دا هغه پوښتنې دي چې اته دېرش کاله کېږي زموږ نه پوښتل کېږي، ليکنه اوږده ده خو د هغه چا لپاره ستړې کوونکې نه ده، چې غواړي په دې مرموز حقيقت پوه شي.
تېره ورځ رانه خبرلوڅي زوی الهام الله د خپل نيکه زين العابدين پردېس د ولسي هندارې د دويم ټوک په پښتۍ باندې راغلي شعر:
***
ای د وظن درنو غمونو راشئ  قلم مې مات ژبه مې بنده کړئ
چې د قومي خدمت مصدر نشم    ډکه په ما د لحد کنده کړئ
***
يمه شاعر زړګی نازک لرم   د ظلم اور ته يې نيولی نشم
چې وينې غوښې مې د قام خوري   ته ورته ګوره زه کتلی نشم
په اړه وضاحت وغوښت، شعر مې د څو اړخو نه ورته روښانه کړ.
هلک په سوچ او فکر کې شو شعر او د بابا پردېس په اړه يې يو شمېر نورې پوښتنې او ګرېوګنې هم وکړې. د دغه (۱۱) کلن ماشوم خبرو او پلټنو زه هم د پلار ژوند تېر بهير ته متوجه کړم. زما او د الهام جان سوال او ځواب د لاندې ليکنې د ليک لامل شوه.
زما پلار زين العابدين پردېس په کال ۱۳۰۷ ل کال د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ د ماڼو په سيمه کې د حاجي ملاسعدالدين په متدينه او مجاهده کورنۍ کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې، سعدالدين د خپلې کونډې مور هغه يوازينی زوی و چې پلار يې ملا معاذالدين د اسلام او هېواد نه د دفاع په ډګر کې د مشرقي د مجاهدينو په محاذ کې د انګرېزانو پر وړاندې د جهاد په سنګر کې شهيد شوی و.
حاجي سعدالدين  په کال ۱۳۱۵ ل کې قطغن ته راغی او په قطغن کې د چاردرې ولسوالۍ د عيسی خېلو، ناصرو او ايماقو ترڅنګ د سيند پر غاړه يوه سيمه کې هستوګن شو، چې وروسته بيا همدغه سيمه او کلی د نورو قومونو ترمنځ د خوږياڼيو په نامه مشهور شو، چې اوس هم دغه په چنارونو او توتانو زرغون او ښکلی ځای د خوږياڼيو په کلي يادېږي.
زين العابدين په اوه کلنۍ کې د چاردرې د جميعت ښوونځي کې شامل شو، چې اوس د چاردرې د جميعت لېسې په نامه يادېږي. له ماشومتوب نه يې شاعرانه مينه او خيال په فطرت کې نغښتل شوې وه، د ښوونځي له همدې لومړي ټولګي نه يې د شعر ويل او ليکل پيل کړه او له همغه وخت نه يې په سيمه ييزه کچه هر ملي او محلي پروګرام کې د شعر په ويلو سره خپله ادبي او فرهنګي ونډه اخېستلې. د وخت په تېرېدو  يې شاعري دومره خوږه او روانه شوه چې د هرې هيښنده ليدنې او اورېدنې په هکله به يې سمدلاسه في البديهه  اوږده اوږده سيمه ييز داستانونه د نظم په بڼه ليکل.
ښه وختونه وه، ظاهرشاهي وه، ارامي وه، هر چا په سوکالۍ او هوساينې سره خپل ژوند کاوه، هر وګړي سره د خپل هېواد د آبادۍ، سوکالۍ او د قانون د حاکميت فکر و، نو په داسې وخت کې
د زين العابدين پردېس غوندې د يو ژبور او سترګور شاعر شتون د ټولنيز او  ولسي نهضت د پياوړتيا لپاره ډېر ګټور تمامېده.
زين العابدين پردېس چې کله ښوونځی بشپړ کړ نو له کرکيلې سره د ډیری مينې له کبله يې د بغلان ولايت زراعت په لېسه کې  ثانوي زده کړې پيل کړې. دغه مهال بغلان د قطغن مرکز و او د نورو عمراني او مدني کارونو په خوا کې د اتحاد په نامه خپرونه هم په کې خپرېده. زين العابدين پردېس له دغه اخبار سره قلمي همکاري روانه وساتله او د لمړي ځل لپاره يې له همدې خپرونې نه په پرلپسې ډول زيات شعرونه او د کرنې په برخه کې ليکنې خپرې شوې.
په دغه مرکز کې د پردېس اړيکې له يوشمېر نورو نوموتو شاعرانو او ليکوالانو سره ټينګې شوې چې دا اړيکې د نوموړي په فرهنګي او ادبي ژوند کې د نورو مثبتو بدلونونو لامل شوې.
تر درې کلنو زده کړو وروسته يې د هېواد شمالي ولايتونو دولتي ادارو کې کله د مامور او کله هم د مدير په توګه (۳۰ ) کاله په پوره امانت دارۍ دنده ترسره کړه.
د وخت په تېرېدو سره د نوموړي ادبي او فرهنګي اړيکې او تجربې لاپسې ټينګې او پښې شوې،  يو شمېر شعرونه او ليکنې يې د هېواد دمختلفو خپرېدونکو خپرونو له ګڼو خپرې شوې.
همدغه راز له کابل نه دپښتو ټولنې درانه غړي: سرمحقق عبدالروف بېنوا، استاد خادم، جرار او نور  د زين العابدين پردېس په بلنه او لارښوونه د کندز چاردرې ولسوالۍ ته راغلل او د افغان تشريحي قاموس د  پانګې په راټولولو کې يې د پردېس له مېنې او مينې نه په ګټه اخېستنې سره چاردرې کې د مېشتو پښتنو قومونو له خولو نه يو شمېر نادرکه پښتو لغات او کلمات راټول کړل.
زين العابدين پردېس پخپل ورځني ژوند کې د شعر ويلو ترڅنګ له ښکار او سياحت سره ډېره مينه درلوده او د ټولنيز او سيمه ييز ژوند انځور يې په مينه او وضاحت سره وړاندې کړی دی.
د تاريخي سند ترنامه لاندې شعر کې يې د خپلو کليوالو لومړنی ژوند او سيمه ييز تمدن او فرهنګ د تاريخي تسلسل په پام کې نيولو سره په روښانه ډول انځور کړی دی.
د اوو كــالـــــو هـلـك  اوم
پښو نه  ډير چابــــك  اوم
مـاهــره  د چـنـــګـك  اوم
چې  سيند مې  ولـــيدلو
د كـبـانـو جــوړ غــوبــــلـو
ښكار مـــې  ډيركبان كړه
رابيل  مــې لقه  ګان كړه
كالـه  تـه  مې  روان  كړه
ادې مــې پـه دې  كـار  څپيړه راكړه  پـه غُـصه  شوه
له قهره تكه  سره  شـوه
چې دا به زه اوس څه كړم  پـه څـه بـه يې پاخه كړم
عجيبه  ښكلى  زمـان وو
قانـع   هـر يـو  انـسان وو
ساده  ژونــــدون روان  وو
قسم  دى  كه  پـه  دې  كې  بـه  زره مبالـغه  وايـم
د خپل كلي قيصـــه  وايم
………….. دوام لري
پاسنی شعر د پردېس ترټولو اوږد شعر دی چې د بيتونو شمېر يې تر (۲۰۰) هم زيات دی.
په دغه شعر کې يې د سيمې او هېواد او حتی د نړۍ په کچه د خپل ژوند له پيل نه د ژوند تر وروستيو کلونو پورې، ټولنيزې، سياسي او ورځينۍ پېښې او حالات د شعر په موزونه ژبه  بيان کړي.
د زين العابدين پردېس وروستۍ شعري ټولګه چې زمونږ لاس ته راغله هغه ( د مجاهد زمزمه ) وه چې شعرونه يې ټول د روسانو،  پر غندنه او د مجاهدينو  په ستاينې  راڅرخي.
پردېس په هېواد او ولس مين شاعر و، هر شعر يې د افغان مظلوم ولس د غوښتنو او هيلو مطابق د وخت او حالاتو ترجماني کوي.
د ټولنيزو ستونزو او ناخوالو او ارمانونو انځورول يې د شعر رياليستيکي  صفت او ځانګړنه ده. نوموړي په هر ډول شرايطو کې بې له کوم وهم او ډار نه د هرې ملي او ولسي نادودې پر وړاندې د شعر په جادويي ژبه د ولس غږ پورته کړی.
پردېس د رښتينولی به دغه ډګر کې د هغه مهال د چارواکو او زورواکو له خوا  يو شمېر ستونزې ليدلي او زنداني شوی هم دی چې دغه رښتينې مبارزه يې د ترور او شهادت لامل هم شوه.
زين العابدين پردېس وهمي او خيالي شعرونه نه دي ويلي او ډېری شعرونه يې د حقيقت او واقيعت تصوير او بيان دی، ځکه خو پېچلي خيالونه او انځورونه په کې نشته او د هرې کچې لوستونکي پرې ژر پوهېدلی شي. که د ده د شعر په ځانګړنو  خپل بحث ته دوام ورکړم نو خبره به ډېره وغځېږي. اوس به راشم د نوموړي د ژوند وروستي پړاو ته:
کله چې کال ۱۳۵۷ کې د هېواد توره کودتا وشوه او سرې لښکرې د افغانستان د اشغال په نيت له آمو نه راپورې وتلې نو پردېس هم په ټول مادي او معنوي ځواک سره د روسانو پر وړاندې د جهاد په نيت د مجاهدينو په صف کې ودرېد او عملي مبارزه يې پيل کړه او د مجاهدينو د تشويق او هڅونې لپاره يې مارشيه شعرونه  او حماسي قصيدې جوړې کړې چې يوه يې ( توره وهه مه کوه غم جباره، بله يې کوري تاب قره باتوره او درېيمه له زنداني زوی سره خواله ) ده.
له زنداني زوی سره خواله د نوموړي د مشر زوی استاد محمد صادق د زنداني کېدو په وخت کې ويل شوې ده،
چې د يوې حبسيه قصيدې ټولې ځانګړنې په کې ليدل کېږي.
د پردېس وروستۍ قلمي ټولګه ( د مجاهد زمزمه ) له همداسې حماسي او غنايي شعرونو نه مالامال ده.
د دې مجموعې په شعرونو کې
نوموړي خپل تخلص ( دشتي ) خودلی دی.
د وخت په تېرېدو سره د مجاهدينو ليکو کې هر ډول اشخاصو ځای ونيو او د يو شمېر هېوادونو په ملاتړ او لارښوونه يې په ګران افغانستان کې د انجينيرانو، ډاکترانو،مامورينو، منورينو او معلمينو په وژلو پيل وکړ،
حالات ورځ تربلې ترينګلي شول
حتی د دولت په چوکاټ کې به عادي ملکي کارمندان، د ښوونځيو چپړاسيان هم د شپې په تياره کې د خپلې کورنۍ له تودې غېږې نه لاس تړلي ويستل کېدل
او وژل کيدل
وروسته به د وژل شوي کس مړی د چاردرې د سيند په کوم سربند کې خلکو پيدا کړ
او يا به د قره باتور د غره په لمنو کې
په سرو وينو کې لت پت پروت و.
پردېس ته به هر وخت د ده دوستانو او کورنۍ دا وينا کوله چې په دې خلکو باور مه کوه،
دوی هره ورځ بې ګناه خلک وژني،
ته هم له دې سيمې نه ځان يو خوندي ځای ته وباسه،
پردېس به په ځواب کې ويلې چې ما د دوی دومره ډېر خدمتونه او کارونه کړي دي چې په سيمه کې به لا چا نه وي کړي،
که زه بل چا هم ووژلم نو دوی به زما جنازه په ګلانو کې سمبال کور ته راوړي.
په رښتيا هم لکه څرنګه چې د ده کورنۍ او دوستانو فکر کاوه، هماغسې وشول.
همغه پردېس چې د جهاد او مجاهدينو لپاره ( دشتي ) شو، د قلم، مال او ژبې په کارولو سره په تياره، رڼا، ګرمۍ او يخنۍ کې د دوی په چوپړ کې شو
او د ده هغه روڼ اندي، اخلاقي او ښکلي زوی چې د ورځې به يې دولس بچيان په افغاني او اسلامي مفکوره  روزل او د شپې به اوږه په اوږه له مجاهدينو سره ګرځيده،
د همدغه مجاهديو لخوا ترور شو.
د ۱۳۵۹ کال د سلواغې ( دلوې ) د مياشتې نهمه، سړه او توره شپه وه، مونږ ټول خويندې او ورونه د پلار شاوخوا د ادې په کوټه کې سره ناست وو، د شپې (  ۸  ) بجې وې چې د کلا ور چا په زوره، زوره وواهه، مونږ ټول وارخطا شو،
پلار مې وويل مه وېرېږئ ، څه خبره نشته.
صادق لالا يې دروازې ته ولېږه  مونږ هم ورپسې شو  د صادق لالا د څوک يې؟ په ځواب کې د ور له شا غږ شو!
موږ د آمر شفېق مجاهدين يو وږي او تږي له جنګ نه راغلو زخميان هم لرو،
دغه مهال مې پلار هم له څو ګرمو ډوډيو سره دروازې ته راورسېد او په محمد صادق يې پټکه وکړه،
ژر کوه دروازه خلاصه کړه  په اېمل خان يې امر وکړ چې هله هوجره ګرمه کړه!
د ور له پرانېستلو سره سم
ناڅاپه له ونې نه ټيټ يو کس چې مخ يې په دستمال پټ کړی و، رامنډه  کړه او زما د پلار په سينه يې د ټوپک شپېلۍ کېښوده
او بل ټوپکي ته يې غږ کړ چې هله لاسونه يې وتړه!
پلار مې ټوپکي ته  پر مخ څپېړه ورکړه
په لوړ غږ يې ورته وويل څه خبره ده؟
ته څوک يې او زما لاسونه ولې تړې؟
څوګامه وړاندې يو بل پوز تړلي نارې کړې،
د خدای لپاره پردېس کاکا شور مه جوړوه، مشرانو غوښتی يې
يو څو پوښتنې  درنه لري،
بېرته دې سلامت خپل کور ته راولو.
پلار مې ورته ويلې بې غيرتو د پوښتنو لپاره په همدې رقم خلک بيایئ، چېرته چې ځئ درسره ځم زه د ډار سړی نه يم.
صادق لالا يې لاس تړلی او دی يې خلاص لاسونه روان کړل.
د کورنۍ غړي مو تر ډېره ورپسې و،
څوارلس کلن ورور، اېمل خان مو ورسره لاس او ګرېوان شو،
چې د يو ټوپکي لخوا نه پرې د برچې ګزار وشو او په لاس يې ټپي کړ، بلاخره پلار مې مخ راوړه چې
د خدای روی ته وګورئ، ما پسې نور مه راځئ،
کور ته لاړ شئ، زه دوی ته پړ او ګنهکار نه يم،
زه هم ډېر ژر کور ته راځم.
په دغه شپه د يو تقاعد شوي مامور، چوپان، دهقان، ليکوال او شاعر پردېس او د ده معصوم زوی ښوونکي محمد صادق د ترورولور لپاره (۲۰۰) تنه شاوخوا کې تش په نامه مجاهدين راغلي وه،
چې يوه برخه يې پلار او زوی پسې شول او بله برخه يې د کور په چور  لګيا شوه
او د پردېس د کلونو کلونو مادي او معنوي شتمني ( د ده قلمي آثار، ښکاري ټوپکونه او د کور نور قيمتي توکي ) غلا کړل.
د ژمي دغه اوږده شپه مو په ژړا او انګولا  سبا کړه،
د مور مې هم سپينې تښتېدلې وې، رڼې اوښکې يې له سترګو روانې وې،  موږ هم ژړل ولې به مو نه ژړل، د سر سړي يې رانه بوتلل، په کور پاتې مشر ورور مو ايله (۱۴) کلو ژڼی وو او نور ټول سره خوله ماشومان وو،
د ډاډ او سکون لپاره مو همدا يوه مورکۍ وه.
د داسې پلار نشتوالی چې د مينې او ادب يوه ستره نړۍ وه
چې دې مهربانۍ او لوريينې شعرونه او زمزې يې تر اوسه هم زموږ په زړونو او غوږونو کې انګازې کوي او د داسې خوږژبي ښوونکي ورور بېلتون چې د توحيد او انسانيت لومړني توري او اساسات مو ترې  زده کړل او زموږ د اوسني علمي ژوند او شخصيت سرلاری وګرځېد.
په دغه شپه مو کليوال او ګاونډيان د وهم او ډار په درانه خوب ويده وه او هېچا هم دا جرئت ونکړ چې يوه هوایي ډز وکړي ترڅو راغلي کسان له ګواښ سره مخامخ کړي،
يوازې زموږ له کور سره مخامخ زموږ سپین ږيری غيرتي بابا حاجي سعدالدين وو،
چې غوښتل يې بام ته وخېژي او په بريدګرو بريد وکړي خو هغه ته هم د خپل کور دننه چا وخت ورنکړ.
کله چې دغه غم لړلې شپه تېره شوه نو په سبا يې کليوال او ګاونډيا يو يو راپيدا شول،
چا به پوښتنه کوله، چا به مې مور ته تسلا ورکوله، چا به ژړل او چا به زموږ د نمجنو سترګو ننداره کوله.
د وخت په تېرېدو سره مو ډول ډول خبرونه واورېدل، چا به ويل ژوندي دي، پاکستان ته يې اړولي او هلته بنديان دي،
ځينو به ويل چې شهيدان شوي سيند کې يی اچولي
او چا نه به مو اورېدل چې دې قره باتور د غره په لمن کې يې تر خاورو لاندې کړه.
د پلار او ورور د بېلتون اور ورځ تر بلې زياتېده موږ ډېر زيار ايسته ترڅو يې د ژوند او  مرګ درک پيدا کړو،
ځينو وفاداره دوستانو هم راسره په دغه لاره کې ملګرتيا وکړه. د اېشان نورالدين په نامه مو د پلار يو ډېر نږدې ملګری او خواخوږی و چې خپل ګران دوست زين العابدين پردېس پسې يې د قره باتور او کوري تاو د غره ټولې تړې  د اس له پښو ويستلې او د قره باتور غره له يوې درې نه راولوېد او کلک ټپي شو چې په پايله کې دهمدغه ټپونو له سببه له اوږدې ناروغۍ وروسته پردېس سره له دارالفنا نه د دارالقبا ملګری شو.
کله به مې چې مور زموږ د کاله په اوږده خړه خاورينه صوفه په زوړ، پيوندي قاليني جای نماز  د مازيګر لمانځه لپاره درېده نو زه به يې هم ترڅنګ کښېناستم. دې به راته ويلې لاړ شه زويه لوبې وکړه. ما به ويل، زه نورې لوبې نه کوم، زړه مې ورته نه کېږي، دې به  ويل خير زوی دعا وکړه چې خدای تعالی دې پلار  او لالا پيدا کړي. ما تر ډېرې مودې د مازيګر او ماښام له لمانځه وروسته دغه دعا ( خدايه پلار او لالا مې په خير کور ته راولې ) زمزمه کوله.
يوه ورځ مې مور بي بي ته کومې ښځې وويل چې قومندان سورني ته ورشئ هغه د موضوع په اړه پوره او دقيق معلومات لري. د قومندان سورني کور د قره باتور غره سره  نږدې د لرخابيو  کلي کې وو. زه، مور او ايمل ورور مې په ډېرې سختۍ او ستومانۍ سره د حاجي سورني تر کوره ورورسېدو،
نوموړي نه مو د پلار او صادق لالا په اړه پوښتنه وکړه
مور مې ټينګار وکړ چې موږ ته رښتيا ځواب راکړه
ترڅو مو زړونه صبر شي،
هغه تر يو څه ځنډ وروسته وويل: (( مادرجان ديگه پشت کاکا پرديس و صادق جان نگردين، واره وخت کشتند، د جوال انداخته و در  دريا ايلا کردن ). د دې بوګنونکي خبر په اورېدو  مې  مور په ژړا شوه او ما هم په سلګيو پيل وکړ.
نهيلې او پرېشانه کور ته راستانه شوه
ادې مې بيا د ماښام لمانځه لپاره ودرېده او له رب العزت سره يې په راز او نياز پيل وکړ، کله چې يې لمونځ خلاص کړ  ماته يې بيا وويل زويه دعا وکړه چې الله پاک دې پلار او لالا په خير راولي.
ما ورته ويل زه نوره دعا نه کوم. ادې مې وويل ولې زوی ؟
ما ورته وویل ولې هغه سړي ونه ويل چې هغوی يې مړه کړل او په جوال کې يې واچول. هغوی نور نه راځي،
مور مې بيا خپل ګرېوان په اوښکو لوند کړ او زه په سلګو سلګو کې د هغې په زنګانه خوب يوړم.
قدرمنو لوستونکو! هغه ظالمانو زما مهربان پلار او ورور تري تم کړل، دا دی له هغې ورځې نه (۳۸) کاله تېر شول، دوی پسې مو ډېرې لوړې او ژورې  ولټولې خو هېڅ کومه نښه مو ترلاسه نه کړه. د ځينو کره او باوري معلوماتو له مخې بالاخره دې پايلې ته ورسېدو چې دوی يې له ترور نه څو ورځې وروسته په شهادت رسولي او د قره باتور د غره په کومه دره کې يې له ګړنګ غورځولي.
شهيد زين العابدين پردېس نه (۱۲) اولادونه پاتي
د ارواښاد له شهادت  وروسته د انقلاب په اړو دوړ کې د ده درې زامن: اېمل خان، مېرويس او عطاءالله د حق او مظلوميت نه د دفاع په خاطر د جهاد په مقدس مورچل کې شهيدان شول.
کله چې په کال ۱۳۸۲ کې يو انتخاباتي نظام جوړ شو  د شهيد پردېس اولادونو هم د خپل فقيد پلار د ارواه د خوشحالولو او د ده د ياد او نوم ژوندي ساتلو لپاره ځيني کارونه ترسره کړل.
لومړی يې د چاردرې ولسوالۍ د توت مزار  سيمه کې د شهيد زين العابدين پردېس په نامه د يو منځني ښوونځي بنسټ کېښود.
څه موده وروسته يې ( پردېس کلتوري او ادبي ټولنې ) تر نامه لاندې د يوې فرهنګي او مدني ټولنې اساس کېښود،
کال وروسته يې د نوموړي خواره واره شعرونه راپیدا او د ولسي هندارې د لومړي ټوک په نامه چاپ کړل،
ورپسې يې ارواښاد هغه شعرونه چې د هغه مهال په چاپي خپرونو کې خپاره شوي و، له مختلفو کلکسينونو نه راټول او د ولسي هندارې دويم ټوک په نامه خپاره کړل.
دغه چاپ شوي شعرونه او ټولګې د لوستونکو او مينه والو له مثبت او تاوده هرکلي سره مخامخ شوې.
د ارواښاد د شعر سره د مينه والو همدا مينه وه چې دغه ټولګې له چاپ نه لږه موه وروسته نايابه شوې او له موږ نه يې په وار وار د بيا خپرېدو غوښتنه وشوه، خدای دې وکړي چې دا ټولګې د کلياتو په ډول بيا چاپ کړای شو،
ترڅو د مينه والو ادبي تنده پرې لاخړوب شي.
 د پردېس کلتوري او ادبي ټولنه د فرهنګ او ادب ډګر کې ښه وځلېده، د همدې ټولنې په ملاتړ او همکارۍ په کندز کې د لومړي ځل لپاره د کتاب د چاپ او مخکتنې فرهنګ رامنځ ته شو.
د هجرت ورځې او د توشېح نظمه درنه ځار، زما ګوتې ستا سينګار تر نامه لاندې د عرفات پردېس ټولګې، د لعل محمد ګلستاني دوه شعري ټولګې او د مولانا عبدالحی فاضل دوه شعري ټولګې چاپ شوې او د مخکتنې غونډې پرې ترسره شوې، همدغه راز د شمال دوديزې مشاعرې او مېلې تر سرليک لاندې يې په سيمه کې د يوې ملي مشاعرې بنسټ کېښود، چې هر کال په ښه شانداره مراسمو سره د حمل په مياشت کې د هېوادوالو په پراخه ګډون سره جوړېږي.
قدرمنو عزيزانو! که زه د دې ټولنې په اتو کلونو لاسته راوړنو او فعاليتونو وغږېږم نو خبره به ډېره اوږده شي.
عزتمنو دوستانو! دا زما د زړه هغه درد او احساس و چې د ليکنې تر دې بريده يې راورسولم. هيله ده خاطرې او حوصلې مو پرې درنې شوي نه وي.
والسلام:
پوهنيار عبدالمجيد پردېس
2 thoughts on “پردېس په کوم جرم شهید شو او چا شهيد کړ؟”
  1. خدای د لا نور صبرهم درکړی او جنګ د خدای ختم کړی، تر څو نوری بچیان او خوندی د چا و نه ژاړی ، جنګ غوښتونکی او منافقان دی الله تپاه او شرمینده کړی

  2. خدای ج مو پلار مبارک د هغو ادیبانو په ډله کی محشور که کوم چه انسان او وطن ته ئې په درنه سترګه کتلی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *