تاند- د پاکستان پخوانی دیپلومات او د دغه هیواد د مشرانو جرګې غړی اکرم زکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښه د زاړه استعمار زوړ ټپ دی.
ده وویل چې ترهګر له دې زاړه ټپه سو استفاده کوي نو ښه دا ده چې دواړه هیوادونه تل خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
اکر زکي په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو لانجو ته په اشارې وویل، په دې مسله کې هر هیواد خپل – خپل نظرونه لرل او طبیعي هم ده چې هرڅوک خپله ادعا وکړي.
زکي ټینګار وکړ، درسته نړۍ دې نتیجې ته رسېدلې ده چې جګړه د اختلافاتو د حل لپاره مناسبه شیوه نه ده.
ده په افغانستان کې د هند د حضور په وړاندې د پاکستان تر اندازې زیات حساسیت ناسم وباله، ویې ویل چې هند په افغانستان کې خپلې ګټې لري او پاکستان هم د خپلو خاصو ګټو په لټه کې دی.
د پاکستان حکومت او رسنۍ، چې د حکومت تر اغېز لاندې دي، پر له بسې تبلیغ کوي چې هند د افغانستان حکومت لمسولی چې په تورخم کې پاکستان د دروازې جوړولو ته پرېنږدي.
زکي وویل چې افغانستان د دیورند کرښه نه مني او په پاکستان کې هم ځیني کسان حاضر نه دي چې دا کرښه په رسمیت وپېژني او دا د بریتانیا د استعماري دورې زوړ زخم دی چې هر څه موده وروسته یې سر پرانستل کېږي.
د خیبر دره خولار د تلوراتلوده««»»په کابل اوپیښور کی افغان یو دۍ