد شوی و، مګر ولسي جرګې ته د دوبۍ او سرای شهزاده د پیسو په زور راغلو یو شمېر کمیشن کاره وکیلانو او خاینانو له خوا همدغه ملا بسم ا لله محمدي ته تر کورنیو چارو وزارت بل مهم او کلیدي وزارت ته د تاييد رایه ورکړل شوه، په اصطلاح داسې یې وکړل لکه موچي ته چې د ډاکټر چپن ور واغوندې او د زړونو د عملیاتو دنده ور وسپارې.
اوس چې ملا صاحب سره د کمیشن کاره وکیلانو ګوتې په غوړو کې دي، د ملا صاحب د وزارت په دومره موده کې له دندې سره د شوې ناغېړۍ سره سره یې هم تر اوسه ولسي جرګې ته نه دی راغوښتی، حال دا چې پتنګ او ملا صاحب دواړه یادو شویو وزارتونو ته په یوه ورځ راغلي دي، رڼه خبره ده چې د پتنګ په ټاکلو کې وکیلان له اوله پـښیمانه دي، هغه ځکه چې پتنګ یو علمي کدر، مسلکي، په کار پوه او د پخواني نظام سړی دی، نننی نظام خو ټول د همدغو فاسدو مشرانو او کمیشن کارانو څخه جوړ شوی دی، څنګه به په کې پاک مسلکي او رشوت نه اخیستوونکي خلک پاتې شي. که موږ د ولسي جرګې د کمیشن کاره وکیلانو له لورې د کورنیو چارو وزیر د استیضاح او له وزارته د سلب صلاحیت کولو دلایلو او د پتنګ خبرو ته پاملرنه وکړو، نو وايو چې بې شکه د کورنیو چارو وزارت لپاره پتنګ يو ملي، په کار پوه، مسلکي او اکاډمیک شخصیت و، دا ځکه چې د ولسي جرګې کمیشن کاره وکیلانو دا دلایل چې د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې پوښتنیزو غونډو ته نه راتګ، زموږ ټیلیفونو ته ځواب نه ورکول، په لویو لارو کې د نا امنیۍ ډېر والی، د اکمالاتي کاروانونو سوځول، د پولیسو په ادره کې فساد، د ناقانونه وسلو شتوالی او ویشنه دا ټولې هغه پوښتنې وې چې دې کمیشن کارانو د یولمي کدر څخه د اعتماد رایه واخیسته او سلب صلاحیت یې کړ. د کورنیو چارو وزیر یوه نره او پښتنه خبره چې تراوسه مې په زړه ده، ویل یې: (( زه د کورنیو چارو له هغو وزیرانو څخه نه یم چې په پیسو وزیر شوی یم او نه غواړم چې په پیسو خپل قدرت او یا د کورنیو چارو وزارت وساتم، له ولسمشره غواړم چې د عدالت په ټینګولو کې جدي ګام پورته کړي. د ولسي جرګې ننۍ پرېکړه غیرموجه، بې دلیله، یوه سیاسي، د نشه يي توکو د قاچاق برو او د شخصي امنیتي کمپنیو دسیسه بولم، دا د افغانستان د روڼ اندو پرضد يوه دسیسه ده. د هېواد قضایه قوه او ولس مشر چې هر حکم هره پریکړه وکړي، زه یې عملي کوم، که ولسمشر راته اووايي چې ټوپک واخله او له سرحداتو څخه دفاع وکړه، په سرو سترګو به ځم او د شهید قاسم خان غوندې به د افغاني غرور او لوړې انګیزې له مخې د خپلې پاکې، درنې، باعزته او باغیرته خاورې څخه په کلکه دفاع کوم ))
د وزیر صاحب ټولې خبرې بیخي ریښتینې او پر ځای دي، افغان ولس دې له دې توطیوخبر وي. په پای کې زه وزیر صاحب ته وايم. د کورنیو چارو وزارت محترم سرپرست وزیر صاحب! ستاسې وطن دوستي، افغانیت، خاورې او خلکو ته ژمن تیا لا پخوا خلکو ته معلومه شوې ده، دلته ستاسو کړنو او درسپارل شو درنو مسولیتونو ته دا خاینان په درنه سترګه خو نه ګوري لا یې تخریبوي، دلته نایان، موچیان، قمارباز، معمله ګر، سګ بازان، مرغ بازان، بودنه بازان، بچه بازان او ډمان وزیران او وکیلان دي، دوﺉ ته د خلکو حیثیت هیڅ حیثیت نه ښکاري، دوﺉ تل د افغانانو په سرنوشت لوبې کړي او لا یې کوي. له تاسې نه مې هیله دا ده چې هیڅ سر پرې مه خوګوه دا وړۍ نه شړۍ کیږي. دا ړوڼد تاهده ولس له دې لا برباد ښه دی، چې دغسې فاسدو او کمیشن کاره وکیلانو ته یې رایه ورکړې.
شمشاد اتل،؟
یاره تا خو بیخي د احساساتو څخه کار اخیستئ دی. داسی هم نه ده لکه ته چي فکر کوي که رښتیا دا ستاسی پتنګ دومره پاک او سوچه وي نو ده ښاغلي د دي غلو، او قاچاقبرانو لیست یو میاشت مخکي نه اعلانوی؟ کله چي یی د ده څخه د اعتماد رايه واخیستل نو د ده په خوله دوي خاینان سول؟ نه داسی نه ده ګرانه، موضوع بله ده یارانه !؟ د هر چا عمل موږ او تاسی ټولو ته ډېر ښه معلوم دی نو هسی د وخت ضایع کول دي چي د دوی اعمال بیانوو نه ولاکه په پارلمان کي وړ کسان سته او نه دي په کابینه کي نو ښه به دا وي چي ټولو ته نا اهله و وایو
درنښت
پتنګ پتنګ پتنګ پتنګ ….. اوښه کوم ځای دی ښه ده پاتې غاړه..
دوستانو که پتنګ صاحب دیر پاک ندی دیر مدار هم ندی له اکثره بی سواده اوبی غیرته وکیلانو او خاینو وزیرانو د نسبی او پرتلیزی په حساب د ښو وزیرانو کی شمیرل کیږی خکه تصفیه او اصلاحات یی شروع کړی دی مګر په کراری سره یو د بل پسی په مجموع کی غلا تښتونه په زوره جنسی تیری وژل او داسی نور کارونه په کابل کی دیر کم شوی دی د پتنک صاحب په راتګ سره هرڅوک چی د هیواد لپاره خدمت کوی مونږ لبیک ورته وایو او د هغه څخه ملاتړکوی
سلام
ګورئ وروڼو
موږ او تاسی بايد منصفانه قضاووت وکړو
د پتنګ ټاکل د لومړي سره يو تیروتنه وه ځکه په دي خاوره کي نور څوک نه و چي دا د دوو ورځو بي تجربې هلک ته يي دومره ستر مسؤلیت ورکړئ
په دي خاوره کي ښه ،ښه تجربه کار کسان لرو زما په خپل نظر خو؛ هغه ډګروال دی که جنرال دی ښاغلی رحمت لله روفي صاحب چی د لنډ وخت لپاره د کندهار والي وو! هغه تر پتنګ زر چنده وړ او لايق کس دی
که کرزی صاحب د کورنيو چارو وزارت کی د اصلاح غوښتونکي وي نو دي محتر روفي صاحب و دي وزارت ته را ولي
په درنښت
مفتون صاحب تاسې د منصفانه قضاوت خبره کوﺉ مګر خپله منصفانه قضاوت له خیټې لاندې کوﺉ، دا ستاسې منصفانه قضاوت دی چې يو مسلکي، تجربه لرونکي او د پخواني دولت جنرال ته د هلک خطاب کوﺉ، هغه د خپل عمر نیم ژوند په نظامي چارو کې تېر کړی، وطن او خلکو ته یې خدمت کړی.
مفتون صاحب که تده له پتنګ سره شخصي ستونزه لرې هغه بیا بېله خبره ده که نه پتنګ د خپل وزارت په دې کمه دوره کې ډېر کارونه کړي د بېلګې په توګه.
۱ـ د کورنیو چارو وزارت اړونده زونونو لغوه کول چې د هر زون یواځې د یوې میاشتې د تیلو مصرف به ۷۵ الی ۱۰۰۰۰۰ ډالره و،
۲ـ د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې د ولسي پولیسو په نوم د یو نوي تشکیل رامنځ ته کول، چې دا یو ډېر ستر او ستونزمن کا دی، ځکه چې د یو نوي ریاست په جوړولو سره د مالۍ وزارت څخه د بودجې اخیستل او ولسمشر ته قناعت ورکول دا پوهه غواړي مغز غواړي دا د هلکانو کار نه دی جناب مفتون صاحب.
۳ـ د ملي پولیسو د ظرفیت لوړونۍ او د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه د نړۍ مفکر شخصیت ډاکټر اشرف غني احمدزي سره په ګډه مشوره د پولیسو لپاره د لس کلن لید لوري جوړول، چې دا هم د د ولسمشر په کابینه کې د یوه مسلکي او پوه وزیر کړنې دي.
۴ـ په وزارت کې دننه د سیتمونو جوړول چې تر اوسه یو وزیر هم په دې نه وو توانیدلی چې د کارونو د ښه اجرا او پرمختګ په موخه دا ډول سیستمونو جوړ کړي.
۵ـ همدا پتنګ وو چې د ریښتني افغانانو او وطن پرسته خلکو ارمانونه یې پوره کړل او همیشني دښمن پاکستان ته یې د توغندیزو بریدونو په ځواب کې خپل ملي رسالت ادا کړ او سرحدي پولیسو ته یې د ځوابي بریدونو امر ورکړ چې په پایله کې یې دښمن ته غاښ ماتوونکیي ځوابونه ورکړل.
د پتنګ په دومره کمه او لنډه موده کې شوي کارونه د ده د مسلکي توب او په کار پوه شخصیت باندې دلالت کوي.
جناب مفتون صاحب د کورنیو چارو وزارت کې د نورو شو کارونو په اړه لیکل دلته ډېر ځای نیسي فکر کوم همدومره به بس وي په دې هیله چې سر مو پرې خلاص شوی وي او د بیا لپاره د ملي شخصیتونو په پېژندنه کې ډېره پاملرنه وکړې.
مننه