فرید ظریف

تاند- د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون د چهارشنبې په ورځ افغان دیپلومات فرید ظریف په لایبریا کې خپل خاص استازی او په دغه هیواد کې د ملګروملتو د ماموریت (UNMIL) مشر وټاکه.

د ملګروملتو له یوې خبرپاڼې سره سم ښاغلی ظریف، چې اوس په کاسوو کې د سرمنشي خاص استازی او د ملګروملتو د موفتې ادارې د ماموریت ريیس دی، په دیپلوماسۍ، نړیوالو او د ملګروملتو په چارو کې پراخه تجربه لري او په افغانستان کې دننه او له دغه هیواده دباندې یې بېلابېلې دندې ترسره کړي دي.

ظریف د (۱۹۸۱ او ۱۹۸۷) کلونو ترمنځ په نیویارک کې د افغانستان دایمي استازی و،  له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۷ پوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و او د ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۱ کلونو ترمنځ یې د ولسمشر د مرستیال په توګه دنده لرله.

فرید ظریف په ۱۹۹۳ میلادي کال په ملګروملتو کې کار پیل کړ او له هماغه وخته راوروسته یې د دې موسسې په مرکز نیویارک کې د کار کولو ترڅنګ په ایریتریا، لایبریا، جنوبي افریقا، عراق او سوډان کې د سیاسي، بشري او سوله ساتي ماموریتونو بېلابېلې دندې اجرا کړي دي.

ده له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پوري د ملګروملتو د سوله ساتو عملیاتو د عملیاتي څانګې د اروپا او امریکا د برخې ریاست کړی دی.

3 thoughts on “پخوانی افغان دیپلومات په لایبریا کې د ملګروملتو خاص استازی وتاکل شو”
  1. ښاغلی فرید ظریف ته د دی مهمی دندی د ورسپارلو له امله مبارکی او په خپلو کارونو کی ورته لا ډیر بریالیتوبونه غواړم. هیله ده نړیوالو ته دښه خدمت مصدر شی او له دی لاری د افغانانو نوم لوړ وساتی.
    په ډیر تاسف سره د افغانستان اوسنی رژیم د خارجه چارو وزارت د یوتعداد مشخصو ډلو او تنظیمونو په لاس کی انحصار دی، دوی یواځی د خپلوکورنیو او خپلوانو د مقرری په فکر کی دی . د ښاغلی فرید ظریف ، کبیر فراهی ، عبدالصمد خان ، مجنون ګلاب … په شان تجربه لرونکو او د لوړو فکرو لرونکو دیپلوماتانو ته اوس د افغانستان په فعاله دیپلوماسی کی نور ځای نشته ،
    اوس باید همایون تندر ، نصیر احمد نور ، نصیر احمد اندیشه ، انجنیر قهار ، انجنیر توریالی غیاثی او د یونس قانونی زامن او وریرونه، د داکتر عبدالله خوریونه د ديپلوماسی ټیکداران وی او بس.

  2. ضمن تبریکی وظیفه جدید به جناب فرید ظریف باید ګفت که شما لیاقت وزارت امور خارجه افغانستان را دارید.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *