تاند- د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د دغه ایالت یوه پخواني سناتور خپل دوه وروڼه په ډزو وویشتل.

د پولیسو په وینا، پېښه د پېښور په څمکنو سیمو کې وشوه. پولیس وايي چې سناتور عبدالرحمن د جایداد پر سر پر خپلو وروڼو ډزې وکړې او هغوی یې ووژل.

له پېښې وروسته پولیسو د پخواني سناتور عبدالرحمن او د هغه د زوی په شمول ۹ تنه ونیول.

پولیس وايي چې سناتور عبدالرحمن ورته په ابتدايي تحقیقاتو کې ویلي چې لومړی د ده وروڼو په څمکنو کې د ده پر کور حمله وکړه وروسته ده پرې ډزې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *