تاند، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: لطیف پدرام خپلې لومړۍ کمپایني غونډې ته وینا کې ویلي، دی که واک ته ورسېږي د افغانستان – خراسان اسلامي فډرالي جمهوریت به راولي.

نوموړی وايي، که واک ته ورسېد فډرالي زونونه به جوړ کړي او خلک به په سیمه ییزه کچه خپل اقتصادي، سیاسي او نظامي ستونزې پخپله حلوي: (( هغه فډرالیزم چې زه یې مطرح کوم دا به قومي فدرالیزم نه وي))

نوموړي زیاته کړې، دی به واک ته په رسېدو د امنیت ټینګښت هم سیمه ییز کړي او هر سړی به د خپلې سیمې امنیت پخپله ساتي: (( بیا به هیڅوک له کندهاره د بدخشان ساتلو ته نه ځي ځکه دوی هلته سیمې نه پېژني.))

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې به د سویس په څېر ټولې ژبې رسمي اعلان کړي او پوهنتونو کې به یوازې په دري او پښتو تدریس نه کېږي، بلکې ټولې ژبې به په کې تدریسېږي.

نوموړی وایي، هغه نظام چې دی به یې راولي هیڅ قوم په کې ضرر نه ویني او هر قوم په کې خپل ځانګړی ځای لري.

خو د چارو شنونکي وايي، افغان حکومت باید د دې حساب ورکړي چې څنګه یې پدرام ته د نوماندۍ حق ورکړی؟ په داسې حال کې چې نوموړی له اساسي قانون سره ښکاره مخالفت کوي او د افغانستان له نوم، هویت او هرشي څخه منکر دی.

One thought on “پدرام: غواړم د افغانستان- خراسان اسلامي فډرالي جمهوریت جوړ کړم”
  1. دخرآسان اسلامی امارت چې دې(دولت الاسلامیه عراق الی الشام)داعش یوه برخه اومرکز یې اسلام آباد دی برخلیک به یې څنګه شی؟ اویاپدرام له پاکستان سره په دې هکله جوړ جاړی کړی – البته په هغه آخری سفر کې چې دګوډاګیانوپه ګډون یې له عمران خان سره درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *