له خندا او خوښۍ ډکې خولگۍ

سره په تقابل کې سیاسي ــ نظامي ډلې دې،

د خپلو سیاسي ــ نظامي موخو د تر لاسه

کولو له پاره، ښونځي نه تړلي او نه دې

سوزوي. د ښونځیو تړل او سوزول،

د نوي نسل د تباهۍ سبب کېـږي.

څه موده مخکې مې په لوگر کې د یو ښوونځي د سوزیدو په ویر کې د «د رڼا او تیارې جگړه، د ښونځي جوړونکو او ښونځي سوزونکو تـقابل» تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړه، د سوزیدلي ښونځي او له تعلیم نه پاتې کوچنیانو پر حالت مې څو شیبې د سترگو انگړ رالوند هم شو.

زما د یادې مقالې د پیل جملې دا دي:

«پرون مې د نورو بدو خبرونو او راپورونو تر څنگ، په لوگر کې د یوه ښونځي د سوزولو خبر او د سوزیدو د جریان عکسونه هم له نظره تیر شول او داسې راباندې تمامه شوه لکه زه خپله چې سوزیدلی اوسم.»

زما د مقالې د لیکلو او خپرولو اصلي موخه دا وه چې ښونځی دې تل پرانستی وي، نه تړلی.

اوس مې چې په میدیا کې د ښوونځیو د بیا پرانستنې خبر ولوست، خدای حاضر او ناضردی چې له خوښۍ نه مې زړه وترپـېـد او داسې مې وانگیرله چې زه خپله د اوو کلونو کوچنی یم او په لومړۍ ورځ، په خوشالۍ سره ښونځي ته روان یم.

په لوگر کې د ښونځیو د بیا پرانستـنې په خبر:«لوګر: د ښوونځیو بیا پرانیستل کېدو د “اختر د اوربند په څېر خوښ کړم”» کې داسې راغلي دي:

«د افغانستان په لوګر ولایت کې ۱۰۳ ښوونځي تر شاوخوا دوو اونیو تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست د چارواکو په وينا، دغه ښوونځي د وسله والو مخالفينو له خوا تړل شوي وو او وايي په دغې مودې کې تر نیمايي ډېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي او یا یې څلور نیم میاشتنۍ ازموینې ځنډېدلي دي.

د لوګر ولایت د پوهنې ريیس عبدالوکیل کلیوال بي بي سي ته وویل دا به سخته وي چې په راتلونکې کې د ښوونځیو د نه تړل کېدو ضمانت دې وشي.

د ښاغلي کلیوال په وینا د دغو ښوونځيو د تړل کېدو له امله تر ۶۰ زرو ډېر زده کوونکي له زده کړو لېرې پاتې شوي وو.

د لوګر د پوهنې رییس وايي د سیمې د سپین ږیرو او مخورو د ښوونځیو په بیا پرانیستلو کې ډېره مرسته ورسره کړې ده.

په لوګر ولایت کې ۳۱۸ ښوونځي او ښوونیز مرکزونه شته چې تر ۱۳۰ زره ډېر زده کوونکي پکې زده کړې کوي. چې تر څلویښت زرو ډېر یې نجونې دي.

د ښوونځيو د بيا پرانيستل کېدو له امله د زده کوونکي خوښ دي، عبدالخیل چې په لوګر ولایت کې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی دا پرانیستل “د اختر په ورځو کې د اوربند” له خوښۍ سره پرتله کوي. دی وايي، دوې اوونۍ ډېرې په خپګان پرې تېرې شوې، خو خوښ دی چې نن یې د ښوونځي دروازه یو ځل بیا پر مخ پرانیستل شوې ده.

یو بل زده کوونکی الیاس نظري وايي، “د ښوونځيو پرانیستلو ته خوښ دی خو دې ته اندېښمن دی چې په راتلونکې کې بیا ښوونځي د ښکېلو خواو د دښمني ښکار نه شي”.»

د ښوونځیو د تړلو او سوزولو ستونزه یوازې په لوگر ولایت پورې نه ده خلاصه شوې، بلکې په نورو سیمو کې هم ډیر ځلې دا پېښې بیا، بیا تکرار شوې او تکراریږي پسې. زموږ قلموال هم لاس تر زنې نه دي ورته ناست، وخت نا وخت خپل غږ پورته کوي. د همدې روانې جولای میاشتې (۲۰۱۸ ام کال) پر اوه ویشتمه (۲۷ مه) نېټه په تاند ویبپاڼه کې د ښاغلي نعمت الله صديقي په قلم لیکلې مقالې کې د ننگرهار د معارف حالت په ډیرو هنرمندانه تورو سره انځور شوی دی او د ښوونې روزنې حالت خورا بد ښودل شوی دی. لیکوال ټینگار کوي چې«… چې تعلیم، ښونځی او مدرسه زموږ ژوند دی…»
دا د ښاغلي نعمت الله صدیقي د مقالې ځینې برخې دي:

«له څو اوونیو راهیسې د ننګرهار تعلیمي ادارې د امینتي ګواښونو لامله ولاړې او حساس خلک د وحشت د انتها د یوې بوږنوونکې او زړه خوړونکې نارامۍ شاهد دي (خوله مې په خاورو) دا هغه ناهيلې او منحوسه جمله ده، چې په ویلو او لیکلو یې د وسلو او جګړو صنعتکاران من، من غوښه اخلي او موږ له خپلو ټولو حواسو او عقلانیت سره (البته که لرو یې؟) ورته ټیټ سر، چلنج او  ولچک ولاړ یو.

موږ د نږدې تېرې مبارکې روژې اته واړه ازموینې د خوف او وېرې په داسې یوه ماحول کې ورکړې چې د امنیتي ځواکونو له یو شمیر زغروالو رینجرو او امنیتي ځواکونو د تیارسي حالت راته ويل لکه موږ چې د خورا ډېرې بدې فاجعې او ناوړه عمل ګناهګاران  او مجرمین یو، داسې لکه موږ چې د تیارو د زامنو په حیث د رڼا دلارویو رحم و کرم ته ناست یو.

هو!! د رڼا زامن دوی (جکړمار)، د تیارو زامن موږ (زدکوونکي او ښوونکي).

دا دوه هغه قطبونه دي، چې اوښیار دوښمنان یې درک کولای شي، د هغه چا پر فکر او تحلیل رحم پکار دی، چې دوی اوس هم زموږ دوښمن محدود او احمق ګڼي، دوښمن کله احمق شو؟ چې ستا دا دومره حساس او بنیادي فکټور یې در ټارګیټ کړ. پر معارف او ښوونې او روزنې، پر دولتي او شخصي پوهنتونونو او انسټيټیونو پرلپسې درانه بریدونه او ګواښونه هغه څه دي، چې دا د لویو استخبارتي او استعمارګرو ځواکونو او جالونو اوج ګڼلی شو.

… زموږ له تعلیمي نظام سره د سیاسي واکمنو په اوښیارتیا څوک څه ویلی شي؟ د وسلوالو بیانیه څه غواړي؟ اولس چیرته دی؟ او نړیوال تناظر او تکون به څه راسره کوي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې موږ (افغانانو) ته یې هیڅوک په اړه نه تحلیل راکولای شي او نه یې حلاره!! دا ځکه چې موږ باید ووژل شو!!

د تعليمي ادارو په دې جدي ګواښ له حکومتونو د ساتنې غوښتنه او پر ولسمشر د مخاطبې مخ نلرو، کنه په ننګرهار کې د ولسمشر مخته د مبارز او فکري ملګري ارشاد رغاند نسخه یې څه کړه؟ چې د ټولو ستونزه د حل درملنه پکې وه!!

جګړمارو ته که سل و زر واره هم ووايو، خیال یې بویه!! هغه باید موږ ووژنې. په ننګرهار کې د ریکشو پر شا د هغې جنت مخې کوچنۍ نجلۍ تصویر به چا نه وي لېدلئ؟ چې په خورا معصومه څېره یې د ښونځي مخته ولاړه ده او وايي:

(کاکا موږ مه وژنه)

دا نو داسې جمله ده، چې د انسان ضمیر تباه کوي، وجدان لړزوي، روان او مغز ته ټول عمري صدمې ورکوي؛ خو هغه چې ارام، خوند او لذت ترې اخلي، هغوی ته به څوک ووايي، چې د علم او عرفان دوښمني د خدای دوښمني ده، له علم سره جګړه له انسان سره جګړه ده، د جهالت ملګرتیا د تمامي انساني عظمت رانسکورول او بقا چلنج کول دي.

موږ (ولس) یوازې د دې خوني بلا پر وړاندې یوازې همدا اراده او هوډ ژغورلی شي، چې د جنګ و جکړو دا ټولې ښکیلې غاړې پر دې چلنج کړو چې تعلیم، ښونځی او مدرسه زموږ ژوند دی، که ژوند وي نو دا به وي!! کنه د ژوند په هر پړاو کې مو چې هر ډول جهنم مخ او خوا ته راځي، لبیک لبیک!!

جنګ، وژل، بم، باد و باران، ستونزې،ګواښونه او ولچکونه هر څه زغملی شو؛ خو پر تعلیمي نظام هیڅ ډول بندیز او مصلحت باید ونه منو او نه یې هم باید پر وړاندې د یوې زرې هومره ګوزارې ته زړه ښه کړو.»

خبره دا ده چې د تعلیم مخالفین او د ښوونځي سوزونکي وسله په لاس، پرته له ترحم نه دا کار کوي، تش لاسی ولس به د هغو مقابله څنگه وکولای شي؟ خو زه په دې عقیده یم چې: «د خلکو زور، د خدای زور» دی او اخر به رڼا پر تیارې غالبه شي.
په لوگر کې د ښوونځیو د بیا پرانستـنې په چارو کې چې هر چا یو عملي گام هم پورته کړی وي، خدای دې اجر ورکړي او زه د نوي نسل د روزنې کاروان د یو لاروي په توگه د زړه له کومې مننه ورنه کوم او هیله مې دا ده چې متخاصمې جنگي ډلې هیڅکله د کوچنیانو د روزنې خنډ نه شي او نه یوازې دا چې ښوونځي ونه تړي او ونه یې سوزوي، بلکې د هغو د ساتلو په چارو کې دې دایمي مرسته وکړي، ځکه چې ښوونځی هغه مقدس حریم دی چې نوی نسل په کې روزل کیږي او دغه نوی نسل سبا د همدي مشرانو لاس نیوی کوي او د دې وطن او خلکو سرنوشت به د همدې نسل په لاس کې وي. که ښوونځی پرانستی وي، نو دا اوسني زده کونکي به د راتلونکې ټولنې په ټولو برخو کې، پوه مشر او لارښوونکي وي، او که ښوونځي تړلی وي، دا زده کونکي به له سواد بې برخې او داسې نا پوه وي چې نه یوازې دا چې خلکو او وطن ته به څه نه شي کولای، بلکې د خلکو او وطن پر اوږو به د یو دروند پـیـټي په ډول بار وي.

سره په تقابل کې سیاسي ــ نظامي ډلې دې،

د خپلو سیاسي ــ نظامي موخو د تر لاسه

کولو له پاره، ښونځي نه تړلي او نه دې

سوزوي. د ښونځیو تړل او سوزول،

د نوي نسل د تباهۍ سبب کېـږي.

*****

ښوونځي دې پرانستي او فعاله وي،

د ټولو کوچنیانو زړونه دې خوشاله

او خولگۍ له خنداوو ډکې وي!

*****

«د مینې کور یې زموږ

وطنه مور یې زموږ…»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *