سياسي رهبران
پراتیبا پاټیل هغه هندۍ سیاسي خدمتګاره ده چې د هندوستان دولسمه رئيس جمهوره بلل کيږي.
نوموړې له ۲۰۰۷م کال څخه، تر ۲۰۱۲م کاله پورې د هندوستان رئيس جمهوره وه؛ دا د هند د ملي کنګرس غړې هم پاتې شوې ده. همدارنګه له دې مخکې هم له ۲۰۰۴م کال څخه تر ۲۰۰۷م کاله پورې د راجستان د والي په حیث خدمت ترسره کړی دی.
پراتیبا ډيوي سینګ پاټیل د (نارایان راو پاټیل) لور ده، نوموړې د هندوستان د ماهاراشترا په جلګاون ولسوالۍ کې د نادګاون په کلي کې د ۱۹۳۴م کال د ډیسیمبر په ۱۹مه نېټه زیږیدلې ده.
پراتیبا پاټیل په سیاسي علومو او اقتصاد کې، د جولګان د موولجي جیتها کالج څخه د ماسټرا ډګري اخیستي او ورپسې يې د ممبی د ګورمینټ لا کالج( د حکومتي حقوقو کالج) لخوا د حقوقو لیسانسه هم شوه.
پراتيبا پاټيل له ټولنیزو موضوعاتو سره د خاصي علاقي لرلو له امله د جالګون ولسوالي محکمه کې د حقوقو تمرینات پیل کړل، دې هلته هغه ضرورتونو ته ترقي ورکوله چې ښځو ورسره مخامخ وي.
پاټیل په ۱۹۶۵ کال کې د جولای په ۷مه له ښاغلي (ډيوي سینګ رانسینګ شیخاوات) سره واده وکړ، دوی دواړه یوه لور او یو زوی لري، د دوی زوی، راوساحب شیخاوات هم یو سیاستمدار دی.
د پاټیل د سیاسي دورې په اړه بي بي سي وايي، چې پاټيل تر ولسمشرۍ مخکې په
۱۹۶۲کال کې د ماهاراشترې مقننې جرګې د جلګاون د انتخاباتو حوزې لپاره منتخبه شوه، له دې وروسته هغې په موکټیناګار په نامه د انتخاباتو په حوزه کې د ۱۹۶۷ او ۱۹۸۵کلونو ترمنځ دغړې په توګه انتخابات وګټل او د۱۹۹۱ کال انتخاباتو کې هم، د لسم لک صبا لپاره نوموړې د پارلمان د غړې په حیث انتخابه شوه.
له سیاست څخه د تقاعد دوره يې په هغه لسیزه کې وروسته تعقیب شوه.
پاټيل د څو کلونو لپاره د ماهاراشترا پرادیش کنګرس کمیټې مشره او همداشان د ملي فدراسیون لارښوده هم پاتې شوې.
پاټيل په ۲۰۰۴م کال د نومبر په ۸مه د راجستان د ۲۴م والي په حیث هم وټاکل شوه، ددې سره يې ډير زیات نور خدمتونو هم تر سره کړي دي.
د بي بي سي د خبر په اساس نوموړې لمړي ښځه ده چې دومره زیات خدمتونو یې ترسره کړي.
پاټیل په ۲۰۰۷م کال د جون په ۱۴مه دUPAد کاندیدې په حیث اعلانه شوه.
که څه نوموړې د هندوستان د ولسمشرې په توګه له ډيرو مخالفتونه سره هم مخ شوه، خو دا هغه ولسمشره ده چې تر بل هر ولسمشر يې خارج ته ډير سفرونه کړي چې د ټولو خارجي سفرونو لګښت ۲۰۵کروړه شوی دی.
بدلون اوونیزه/ دريم کال/ اوله / پرلپسي ۱۰۵ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۱۴/ ۱۳۹۵
پرتیبا له شعروشاعرۍ سره هم مینه لري ، هیله ده چې د لیکنې املا وانشآ لږ لږ په نظرکې نیسئ ، تیروتنې دمفاهیمو دناسمو وینو لامل کیږي ، وګورئ که ولیکئ ( لوک سبها ) د لک پرځای تیروتنه به نه وي ، خو دلته هرڅه تاسو لوستونکو ته له یوعالم شک سره ورښیاست .