استاد اجمل ښکلی

پخواني متون چې لولو، ښايي په ډېرو جدي خبرو پورې يې خندا راشي يا يې بابېزه وبولو يا ترې هغسې خوند وانخلو، چې پخوانو ترې اخيست.

په پخوانو متونو کې د کاتبانو د لاسوهنې او د وخت د بدلون له امله کله ناکله ابهام پيدا شوى وي او د دې ابهام له امله کله ناکله د پخواني ادب له خونده محرومېږو.

ژبنى بدلون هم ادبي ابهام او بېخوندۍ ته لار جوړوي. د کلمو مرګ، مانيز او شکلي بدلون، د ماناوو پراخېدل يا راټولېدل هغه لاملونه دي، چې لوستونکى له ادبه خوند و پند اخيستو نه نه پرېږدي. د روښاني طريقې د وفادار پيرو ارزاني خېشکي بيت دى:

دغه نته هغه ويني

چې (يې) معرفت شه کته

چې دا کته يې په شا کړه

دى شه خلاص له حرکته

په دې دواړو بيتو کې د (کتې) کلمه راغلې. کته د څارويو پر شا د بار لپاره اچول کېږي. د لومړي بيت په دويمه مسره کې معرفت له کتې سره د تشبيه اړيکه لري. معرفت چې يوه معنوي چاره ده د کتې په يادونه محسوسه شوې؛ خو دا حسې کېدل يې د لوستونکي کرکه راپاروي. معرفت پاک او عالي څيز دى؛ خو کته-چې عموما د خر پر شا اچول کېږي او خر د کمعقلتوب او ناپاکۍ نښه ده- لوستونکي ته د ناپاکۍ او پستۍ احساس ورکوي او ښه پرې نه لګي او ښايي کره کتونکي يې هم پر کارونه انتقاد وکړي، ځکه چې مانا يې اخلاقي عيب لري؛ خو لکه چې دا له شاعر سره انصاف نه وي. د کتې مانا اوس رامحدوده شوې؛ خو هغه وخت به يې ښايي تر دې پراخه مانا لرله او د څادر يا عموما د ټوکر مانا به ترې اخيستل کېده؛ نو کارونه به يې عيب نه وه.

پخوا چې څاروي د سوارلۍ او بار وړو ىواځني وسايلو وو؛ نو خلکو ته ګران وو. عامو خلکو اسونه او کچرې نه شوې اخىستاى او اسونه او کچرې به يا له شاهانو سره وې يا امراوو يا شتمنو ځمکوالو سره؛ نو عامو خلکو به عموما له خره کار اخيسته. پر خره به له يوه ځايه بل ته تلل، بار به يې پرې راووړ او د خپل ژوند او بزګرۍ ډېر مهم کارونه به يې پرې کول؛ نو خر ورته ډېر مهم و. که څه هم د ډاکټر مبارک علي په اند چې انسانانو له خپلو کورنيو څارويو سره ښه چلند نه کاوه او خر، سپى، غويى او نور به يې په منفي مانا کارول؛ خو پرخلاف يې د زمري، پړانګ، لېوه غوندې داړونکي ځناور په مثبته مانا؛ خو چې ضروت يې و، ورته ګران وو. سعدي په ګلستان کې وايي:

ګاوان و خران باربردار

به ز اۤدميان مردم ازار

بل ځاى وايي:

مسکين خر اګر چه بى تميز است

چون بار همى برد عزيز است

په يو بل حکايت کې د يوه بزرګ له خولې وايي:

نه بر اشترى سوارم، نه چو خربه زير بارم

نه خداوند رعيت، نه غلام شهريارم

په دې وروستي بيت کې وينو، چې بزرګ ځان له خره سره تشبيه کړى او له دې نه ښکاري، چې پخوا خر دومره منفور نه و. ان خروار د وزن واحد و . پر خر باندې به خلکو له غرونو او ځنګلونو لرګي يا له نورو سيمو غله راوړله، بيا به يې په هوارو سيمو او ښارونو کې خرڅوله؛ نو د خر يوه وار ته به يې خروار وايه. اوس چې د لرګو او غلې د وزن نور مقياسونه شته،په خروار کې هم تغير راغلى او ډېر شوى دى.

دا هم سمه ده، چې د داسې الفاظو کارونه پښتنو شاعرانو له فارسي شاعرۍ زده کړې وي.

پخوا چې له خره سره د خلکو کار ډېر و، ډېر به يادېده او په خبرو اترو کې يې يادونه دومره د سپکاوي خبره نه ګڼل کېده، لکه نن سبا چې ګڼل کېږي.

رحمان بابا وايي:

لکه څوک چې په خره سور وي، مخ يې تور وي

زه هم هسې په څښتن پورې بې اۤب يم

اوس چې د سوارلۍ وسايل ډېر دي او له خره سره مو هغومره راشه درشه نشته، خوند نه راکوي. اوس راته خر د بدويتوب او بې تمدنۍ او بداخلاقۍ نښه ښکاري، ځکه يې په يادونه شرمېږو.

دې دلايلو ته چې سړى وګوري، د ارزاني خېشکي د بيت پر هدف او معقوليت پوهېږي.

سپى چې د وږسولۍ او حقارت نښه ده، په اوسنۍ شاعرۍ کې چېرته نادر راوځي؛ خو په پخوانۍ شاعرۍ کې يې ډېرې بېلګې وينو. رحمان بابا په هغو شاعرانو کې دى، چې د (خره) او (سپي) کلمې يې ډېرې کارولي او ښايي ډېرو لوستونکو ته په پخوانۍ شاعرۍ، بيا د رحمان بابا په شاعرۍ کې د رحمان بابا غوندې بزرګ سړي له خولې خوند ورنه کړي؛ خو نظامى ګنجوي په خپل ليلا مجنون کې وايي:

زاۤنجا که من حريف خويم

در حق سګى بدى نه ګويم

له سپي نه تراوسه خلک د کور او ځان د حفاظت کار اخلي. رحمان بابا وايي:

عاشقان د يار تر سپيو هم ځارېږي

ګڼه ما د رقيبانو څه پروا کړه

په پخوانۍ فارسي او پښتو شاعرۍ کې سپى د نن غوندې په منفي مانا کارېدلى؛ خو دومره حساسيت ورسره خلکو نه دى ښودلى. ان ځان يې هم ورسره کله ناکله تشبيه کړى. ګومان نه کوم، چې اوسنى شاعر دې دا کار وکړي.

پخوا به چې خلک خداى ته ورنېژدې کېدل، تصوف ته به يې مخه کوله. د تصوف ټول کار د خپل ځان، خپلو خواهشاتو پر ضد مبارزه وه، چې دې ته يې د نفس نوم ورکړى و. بل نفس د (ف) په زور سا اخيستلو/تنفس ته هم وايي او د سړي ژوند په همدې سا پورې تړلى دى. د حافظ شعر دى:

باده چند در ده چند از اين باد غرور

خاک بر سر نفس نافرجام را

ارزاني وايي

په قدرت يې دى نيولى

هر زنده د دم په نته

هسې خو مطمينه نفس هم و؛ خو په تصوف کې خلکو عموما له نفسه منفي مانا اخىسته او له سپي، خنزير سره به يې تشبيه کاوه. ارزاني خو له تور لړم سره تشبيه او په تصغيري روستاړي يې سپک کړى:

په اعوذو پناه غواړه

له نفسکه تور عقربه

په تصوف کې د ځان، غوښتنو او نفس توپير نه کېده؛ نو کومو شاعرانو به چې ځان ياداوه، مطلب به يې نفس هم و، چې دوى به له ځانه بهر انګېره يا به کوم شاعر ته د ځان سپکاوى ښکارېده؛ نو بيا به يې د ځان پرځاى نفس ياداوه. رحمان بابا وايي:

له دې خپله سپيه نفسه مې زړه بد شي

چې اوبه څکي يا خواړه خوري په جهان

تصوف خداى ته د رسېدو احساساتي لار وه. مذهب زموږ وس ته ګوري، چې څومره عبادت کولاى شو او څومره سخا او څومره اخلاق؛ خو تصوف چې د خداى د مينې مانا لري، رانه سختې قربانۍ/شوګيرې او له خپل نفس سره سختي غواړي. د کاکا صاحب په اړه افضل خان خټک وايي، چې په يخ ژمي کې به په لښتي کې پرېووت او خپل نفس به يې ګوشمالي کاوه.

په تصوف کې د خداى مينه پر صوفي دومره غالبه شي، چې له جهان و مافيها يې نظر واوړي. بيا چې څه کوي، رسمونو، بندېزونو او اخلاقو ته نه ګوري او دومره بېخوده شي، چې پر خپلو خبرو نه پوهېږي، چې څه وايي. که د فرويد په خوله تصوف لاشعور ته د رسېدو چاره وبولو؛ نو بيا په دې هم ښايي ځان پوه کړو، چې د صوفيانو ملامتيه کارونه او خبرې لاشعوري وي. که دې خبرې ته مو پام وي؛ نو د رحمان بابا لاندې شعرونه به راباندې بد ونه لګي:

هر چې ځان د يار په سپيو کې داخل کا

ترو هاله به ورته وايم، چې سړى دى

يا:

که عاشق تر معشوقې پورې يو سپى دى

خداى د هجر په توره مه وژنه يو سپى

اوس عطا د اۤدميت راباندې وشوه

چې رحمان د هغه يار د کوڅې سپى شوم

تراوسه چې کوم خلک په کليو کې اوسېږي او له حيواناتو سره يې مخه وي، دا کلمې به پرې بدې نه لګي. په پرمختللې نړۍ کې وينو، چې خلک له حيواناتو سره مينه کوي او ساتي يې.

د کوم لوستونکي چې له حيواناتو سره مينه وي، داسې شعرونه پرې بد نه لګېږي او صوفيان په هغو کسانو کې شامل وو، چې د اۤفاقي مينې دعوه يې کوله.

د دولسمې قمري پېړۍ شاعر ابوالقاسم په خپل دېوان-چې د قلندر مومند په زيار چاپ شوى- وايي:

ستا په در کې ستا له سپو سره اشنا شوم

هم ستا عشق مې ستا په در کې رهنمون شو

عاطفي تړاو يو بل لامل دى، چې د پخواني ادب او موږ ترمنځ يې اړيکه پرې کړې ده. د پخوانيو خلکو عاطفي تړاو د خپل چاپېريال، زمان او وسايلو له مخې که له موږه بېخي بېل نه و، څه نا څه خو بېل و. پخوانو شاعرانو ته چې کومو شيانو او موضوعاتو عاطفي ارزښت لاره، ځينې يې موږ ته نه لري، ځکه هغه څيزونه له منځه تللي او هغو موضوعاتو خپل رنګ اړولى دى. پخوانو ته د خپل يار له امله د هغه در هم مهم او عاطفي و. ابوالقاسم چې د يار در يې ډېر ياد کړى، يوځاى وايي:

ستا له کليه نن روان شوم، مسافر يم

سر راپورته کړه، ديدن ته منتظر يم

يوه نښه د خپل در له خسو راکړه

ستا له لاسه په خسړي هم شاکر يم

رقيب په اوسنۍ شاعرۍ کې هم د پخوانۍ په تقليد راغلى، خو چې چېرته هم راغلى، هغومره لمسوونکى او پاروونکى نه دى، لکه پخوانۍ شاعرۍ کې چې دى. پخوانو شاعرانو ته رقيب عملا ارزښت لاره؛ خو اوس چې د رقيب په اړه هغه ذهنيت نه دى پاتې؛ نو داسې شعرونه خوند نه راکوي. پخوا نتکۍ، پېزوان، ټيک او…چې استعمالېدل او ښکلا ورسره زياتېده، شاعرانو ته احساساتي ارزښت لاره؛ خو اوس راته داسې شعرونه چندان خوند نه راکوي. رحمان بابا وايي:

زه رحمان په سل حلقو د زلفو بند يم

لا دپاسه سور پېزوان شته، بله نته

که غواړو، چې له پخواني ادبه همغسې سمه مانا او همغومره خوند واخلو، لکه پخوانو چې ترې اخيسته؛ نو څو خبرو ته به پام کوو:

د کلمو د هغه وخت دقيقو ماناوو ته به ځان رسوو او د ماناوو حدود به پېژنو، د هغه وخت له ذهنيت سره به ځان اشنا کوو او د هغه وخت د خلکو او پخپله د شاعر له عاطفي تړاوه به ځان خبروو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *