زه تر دې بله هېڅ ستره ګناه نه پېژنم، چې بې ګناه خلک د خدای په نوم تر فشار لاندې راولي.
ګاندي
ته کولای شې، ځکه چې غواړې.
فریدرېچ نېچه
ملنګ له لوږې مړ شو، خو په نامه یې خلکو څاروي حلالول.
ګل باچا الفت
هغه کسان ډېر موفق شوي دي، چې تعریفونه یې لږ اورېدلي دي.
ایميل زولا
په دې فکر کول چې “څه ووایم”، تر هغې پښیمانۍ ډېر ښه دي، چې وايې، “ولې مې وویل.”
سعدي
تر ټولو فصیحه ژبه عمل دی.
شکسپېر
څوک چې تېروتنه ونه کړي، پرمختګ نه کوي.
تډي روزولت
پرېږده چې مینه ستا ځانګړنه شي، نه له یو چا سره ځانګړې اړیکه.
نېلسن منډیلا
د فرانس اوسیدونکي ځانونه فرانسیان بولي، د امریکې اوسیدونکي ځانونه امریکنان بولي، خو د افغانستان اوسیدونکي اوس هم ځانونه په خېلونو او قبیلو پورې منسوبوي.
باچا خان
څوک چې خبرې کوي، کښت کوي او څوک چې غوږ نیسي، لو کوي.
ارجنټایني متل
ژبې ته دې اجازه مه ورکوه، چې تر فکر مخکې روانه شي.
ناپېلیون
تکرار د مهارتونو مور ده.
ډیل کارنګي
یاد ساته، چې نن ورځ دویم ځلې لمرخاته نه لري.
دانتې
که ښځه نه وای، د نړۍ نوابغ به چا روزلی؟
ناپېلیون
په نړۍ کې یواځې دوه څیزه ښایسته دي: ښځه او ګل.
مالرب
هنر د ژوند پېژندنې کېلي ده.
سکار وایله
په ما خپل هېواد تر خپلې کورنۍ ګران دی، خو تر خپل هېواد له انسانیت سره ډېره مینه لرم.
فنلون
له خپل مور و پلار سره داسې چلند وکړه، چې له خپلو اولادونو یې تمه لرې.
سوکرات
مینه هغه ځواکمن قدرت دی، چې نړۍ یې په واک کې ده او په عین حال کې ډېر ساده ځواک دی، چې په اړه یې تصور کولای شئ.
ماهاتما ګاندي
د نېکمرغۍ خطر دا دی، چې د نېکمرغۍ په حالت کې سړی هر برخلیک او هر څوک مني.
نیچه
وینې تویوونکي خلک، تر ټولو ډارن دي..
حکیم ارد
بښونکی انسان محبوب وي، که فقیر هم وي.
ارستو
دغه پولې او بریدونه هېڅکله خدای نه دي پیدا کړي.
ماهاتما ګاندي
که پر یو کمزوري غوسه شې، دلیل یې دا دی، چې زور نه لرې.
ولټر
ماتې له بریا پرته روزونکې ده؛ څوک چې هېڅ تېروتنه نه کوي، هېڅکله کوم ځای ته نه رسېږي.
راکفلر
هر هغه څه مو چې نه وژني، تاسو غښتلي کوي.
مارلون برانډو
ژوند يانې هره ورځ او هره ګړۍ ژوند کول.
ډیل کارنګي
زه تل کولای شم په خپل واک انتخاب وکړم، خو باید پوه شم، چې که انتخاب ونه کړم، بیا مې هم یو انتخاب کړی دی.
ژان پل سارتر
سړی چې پر شونډو موسکا نه لري، دوکان دې نه خلاصوي.
چینايي متل
هغه څوک چې د ژوند له کړاوه ډارېږي، له ډاره به یې ژوند په کړاو کې وي.
چینايي متل
د هرې ماتې لامل، له فکر پرته عمل کول دي.
الکس مکنزي
شیراحمد نورزاد صاحب د پخو خبرو راټولول او زموږ سره شريکول د ي ستايم او کاميابي دي غواړم ، او دغه پخه
خبره مي ډېره خوښه سوه ،
په ما خپل هېواد تر خپلې کورنۍ ګران دی، خو تر خپل هېواد له انسانیت سره ډېره مینه لرم.
Salamoonah,
D` wror Shir Ahmed n.z. d narriy gott-gott sakha d` Pohano khabery gulchien rattolawil ddery shae diey kho mata d` arwashad BachaKhan baba (Abdul Ghafar Khan) khabery dder khwand rakirr che d` nan wrazy Afghan aw Afghanistan e-tazkero sara samoon khory:
” Americaniyan zaan ta amrikayi ; fransiyan zanota Franswiey etcc. wayi kho Afghanistanyan la ter osa pa khelono aw qawmono weshil swy dy””!. Pa zangirry ddawl PASHTANU!
Daa torkony penjabyan goriy che pa Balotszo aw pashtano wayi ”sab si pahliy pokkiston”!!!!