Comparative Politics
پرتله ایز سیاست د سیاسي ساینس یو څانګه ده، ځانګړنه یې د پرتلې پر بنسټ تجربوي طریقه ده. په بله مانا پرتله ایز سیاست د کورني سیاست، د سیاسي نهادونو او د هېوادونو د شخړو مطالعه ده. د یو له بل ملک او د ملکونو تر منځ شخړو ته پام کوي او په ورته والي او توپیرونو تاکید او تمرکز کوي. پرتله ایز سیاست د خپل ځان په شتون تمرکز نکوي بلکې په میتودولوجۍ یا په اصولو یا هم چلند تمرکز کوي، پرتله ایز سیاست په “څرنګه” تمرکز کوي خو “څه” ته اشاره نکوي. په بله مانا پرتله ایز سیاست په هغه څه نه تعریف کیږي چې په دې ساینس کې مطالعه کیږي بلکې تعریف یې له هغو طریقو کیږي چې دا ساینس یې د سیاسي پېښو د مطالعو لپاره کاروي. بل تعریف یې داسې شوی: پرتله ایز سیاست د ملکونو، د سیاستونو مطالعه ده او د دوي ترمنځ ورته والی او توپیر په ګوته کول دي.