تاند- په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پخوانی قومادان جنرال مکریسټل وايي، له ۱۴ زره امریکايي سرتېرو څخه د ۷ زره هغو ایستل به د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د سوله ییز حل لپاره د طالبانو انګېزه کمه کړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، متقاعد جنرال مکریسټل د یکشنبې په ورځ وویل«موږ اساساً د فشار حربه، چې یو وخت مو لرله، له لاسه ورکړې ده.»

ده دا خبرې د هغو راپورونو په تړاو وکړې چې پر اساس یې ویل شوي چې امریکا له افغانستانه د خپلو نیمايي ځواکونو پر ایستلو غور کوي.

که څه هم پرون د سپینې ماڼۍ یوه ویاند دا خبره رد کړه خو ویل کېږي چې د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس پر همدې موضوع د اعتراض له کبله استعفا کړې ده.

مکریسټل اې بي سي ته وویل«که موږ طالبانو ته ووایو چې موږ په پلانکۍ نېټه وځو، د ځواکونو شمېر کموو، ځان کمزوره کوو، د روغې جوړې لپاره د دوی انګېزه او اراده سمدستي ختمېږي.»

ده دا هم وویل چې اندېښمن دی چې افغانان به هم پر امریکا د یوه داسې متحد په توګه چې حساب ورباندې کېږي،اعتماد له لاسه ورکړي.

مکریسټل، چې د یوه کال په مخه په افغانستان کې د شاوخوا یونیم لک امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان و، وايي چې د ځواکونو د ایستلو په اړه وروستیو خبرونو افغانانو ته ټکان ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *