تاند- متقاعد جنرال ډیوید پیترایس وايي، د امریکا متحد ایالتونه باید نوې پالیسي غوره کړي څو د هغې پر اساس په افغانستان کې د طالبانو او داعش پر ضد هوايي حملې پراخې کړي.
ډیوید پیترایس، چې پخوا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان و، په یوه لیکنه کې ویلي:«موږ باید د خپلو افغان متحدانو د ملاتړ لپاره له هوايي ځواکه هماغسي کار واخلو چې د سختدریځو پر ضد یې په عراق او سوریه کې د خپلو متحدانو په ګټه اخلو.
د پیترایس دا لیکنه د جمعې په ورځ /جنوري ۱۵/ په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې ده.
پیترایس په دې لیکنه کې، چې د بروکینګنز انستیتیوت له کارپوه (او هانلون) سره یې په شریکه لیکلې، همداراز ویلي:«موږ په افغانستان کې ډېر شمېر امریکايي پوځیانو ته اړتیا نه لرو، خو موږ باید د هغو کسانو خلاف د اقدام کولو لپاره خپل لاسونه پرانیزو چې هلته په ښکاره جنګېږي.»
ده همداراز ویلي:«موږ دا امکان او وسایل لرو چې وضعیت بدل کړو.»
د پنتاګون له ارقامو سره سم امریکايي او ايتلافي الوتکو تېر کال په افغانستان کې نژدې ۴۰۰ ځلي هوايي حملې کړي دي، حال دا چې په ۲۰۱۴ کې یې ۱۱۰۰ هوايي بریدونه کړي ول.
پیترایس له ۲۰۱۰ ک کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پوري په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان و، ده له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۸ پوري په عراق کې د امریکايي ځواکونو قومانده په غاړه لرله او په ۲۰۱۱ م کال تقاعد شو.
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له لوري له اوسنۍ پالیسي سره سم امریکايي هوايي ځواک په افغانستان کې یوازې هغه وخت د هوايي برید اجازه لري چې امریکايي پوځیان له خطر سر ه مخامخ وي.
دا په داسي حال کې ده چې امریکا افغان هوايي ځواک ته جنګي الوتکې نه دي ورکړي.