عطا الله ویسا –
ورځ په ورځ توره شپه راځي،ورځ په ورځ له کړاوونو سره مخ کیږو،ورځ په ورځ موغمونوزیاتیږي،ورځ په ورځ دښومخ رانه اوړي خوپرځاي یې راته بد مخ کوي داټول علت زموږ دکړو وړو دی.
نن موږ دهربدکار په کولوفخرکوو،که څوک غلا کوي،زنا کوي،فساد کوي قتل کوي خو موږ یوازي دهغه ښه وایو نه چي مخه یې ونیول شي،نن زموږ ټولنیز نظام دومره خراب اوګډوډ شوی دی چي ژوند په کې ګران دی ځکه خو چي موږ غل ستایو غل ښه یادوو
که یو څوک غل هم وي بس نو خلک به وایې چي والله دا ډیر کلک سړی دی،ډیرغښتلی سړی دی،ډیرسپیڅلی سړی دی.
که یوڅوک یوځوان دنامشروع اړیکو له لاري یاراني ولري نو هغه هم یادوو چي والله ډیرماهرځوان دی ورته سلام مو دی.
که یوڅوک فساد کوي بس نوموږ ورته وایو چي یاره ډیر اعلَی،څومره ښه یاره دومره پیسي،دومره مال لري چي دنه منلو ده،بس نو دخدای ورکړه ورته وایو.
یوڅوک قتل کوي بس نو دلته به یې خلک په ستاینه نه مړیږي،والله داسي زړور سړی دی،داسي یوقهرمان دی چي دنه منلو کار دی،یاره دا رنګه میندي به لږ بچي نړۍ ته راوړي،یاره توبه،توبه ډیرمړي یې کړي دي.
نوښه که دي ټولو بدو ته ښه وویل شي دا به خپله زموږ کمي نه وي؟دا به موږ خپل هغه دبد عمل والا کس سره په دي بدو کې مرسته نه وي کړي؟ دا به دټولني وګړو ناروا ته روا نه وي ویلي؟
هو دا به همدغه خلکو دا کار په خپله کړي چي دهر بدعمله بد ته یې ښه ویلي دي،هربد یې ستایلی دی،دقاتل څخه په لوی لاس قهرمان جوړوي،زړور یې بولي،بهادر یې بولي هغه دیوه شاعر په وینا:
چي قاتل بهادر بولي زه په داسي ښار کې اوسم
چي بي درد زړور بولي زه په داسي ښار کې اوسم
همداسي که هر بد ته ښه وویل شي نو هغه پرټولنیز نظام بد اغیزښندي دبربادۍ لوري ته یې وړي،ټولنیز ارزښتونه له بیخه کاږي.
استاد مي راته دپنځه دیرش کاله وړاندي کیسه کوله ویل یې چي دلته به دځینو رئیسینو اونورو لوړه رتبه کسانو له بچیانوموږ لیري ګرځیدو ټولو به ویل چي ددوي پلرونه په فساد کې لاس لري هغو چي لاس به یې درلود دبچیو سره به یې لا ځوانان او زده کړیالان نه کښینستل بد به یې باله ځکه خو بد ډیر کم وو،قتل،غلا،فساد اونورناوړه اعمال ډیر نه ترسره کیدل ټولنه هم ورسره جوړه وه.
زموږ دولسوالۍ یوه کیسه چي سپین ږیري کوي هغه دا ده چي: یو کس دکاکړ په نامه یوچا وژلی و ټوله ولسوالي پري خبره شوه،ټول پري خفه وو،هر کس به ویل چي دا څنګه پیښه وشوه قیامت دی،قیامت دی.دنورو بدو اعمالو کسان خوپه هيڅ حساب ویابیخي کم و.
نن خو دټولني همدا کسان قتل کوي،بهادر بلل کیږي،غل غلا کوي دلاور بلل کیږي،فسادګر فساد کوي مالدار اوواکداربلل کیږي.
چي پرون یې انسانان په شناخت شرمیدل،خو نن یې شناخت لوی غنیمت ګڼل کیږي،چي پرون به انسانان ورسره نه کښیناتل خونن یې دناستي وخت نه پیداکیږي،چي ملاقات یې وشي ته به وایې چي څومره یوښه کار یې کړی دی لویه بریا یې لاس ته راوړي ده،خورا پياوړی کار یې کړی دی.
همدا نن له دغسي کسانو له لاسه ټولنه،کور،کلی،ښار اوهیواد خراب دی چي موږ دهغه بد ته دیاقربان ټپه وایوځکه خو هرسړی بیا نو کوښښ کوي چي د ښي لاري نه دبدي اوناروا لاري ځان یوځاي ته ورسوي،غلا وکړي،فساد وکړي،فتل وکړي او نور…
دهرځوان اوکس سره چي کښیني بس درته وایې به چي څنګه ځان یوځل قدرت او واک ته ورسوي چي پیسي پیداکړي،مالدارشي،تجارشي،دقتلونو اوفسادونو لوي لامل شي.
ځکه خو یو بل یې نن په ټولنه کې سره زده کوو،دیوه څخه بل ته دا ویروس انتفال کړی دی نن دي ټولو بدو ته بد نه ویل کیږي خو پرون داسي نه وو،نن بد ته ښه،ناروا ته روا،ناحق ته حق که همدا دټولني کسان ونه وایې ملاتړ یې ونه کړي نو بیا به هیڅوک بد ونه کړي.
ددي پرځاي چي هغه نور ددي ټولو بدو لاس واخلي دمخنیوي لاري چاري یې په کار دي،چي بیرته مو ټولنه سمه او روغه ورځ وویني.
بس هغه ددراني دا یوبیت ورته ښه دی.
دبدو څرنګه لاس واخلي چي ضمیر نه لري
شیطان به وتړي په څه باندي ځنځیر نه لري
بس نن ټولي دضمیرفیصلي دي هره پریکړه دخپل صمیر پراساس کوي.