له جرمني ژباړه: اشرف جاويد

دیارلسمه برخه

ارمانونه د بېداروخلکو خوبونه دي

«ریشارډ وایګینس»امریکايی

څوک چې هېله مند وي،هېڅکله د نا هېلۍ سره نه مخ کېږې

«جوليو کورتزار»فرانسوی

ارماني خلک ستړيا نه پيژنې

«يعقوب بشارد»سويسی

حيرانتیا د فلسفې لومړی شرط دی

«ارسطو»يونانی

خوب،خوب دی،خوموخه بیا د يوې ژمنې خوب دی

«هاروی ماکاې»امریکايی

له ارمانه هرڅه پيلېږي

«نېلېزاکس»سويدنۍ

ارمان تررسېدا ښه تردی

«هانس فلادا»جرمنی

خيالونه ستورې دي، چې سړې ته لوری ښيې،خو وررسېږې نه

«کارل شورس»جرمنی

هېله د ارادې داسې بڼه ده،چې پوره جدي نه ده

«روبرت موسیل» اطريشی

څوک چې د حیرانتیا ځواک له لاسه ورکړې،لاوختي رواني مړدی

«اينشټاين»جرمنی

حيرانتيا پوهې پسې يوه تلوسه ده

«توماس فون اکوېن»ايټالیایی

په ويښتيا کې خوبونه ډیرچټک پلې کېږې

«والټ ډيسني»امریکايی

ارمان د عقلي شوروا مالګه ده

«کارل کروز»اطريشی

ژوند خوب لېدل دي،هوښیارهغه دی،چې زړه پورې خوب وګوري

«فرېدرېښ شېلر»جرمنی

غواړې چې خوب وګورې،باید ویده نه شې

«کلوس کلاکېس»جرمنی

بسياينه د ارمان نېمګړتیا ده

«هوايي پاڼې»

سړی چې سترشې،پخوا په شان ښکلي خوبونه نه ګوري

«کنوت هامسون»نارويجی

څوک چې د خوب ځواک ونه لري،د ژوند ځواک هم نه لري

«ارنسټ تولر»جرمنی

خوبونه د فکريوه نۍ(يکشنبه) ده

«هنری فرېدرېک امېل»سويسی

لږه تمه،تل هېله او ډیرخوب

«کلوس کلاګېس»جرمنی

بې ارمانه ژوند ښه نه انځورېږې

«کلوس کلاګېس»جرمنی

کولمبوس د هند خوب ولېد،چې امرېکا یې کشف کړه

«هانس کاسپرويرېن»جرمنی

بدو وختونو کې د ښوخوبونو لېدنه،يوخيال دی

«کلوس کلاګېس»جرمنی

بې ارمانه د واقعیت پېژندنه،ناشونې ده

«وډسټوک»امريکایې نړيوال فیستېوال

پلانونه د ځواکمنو خلکو خوبونه دي

«ارنست فرایهـر»اطریشی

انسان دی چې خیالونه لري

«پاول تېلېښ» جرمن ـ امريکايی

ارمان یو انسانی ځواک دی،چې نا لېدلې څېزونه پرې لېدلی شې

«جاناټان سویفت»ايرلېنډی

آزاد هغه دی،چې په زولنو کې ناڅې

« نېچه»جرمنی

پاې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *