لطیف پدرام

تاند- د ولسي جرګې غړي عبداللطیف پدرام نن په فیض اباد کې یوې غونډې ته وویل، که مرکزي حکومت له الیکترونیکي تذکرې څخه د ملیت کلمه لېرې نه کړي، د بدخشان خلک به خپلواکي اعلان کړي.

پدرام غونډې ته وویل، د حکومت چلند به د بدخشان خلک اړ باسي چې خپلواکي وغواړي او ازاد او خپلواک بدخشان اعلان کړي.

پدرام دغه راز وویل چې د تذکرې مسله به په افغانستان کې د جګړې اور بل کړي او د بدخشان اوسېدونکي به د تذکرې د توزیع کېدو په وړاندې مقاومت وکړي.

ده دا هم وویل چې که مرکزي حکومت پر نورو د یوه ځانګړي قوم د هویت د تپلو له هڅې لاس وانخیست د بدخشان خلک به وسله واله مبارزه پیل کړي.

تر دې وړاندې اجرايي رييس عبدالله عبدالله، چې د پخوانۍ شمال ټلوالې استازیتوب کوي، د الیکترونیکي تذکرو له وېش سره مخالفت کړی دی.

عبدالله او د ده ګوند له الیکترونیکي تذکرو سره ظاهراً په دې مخالف دی چې په تذکره کې د «افغان» کلمه لیکل شوې ده.

جمعیت او ستم ملي په لومړي ګام کې د افغان له کلمې سره مخالفت کوي او په بل پړاو کې د افغانستان د نوم د لېرې کولو په لټه کې دي.

باوري راپورونه وايي چې د جمعیت ګوند په منځ کې په دې کار روان دی چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسي جرګې زیاتې چوکۍ ترلاسه کړي او په اساسي قانون کې د ملیت او هیواد د نوم د بدلولو لار هواره کړي.

3 thoughts on “پدرام وايي، که د تذکرو وېش بند نه شو بدخشان به خپلواکي اعلان کړي”
  1. افغانستان 34 ولایتونه لري او هر ولایت به ځانته یو جمهوريت وي. پوردام د افغانستان په ولسي جرګه کې ځان ته د ملت استازی وایی او د همدې ملت پرضد شعار ورکوي. خایین تور وي او که سپین؟ د پوردام او داعشیانو ترمنځ هېڅ فرق نشته ، دواړه د ملت پرضد عمل کوي ، بنا د ستمیانو او رنګارنګ داعشیانو په مقابل کې یو شان مبارزه او اجراآت باید وشي

  2. CAN READ IN AFGHANGERMENONLINE;
    BY DOCTOR NOOR AKHMAD KHALIDEEY SAHIB;
    HE EXPLAINS,
    HISTORY OF KHURAASAAN
    TAAND CAN MAKE COPY FROM AFGHANGERMAN ONLINE TO TAAND WEBSITE.
    THIS WILL BE MORE BETTER,
    THANK YOU

  3. دا شان سپی د افغانستان په تاریخ کی ډیر تیر شوی دی، نور پدارمیان او سقاویان به هم پیدا شی او پنا شی! خو دا هیواد د هغه د وګړو په وینه جوړ شوی دی، دا شان سپین به غاپی او دا کاروان به روان وی! مهمه نه ګڼم چی دی سپیو او د وطن دښمنانو او د پریو جاسوسانو ته دومره اهمیت ورکړو. څو چی دا ځمکه آسمان ړی *** څو چی ژوند په دی جهان وی، تل به دا افغانستان وی!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *