راین کراکر

تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر وايي، واشنګټن باید په افغانستان کې په یو ماتې خوړلي هېواد بدل نه شي بلکې پکار ده چې سپینه ماڼۍ له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو کې بیړه ونکړي.

 ښاغلي کراکر له فاکس نیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی چې افغانستان امریکا ته تر سوریې مهم دی او افغانان لا هم د امریکايي سرتېرو حضور ته اړ دي.

 راین کراکر د امریکايي چارواکو دې څرګندونو ته چې په افغانستان کې یې پټ په پټه د خپلو سرتېرو شمېر کم کړی دی ویلي، که امریکا نشي کولی چې په افغانستان کې خپل حضور ته یو مسوولانه او دوامداره پلان جوړ کړي، نو پایلې به یې خطرناکې وي: (( که حکومت موږ او افغانان نشي ساتلی دا به ډېره خطرناکه شي، په جنوبي اسیا کې به بې ثباتي پراخه شي او په سیمه او نړۍ کې به اسلامي افراطپالنه زیاته شي.))

نوموړي ټینګار کړی دی چې د سولې د مذاکراتو په مېز چې هره پرېکړه کېږي باید د امریکا ملي امنیت ته په کې خطر متوجه نشي او په افغانستان کې د امریکا سم نظامي حضور پکې یاد وي.

One thought on “پخوانی امریکايي سفیر: افغانستان موږ ته تر سوریې مهم دی”
  1. خود به درته مهم وي، سوریه کې داسې سګ بازي نشی کولای هغوی دنیایي دي تعلیم یافته دي. دلته خو ورته ددین نوم واخله بیا یې شکیره خصوصا ځناور پټهانی ههههههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *