له ټولو هيلو او ارزوګانو سره يو ځای  له خپلو ملګرو سره د اجرايه رياست لومړي مرستيال تر دفتره ورسېده، د ستونزو درانه پېټي لاندې مو ستړې سا اچوله. دا چې په غزني کې څه تېرېدل؟ څه تېر شول؟ پر دې ټوله مېډيا خبره ده، د همدغه  ننګونو د شريکولو لپاره  مرمرينې ماڼۍ ته لاړو.

 انجنير محمدخان  د غزني له ټولو ملګرو سره په غېږ ستړې مشې وکوله، د جوړ ناجوړ  له پوښتنې وروسته د ولايتي شورا وکيل او په غزني کې د ټولو مدني ټولنو، قومي شوراګانو استازي  امان الله کامراني د پيل خبرې وکړې.

22نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د غزني ښار تر اوسه ښاروال نه لري، ددې لپاره چې  د غزني په ټولو ادارو کې ژور تغير راشي، نو په همدې خاطر ستا تر دفتره راغله، د روژې سختۍ او تندې مو تېرې کړې، ستاسو يې کور ودان چې موږ ته مو د ليدنې وخت راکړ.

 دری میاشتې وړاندې د ولسمشر په حکم انجنير نصيراحمد ليليزی د غزني نوی ښاروال مقرر شو، چې په غزني کې ځينو اوباشانو  د تاجک شريک قوم په استازيتوب د ولسمشر حکم وننګول،  همدارنګه  غزني کې د ولسمشر د حکم تطبیق په موخه مو لاريونونه وکړل، چې په زرګونو خلکو او ځوانانو په کې  ګډون کړی و.

په غزني کې د ښاروالي موضوع د پښتون ولس د ننګ خبره ده، که نن د ولسمشر حکم تعديلېږي، نو سبا به ټولو ادارو کې   چوکۍ د قوم او قبېلې په چوپړ کې وي،  هغوی به يې موروثي حق بولي، دغه معامله د غزني د اوسېدونکو لپاره تر ټولو  ستره لويه ننګونه ده، هسې نه چې د ملي وحدت په کور کې د ژبې، قوم او په نوم  معاملې وشي.

 ټولو ملګرو په تفصيل سره خبرې وکړې، ټولو ورنه هيله وکړه، چې  تاسو زموږ د مشر او د ملي وحدت  حکومت په جوړښت کې قرار لرئ، تاسو دغه ستونزه ډېره په اسانۍ سره حل کولی شئ.

ټولو ملګرو د ښاروالي موضوع په حساسیت باندې خبرې  وکړې، چې  د ښاروالي موضوع ډېره جنجالي موضوع  او د پښتون ولس ننګ دی.

موږ ستاسو هرې پرېکړې ته درناوی لرو، خو  ښاروالي بايد  د قوم په نوم معامله نه شي،  په غزني کې زرګونو خلک ددې موضوع  د مناسب حل په لټه کې دي.

 د اجرايه ریاست لومړي مرستيال چې وخت، ناوخته به يې د ځينو ملګرو خبرې په کاغذ ليکلې، د خبرو وخت ورورسېد، انجنير محمد خان   لومړيو خبرو کې وويل، چې ما له ولسمشر سره د ښاروالي موضوع په اړه خبرې  کړې دي، ولسمشر راته ويلي دي، چې زه په خپله مخکينۍ پرېکړه کې تېروتی يم، هغه راته ويلي دي، چې د ښاروالي حق د تاجکو وروڼو دی او  تاجک د غزني اصلي اوسېدونکي دي.

 ولسمشر د خپل حکم څخه په شا شوی دی، خو موږ ته  تر ښاروالي ولايت چوکۍ مهمه ده، ځکه  والي په ټولو ادارو کې نفوذ لري،  غزني ته په څو ورځو کې نوی والي در روان دی، د هغه ملا وتړئ او په غزني کې ورسره مرسته وکړئ، ښاروالي مو تاجکو وروڼو ته ورکړې ده او د ولايت چوکۍ به له موږ سره وي، د معاونیت پوسټ لپاره به د هزاره ورروڼو نه يو څوک راځي.

د انجنير محمد خان خبرې حيرانوونکې وې،  نوموړي د خپل قوم پر سر د معاملې  هټۍ پرانيستې ده، نوموړي په غزني کې  خپل لوی ولس تر شا پرېښود، خو د  خپلې چوکۍ او خپل ټېم د جوړولو غم ورسره دی.

     زموږ غښتلې او ټينګه مبارزه چې  په زرګونو خلک د کابل کندهار لویې لارې ته راوتلي وو،   په کابل کې ځينې د ګوتو په شمېر مشرانو په تش ډاګ د لامبو کولو  هڅې شروع کړې  دي،  هغوی د غزني  د مېشتو قومونو او ټبرونو د هيلو پر تابوت د وروستي  مېخ ټکوهلو لپاره له نورو څخه څټک غواړي.

که چېرته ولسمشر له خپل  حکم څخه ګرځي، که چېرته په کابل کې ناستو د ګوتو په شمېر خلکو د خپل نفوذ ساتلو فکر کړی وي، نو لویه اشتبا کوي.

غزنی اوس هغه ولايت نه دی، چې څو قومي ټېکداران د قوم په نوم د پېر او پلور سودا وکړي،   داځلې به د غزني  ولسونه په نره  د ولسمشر  بل  هرهغه حکم وننګوي، چې د کابل د ځينو خود خوا خلکو په خوښه يې تعديل کړی وي، د لته په زرګونو خلک اوسېږي.

موږ د ولسمشر د حکم ننګه وکړه، موږ د نظام ټينګښت لپاره سړکونو ته راووتلو، موږ د محبوب ولسمشر د حکم ملاتړ وکړ، نو که چېرته ولسمشر له خپل حکم څخه تېرېږي، يا د ځينو خلکو تر ناروا غوښتنو لاندې راځي، نو موږ به په پوره قوت  سره د خپلو قومي مشرانو، د ولايتي شورا استازو، مدني ټولنو او ځوانانو په مټ  د ولسمشر  د تعديل شوي فرمان په مخ کې د غره په څېر درېږو، بیا به هله مالومه شي، چې څنګه او  څوک د قوم او ملت پر سر معامله کولی شي، لوخې د قوم ښېګڼه نه غوښتله په دریاب کې يې سر وچ شو.

د غزني د مېشتو مدني ټولنو، ولايتي شورا، قومي شوراګانو او ځوانانو ګډ پرېکړه ليک کاپي مو  هم د مرمرينې ماڼۍ دفتر ته وسپارله، زموږ مبارزه رنګ راوړي،  موږ د قانون په ننګه راوتلي يو، دقانون دفاع کوو، موږ هغه څوک يو، چې تل مو د نظام د پايښت لپاره قربانۍ ورکړې دي، تل  مو د قانون د تطبيق او حاکميت شعار پورته کړی دی. موږ ستړي نه يوو، موږ خپلې مبارزې او روا غوښتنو ته لا دوام ورکوو.

نه ومه خبر پرده چې لږ غوندې مې جګه کړه

نه دي  د ويلو هغه چې ما ليدلي دي

د شرق نابغه

2 thoughts on “پرده چې لږ غوندې مې جګه کړه/ مجيد ژړاند”
  1. مجيد ژړاند صاحب سلامونه
    شکر لا داسې ليکوالان هم لرو چی تر اوسه يی د خپل قلم عفت ساتلی دی د چارواکو په خبرو نه تیروځي د خلکو په مخ کې يي سپينه مامدينه وايي.
    موږ داسې خلکو ته اړتيا لرو چې د خلکو انديښنی راوسپړي د چارواکو دری مخیزی څيري راوښيي دی چارواکو زموږ په سرمعاملی وکړی د جهاد په نوم يی نن د امتيازاتو کمی نشته د خپل کور له ریسه نيولی تر پياده پوری ټول يی دولتی معاش خواره دی.
    د کونډی يتيم او غریب په مال لکه خړې اوبه داسې ورځي د ښاروالي په مسله يی هم معامله وکړه ټول پښتون ولس ته يی د پيغور ټيکه په تندي ووهله کاشکې خو مو داسی نا اهله مشران نه درلودلی کاشکی خو مو د قدرت او پیسو ليوني نه درلودلی.
    ځوانان يه صفت نه مړيږي صفت خو سړی د ميړو کوي صفت خو سړی د هغه چا کوي چې د خپل قوم په ښمر رسيدلی وي
    محمد خان له دی ټولو کارونو عاجز دی رسی په غاړه د ټلوالی په پښو کې پروت دی ټلوالی الاوډ سپيکر يی له ځان څخه جوړ کړی دی
    ګرم نه دی عبدالجبار شلګری يې مشاور دی عبدالجبار د اندړو ټول ولس کور په کور په بدي اخته کړل د غزني پښتنو تردی نورو زیاتو ناخوالو په تمه هم اوسی دغه خلک دقدرت په نشه کې ډوب دي.

  2. د اجرايه ریاست لومړي مرستيال چې وخت، ناوخته به يې د ځينو ملګرو خبرې په کاغذ ليکلې، د خبرو وخت ورورسېد، انجنير محمد خان لومړيو خبرو کې وويل، چې ما له ولسمشر سره د ښاروالي موضوع په اړه خبرې کړې دي، ولسمشر راته ويلي دي، چې زه په خپله مخکينۍ پرېکړه کې تېروتی يم، هغه راته ويلي دي، چې د ښاروالي حق د تاجکو وروڼو دی او تاجک د غزني اصلي اوسېدونکي دي.
    ولسمشر د خپل حکم څخه په شا شوی دی، خو موږ ته تر ښاروالي ولايت چوکۍ مهمه ده، ځکه والي په ټولو ادارو کې نفوذ لري، غزني ته په څو ورځو کې نوی والي در روان دی، د هغه ملا وتړئ او په غزني کې ورسره مرسته وکړئ، ښاروالي مو تاجکو وروڼو ته ورکړې ده او د ولايت چوکۍ به له موږ سره وي، د معاونیت پوسټ لپاره به د هزاره ورروڼو نه يو څوک راځي.
    د انجنير محمد خان خبرې حيرانوونکې وې، نوموړي د خپل قوم پر سر د معاملې هټۍ پرانيستې ده، نوموړي په غزني کې خپل لوی ولس تر شا پرېښود، خو د خپلې چوکۍ او خپل ټېم د جوړولو غم ورسره دی.
    افرين مبارزينو ورته ټينګ شئ، د دوی تنظيمی معاملو په وړاندي ودریږۍ تر څو ولس په تاسو باور وکړي زه هم له تاسو سره يم. دوی ته اوس معلومات کېږي چې له سير څخه څو پتیري پخيږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *