افغانستان يو له هغه هېوادونو دی، چې د ګلانو رژول پکې اسان کار دی خو د ګلانو روزل ډېر ګران تمامېږي، په دې هېواد کې به په ډېر همت او زحمت يو ګل وروزې، خو چې د ثمرې وخت يې راشي نو د بې رحمه خزان تر شا داسې لوګري راپيدا شي، چې روزل شوی ګلاب په ډېري اسانۍ ورژوي.
ارواښاد عبدالقديم پتيال يو له هغه ګلانو څخه ،و، چې په خپل زحمت او همت پر علم او پوهه زين کړي اس سپور و او د برياليتوب د ميدان له څلورو خواو يې طوافونه کول.
پتيال هغه ځوان و، چې د ثمرې ورکولو وخت يې و د هغه د پوهې ونې بېلابېلې څانګې لرلې، هر چا يې له مېوې ګټه اخيسته او هر څوک يې په خوند پوهېدل، خو هغه انسان چې د پتيال د پوهې درخته (ونه) يې نوره مېوې ورکولو ته پرې نه ښوده نو مالومه خبره ده ، چې د نوموړي د پوهې مېوه يې نه وه خوړلې.
ارواښاد پتيال څېړونکی و، کره کتونکی و، ليکوال و، شاعر و، خطاط و، د مظلوم کلک ملګری او د هر ډول ظلم پر وړاندې سخت مبارز و.
پتيال د کندهار د پوهې او ادب پر اسمان هغه روڼ ستوری و، چې د خپلې پوهې پر شغلو يې ډېرې سترګې وبرېښولې.
پتيال شعر ليکه، له شعر سره يې ځانګړې مينه لرله، د کندهار ادبي بنډارونه او د انارګل مشاعره يې توده کړې وه، خپله يې پوخ شعر ليکه، شعر يې مينوال لرل، په خپل شعر يې د ډېرو مظلومو انسانانو زړونه ټکور کړي دي، هغه د خپلې خوږې ژبې پښتو سره ځانګړې مينه لرله، کله چې د اطلاعات او کلتور رئيس شو نو په کندهار کې يې ادبي يون پيل کړ، د کندهار ادبي ملګري يې پر يوه ټغر راټول کړل، خپلو ملګرو ته يې د مينې او يووالي درس ورکړ او په دې يې وپوهول چې زړونه څنګه خپلېږي.
د پښتو ادب له اسمان دغه پرېوتي ستوري د کندهار د ادب پر ځمکه د خپل زړه پر وينو داسې پنځونې وټوکولې چې ترڅو دا نړۍ وي نو ادبپال به يې له فصل حاصل اخلي.
نوموړی سره له دې چې شاعر و ځوان محقق و، په اوسنيو ځوانو څېړونکو کې پتيال ځانګړی ځای لاره، لويه حوصله يې لرله او د څېړنې په برخه کې يې بېلابېل کتابونه او سلګونه مقالې ليکلي دي.
د ((پردېس بېنوا)) په نوم يې د ارواښاد بېنوا پر ژوند او آثارو مستقل کتاب وليکئ، د پښتو ژبې د فلکلور ستر خدمتګار ارواښاد محمد ګل نوري پر ژوند او آثارو يې څېړنه وکړه، د ((زرپاڼې)) په نوم يې ناول ترجمه کړ او د ((انکار)) په نوم د زړه پر خوږو خبرو سوي زړونه ټکور کړل.
ارواښاد پتيال د اطلاعات او کلتور د رياست مسؤليت په لوی برياليتوب ترسره کړ، له دغې دندې وروسته د کندهار مرستيال والي شو، چې بوختيا يې نوره هم ډېره شوه خو د بوختياو سره سره يې بيا هم ادبي هڅې فعاله ساتلې او بېلابېلو غونډو ته به يې تګ راتګ کاوه. کله چې هلمند کې د ارواښاد عبدالروف بېنوا په اړه علمي سمينار جوړ شو نو پتيال ورته له کندهاره راغی ما ورته وويل: پتيال صیب! امنيتي شرايط برابر نه دي خو بيا هم تاسې سيمينار ته راغلاست، هغه په ډېره خوږ انداز راته وويل: (( چې په هلمند کې د ارواښاد بېنوا پر ژوند او فن سيمينار جوړېږي او زه را نه سم نو زړه به مې څنګه کرار سي.))
پتيال رښتيا هم پر پښتو او پښتنو مئين و، هغه د خپلې رسمي دندې پر مهال په کندهار کې د بېلابېلو ليکوالانو او شاعرانو لسګونه کتابونه چاپ کړل او په خپل دغه بې مثاله خدمت يې د پښتو ادب لمن له ډېرو مرغلرو ډکه کړه.
که د پتيال د ادبي شخصيت پر ځمکه مزل وکړو شايد پکې ورک شو، هغه په خپل کم عمر کې ډېره څه وپنځول، چې هر چاته د لمر پشان روښانه دي.
دغه تاند ځوان يوازې پر شاعرۍ، ليکوالۍ، څېړنې، ژباړې، خطاطۍ او انځورګرۍ بسنه ونه کړه، بلکې د سياست په ازغن ډګر کې هم قدم کېښود، ددې هېواد حالات يې وشنل، کندهار ولايتي ادارې ته يې په خپلې غښتلې مفکورې بېلابېلې طرحې وړاندې کړې او ددې هېواد د سياسي حالت د روڼتيا لپاره يې بې مثاله کارونه وکړل.
عبدالقديم پتيال يو خوږ شخصيت درلوده، که به پنځه دقيقې ورسره څوک کښېناست نو د دغه د شخصيت له خوږو به يې حتما يو څه له ځان سره اخيستل، د هغه دنده د هېواد په لر او بر کې مينه خپرول ول، خو دا چې زموږ په ټولنه کې د مينې خپرېدل بدله وينه ده نو دغه خوږ ځوان په بدن کې لا د ځوانۍ وينه په جوش او خروش وه، ددې هېواد ډېری بچيان يې د پوهې انرژۍ ته خپلې هېلې غوړولې وې، خو د پوهې د بڼ دغه بې مثاله ونه د خزان بې رحمه بادونو ورېبله د نورې مېوې توان يې ترې واخيست.
د ارواښاد پتيال د پوهې ونه وچه شوه، خو دغه ونې داسې مېوې ټولنې ته ورکړي دي چې تر قيامته به يې خلک پر خوږو نه مړېږي، د هغه اثار، ليکنې او شاهکارونه به ژوندي وي، د هغه يادونه خاطرې به ژوندۍ وي او بالاخره لوی کندهار به تل پتيال ژوندی بولي.
د پتيال د فکر د خورېدو په هېله!
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳