شېرمحمد نورزاد

هغه څوک چې د خپلو مفکورو د دفاع لپاره د قهر او اخطار او انتقام خبرې کوي، که څه هم په جسمي لحاظ د انټرنېټ په زمانه کې اوسي، خو په ذهني لحاظ یې له اوسنۍ زمانې ډېر لرې د لرغوني وخت په کومه وچه شېله کې خیمه وهلې ده.

اسدالله غضنفر

تشدد، تشدد زېږوي، په توندۍ او تېزۍ کې ګټه نشته، خیر په دې کې دی، چې په نرمه، په سوله او په صبر سره خپلو هدفونو ته ورسېږو

باچا خان

ملګری د پیسو په څېر دی، پیدا کول یې تر ساتلو اسانه دي

باټلر

چا چې په ځان کې د عدم تشدد فلسفه روزلې ده، ټول عالم ورته یوه کورنۍ ده. نه په زړه کې ډار لري او نه څوک له ده ډارېږي

مهاتما ګاندي

زما له ګناه بد راځي، نه له ګناهګار

مهاتما ګاندي

څوک چې بدني روزنې ته مخه کړي، هېڅ درملو ته اړتیا نه لري، د هغه درمل په خوځښت او غورځنګ کې دي

ابن سینا

څوک چې بدني روزنې ته مخه کړي، هېڅ درملو ته اړتیا نه لري، د هغه درمل په خوځښت او غورځنګ کې دي.

ابن سینا

د انسان ژوند د شبنم په څېر دی، چې د ګل له پاڼې وښویېږي او وڅاڅي

بودا

د هرې ماتې لامل، له فکر پرته عمل کول دي

الکس مکنزي

د لمر په لټه کې اوسه، لمر به ومومې

ارنټ

انسان له خپلو افکارو جوړ دی، سبا به هماغه شي، چې نن یې په اړه فکر کوي

مېټرلېنګ

په نړۍ کې اغېزمن بدلون راوړونکي هغوی دي، چې د روان جریان اپوټه لامبو وهي

والټرنېس

تاریخ لیکونکی د ټولنې تاریخ لیکي، نه د انسان تاریخ

میلان کونډرا

ژوند ډېر زړه راښکونکی او ښکلی دی، یوازې له مناسبو عینکو کتل ورته په کار دي

ډوما

په ارامۍ په مړ کېدو پیل کوې؛ که ورځني عادي جریان ته تغیر ور نه کړې، که بېلابېل رنګونه پر تن نه کړې، که سفر ونه کړې، که کتاب ونه لولې

پابلو نروډا

که ملګرو ونه کړای شول، د یو او بل له کوچنیو ګناهونو تېر شي، وبه نه کړای شي، چې خپله ملګرتیا کوم ځای ته ورسوي

لابرویر

تر ټولو لویه ګناه دا ده، چې ځان کمزوری وبولئ

ویوکاناندا

که غواړې چې هستي وپېژنې، ځان وپېژنه.

سوکرات

هغه لاسونه چې مرسته کوي، تر هغو لاسونو سپېڅلي دي، چې اسمان ته په دعا پورته وي

کوروش

شوني ده، چې ژوند مو فوق العاده اوسي، خو که نور مو په خپل حال پرېږدي.

چارلي چاپلېن

Top of Form

څومره چې انسان حساس وي، هماغه هومره رنځ وړي

لېونارډو ډاوېنچي

تر هغې چې نور قرباني کړو، ښه ده چې ځان قرباني کړو

ماهاتما ګاندي

که له انسان هیله او خوب واخېستل شي، د ځمکې تر ټولو بدمرغه موجود به شي

امانویل کانټ

ماتې له بریا پرته روزونکې ده؛ څوک چې هېڅ تېروتنه نه کوي، هېڅکله کوم ځای ته نه رسېږي.

راکفلر

بریا د ماتې د ستنو پر مټ خپله څېره جوړوي

سري چتري

د بریا لومړنی قانون تمرکز دی

ویلیام ماتیوس

لومړۍ مشوره، دویم تصمیم او درېیم ټاکنه، د بریا درې رکنه دي

لوپ دووک

غچ خوږ دی، په ځانګړې ډول ښځو ته.

بایرون

راتلونکی د هغه چا دی، چې هرکلي ته یې ورځي.

نېچه

هیله، د انسان ورځنۍ ډوډۍ ده.

رابېندرانات ټېګور

ژوند د ترخې موسکا په څېر دی، په لومړي نظر لیدونکي ته تبسم ښکاري، خو که ورته ځیر شې، ژاړي.

جري ټایلر

3 thoughts on “پخې خبرې/ شېر محمد نورزاد”
  1. ګران وروره واقعا پخی خبری دی ، خو که په پخو کی (حدیث سشریف) هم ‌‌ وی ډیربه ښه وی

    ترابزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *