لومړی باید دا خبره واضح کړم، چې پرتلیزه کره کتنه د کره کتنې کوم مکتب نه دی، بلکې دا د کره کتنې یو ډول دی، چې د کره کتنې په نورو ډولونو کې خور- وور دی لکه د انسان په وجود کې چې وینه… همداسې پرتلیزه کره کتنه در واخلئ.

د کره کتنې له دې ډول څخه د نړۍ خورا سترو کره کتونکو او ادب څېړونکو کار اخیستی دی، لکه (ډرایډن، جانسن، میتیو آرنلډ… .)

دا کره کتنه لاندې ډولونو لري:

۱- یوه سبک له بل سبک سره پرتله.

۲- د یوه سبک شاعران له بل سبک شاعرانو سره پرتله.

۳- د یوه سبک پیروان په خپلو منځو کې سره پرتله کول.

۴- د زمانې په لحاظ د شاعرانو پرتله کول.

۵- د مختلفو جغرافیاوو په لحاظ پرتله.

۶- د بېلا- بېلو ژبو شاعرانو سره پرتله کول.

۷- د فورمونو له مخې سره پرتله.

۸- د شاعر او لیکوال لیکلي اثار په خپل منځ کې سره پرتله کول.

۹- د محتوا او مضمون له مخې دوه شاعران سره پرتله کول.

۱۰- د دوو شاعرانو په اشعارو کې متضادې خواوې پېدا کول.

د پرتلیزې کره کتنې ګټې:

الف: د پرتلیزې کره کتنې لویه ګټه دا ده، چې موږ په دې پوهوي، چې کوم شاعر له کوم شاعر څخه متاثر دی.

په دې ډګر کې د ډاکټر لیاقت تابان(د حنان او شیدا پرتلیز جاج، د حمید او شمس الدین کاکړ پرتلیز جاج)؛ ارواښاد الفت(د رحمان بابا او خوشال بابا) اشعار سره په یوه مقاله کې پرتله کړي دي او اسدالله غضنفر د(ارواښاد الفت او ارواښاد رښتین) نثرونه سره په یوه مقاله کې پرتله کړی دی… .

ب: اوس چې کتابونه زیات لیکل او ژباړل کېږي یعنې نړیوال فکرونه د ژباړي له لارې یوې ژبې ته داخلېږي نو پرتلیزه کره کتنه لوستونکي ته فرصت ورکوي، چې له نورو ژبو او هېوادو څخه د راپور شوو او د خپلو لیکوالو د فکرونو تر منځ فرق وکړي.

ج: کله- کله پر یوې موضوع بېلا- بېلو شاعرانو له مختلفو زاویو کره کتنه کړې وي، چې په دې سره هر شاعر د خپل اند او فکر په اندازه د یوې پدېدې مبهمې خواوې څرګندې کړي وي.

مثلاً:

خوشال بابا:

بادشاهي د بحر و بر ده که باور کړې

قناعت دې که په خشک و تر خورسند کا

رحمان بابا:

قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی

پټ د درست جهان پاچا، ظاهر ګدا یم

خوشال بابا

ته چې هسې په غوغا درومې سیلابه

ولې هسې په ساعت کې شې بې آبه

رحمان بابا:

د مات لوښي آواز کله ثابت خېژي

د هر چا عمل څرګند په خپل ګفتار شي

حمید بابا:

له خامۍ جوش و خروش خیژي له دیګه

وي، له خپلې پختګیه، پختګان چپ

د: کله- کله خپله شاعر یو شی یو ځای ښه بل ځای یې بد ګڼلې وي.

مثلاً: رحمان بابا وایي:

ښه ده، ښه ده دا دنیا

چې توښه د عقبا

بل ځای وایي:

دا دنیا په احمقانو ده ودانه

دانا نه کا، په دنیا باندې غرض

یا

چې امید په عمارت د دې دنیا کا

د کاغذ په کشتۍ سیر د دریا کا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *