روح الله نیازی – د ډیرو خلکو لپاره خوراک کول یو ډول ځور او اندیښنه وي ځکه زیاتره خلک د وزن د زیاتوالي له امله زیات خوراک نه کوي، مګر یوه داسې نجلۍ هم شته چې په هرو ۱۵ دقیقو کې خواړه خوري خو له دې سره سره یوازې ۲۵ کیلو ګرامه (۱۴ چارکه) وزن لري.

(لیزي ولاسکویز) ۲۱ کلنه نجلۍ ده چې هره ورځ له۵۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ کالوري ترلاسه کوي مګر په وزن کې یې هیڅ ډول تغیر نه راځي.

دا نجلۍ چې په ټکساس کې ژوند کوي له یوې نادرې او عجیبه ناروغۍ سره لاس او ګریوان ده چې حتآ ډاکتران یې هم په درملنه او علت نه پوهېږي، لیزي باید په هره دقیقه کې پیزا، برګر او نور بیلا بیلې خواړه وخوري چې وکولای شي د بدن انرژي یې پوره شي، مګر له دې ټولو خوراکونو سره سره یي وزن ندی زیات شوی.

لیزي ولاسکویز وایي، که چیرې د دې په وزن کې نیم کیلو تغیر هم راشي نودا به ورته یو ښه زیری وي. د لیزي ولاسکویز مور وایي، کله چې یې لور پیدا شوه دومره کوچنۍ وه چې د نانځکو(ګوډیانو) جامې به یې ورته په غاړه کولې.

په داسي حال کې چې د لیزي ولاسکویز یوه سترګه ړنده اوبله یي هم چندان سم کار نه کوي د پوهنتون زده محصله ده او کوښښ کوي چې خوشحاله ژوند ولري او خپله روحیه له لاسه ور نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *