تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي افراطیت د زرګونو افغانانو د وژل کېدو سبب وباله.
اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي نن /یکشنبه/ د اسلام په نوم وژنې په کلکه وغندلې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د اعتدال په نوم په یوه غونډه کې وویل چې افغانان له درو لسیزو راهیسي تر بل هر هیواد د افراطیت په اور کې زیات سوځېدلي دي.
ده له دیني عالمانو وغوښتل د اسلام اصلي رنګ نړیوالو او په ځانګړي ډول لوېدیځوالو ته وښيي.
کرزي د اسلامي نړۍ په وړاندې د لوېدیځو هیوادونو پر دریځ نیوکه وکړه، ویې ویل باید پر اسلام ناروا ټاپې ونه وهل شي.
په دې غونډه کې، چې هدف یې غیراسلامي هیوادونو ته د اعتدال د دین په توګه د اسلام پېژندنه وه، اجرايي رييس عبدالله عبدالله په خپلو څرګندونو کې افراطیت وغانده، ویې ویل چې اعتدال ډېر ارزښتناک مفهوم لري.
ښاغلي عبدالله د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته په خطاب کې وویل، دوی د قتل و قتال لاره غوره کړې خو دا واک ته د رسېدو لار نه ده او باید ټول په دې سر خلاص کړي چې د افغانستان خلک ویښ دي او هیڅکله به زور او ظلم ته تسلیم نه شي.