د ښوونځي مدیر په لوړغږ وویل :
هر کال د مې په اوولسمه په دې پاک او شنه اسمان کې ښایسته ، ښایسته څاڅکي او بیا شنه زرغونه او ورسره دا سور سپين او شین بیرغ چې رپيږي تاسو پوهیږېئ سړی د غرور څومره احساس کوي او څومره ښایست پکې پروت دی .
په همدې ورځ مو نوی اساسی قانون جوړ، باچا مو وټاکل شو چې له اصل ونصبه ډنمارکی دی ، او په نړۍ کې ناروې په رسمیت وپیژندل شوه.
څنګته مې یوه میرمن کیناسته مخ ېې رواړاوه :
ډیره ناوخته راغلم خوبولې وم ، زما نوم« تووا » د «هنریک» مور…
ما هم لاس وراوږد کړ او سر مې ورته وښوراوه :
په لیدو مو خوشاله شوم.
دې زیاته کړه :
«هنریک » دې د زوي ډیر صفت کوي وايي تیز او فعاله هلک دی، راته وايي مورې پوهیږي له نارويژي پرته ېې دوه نورې ژبې هم زده دي .
– هو، مورنۍ ژبه ېې پښتو خو د ښونځي او د لوبې ژبه ېې نارویژي ده
تووې وویل :
خو په نروشک« نارویژي» به ډیر مسلط وي.
سر مې ورته وښوراوه او ورته موسکه شوم.
« تووې »شا وخوا وکتل :
اوو زما خدایه ! څومره ښه ورځ کاشکې چې مور او پلار مې دلته واي
ولې ؟ هغوي چیرته اوسي؟
په اسپانیا کې دي .
ولې؟
وېې خندل …، دواړه متقاعدین دي پیسې ېې ډیرې دې تر خپل وطن د اسپانیا لمرو ته ډیره ترجیح ورکوي ..
تووې په داسې حال کې چې د ناروې کوچنی بیرغ ېې په لاس کې ښوراوه وویل:
هو رښتیا تاسو افغانستان ته د بیرته تګ څه پروګرام لرئ ؟
مخکې تر دې چې زه ځواب ورکړم زوي مې په اوږه لاسه را کیښود او په غوږ کې ېې راته وویل:
د دوي باچا هم تر اوسه ډنمارکی یادیږي……
ناروې – تانوم
۱۷/۰۵/۲۰۱۵