بدلون

د بدلون اوونیزې سرلیکنه –

ذهني روښانتیا او د شعور لوړې سطحې ته رسیدلي او د فکري آزادۍ په زمينه کې هستوګنې ټولنې هره پېښه و پدیده د عقل له غلبېله باسي، مضر و ضروري اړخونه یې په بصیرت سره تشخیصوي، وروسته منطقې نتیجه تر لاسه کوي او بالآخره معقول اقدام کوي.

مګر جرم و جهالت ځپلې وګړي بیا، د عقل غلبېل نه پېژني، دوی د هر نوي وضعیت په وړاندې په پټو سترګو او احساساتي سویه عکس العمل ښيي. توکل پر خدای، چې نتیجه یې هر څه را وخته، طبعاً چې اکثراً به منفي وي خو دلته بیا یو بل غلبېل کار کوي او دا نو هله چې اوبه تر ورخ تیرې وي؛ دا د وخت غلبېل، دې غلبېل ته اجتماع په ناآګاهانه توګه انتظار باسي چې د زمانو په اوږدو کې خوادث او حالات غلبېلیږي، سَرَه و کوټه یې سره بېلیږي او ډېر وروسته وګړي پوهیږي چې څومره تصادفي و جاهلانه فیصلې یې کړي وې اما که یو ملت د فکري لوړتیا لوړې کچې ته رسیږي او خپل تېر تصمیمونه د نقد په عینکو کې ګوري؛ پر احمقانه یې اعتراف، د بیا تکرار د مخنیوي لپاره یې تلاښ او پر عاقلانه یې د تدوام ټینګار کوي.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې د اعلیحضرت امان الله شاه غازي واکمنې (۱۹۱۹- ۱۹۲۹م) دغسې یوه زمانې مقطع ده چې له خورا حساسو حوادثو څخه جوړه ده، هسې پاراډوکسي حوادث چې هغه مهال یې په عامه ذهنیت کې یو ډول انعکاس درلود خو اوس یې کاملاً روخ بدل شوی دی؛ داسې چې په هغه وخت کې د یوې جمعې پسماندګۍ له امله یې د عامه شعور لپاره د اصلي ماهیت درک و پېژندنه ستونزمنه وه، هغه څه چې هغه مهال په یو مخیزه منفي سترګه ور ته کتل کېدل نن په بشپړه توګه په یوه مثبت ماهیت منل شوی، همدارنګه د دې برعکس.

مثلاً: په هغه زمانه کې اعلیحضرت امان الله شاه غازي د هغه د روشنفکرانه، بشرپالو او وطندوستانه سترو انساني ارمانو، موډرنو علمي پلانو، معاصرو ریفورمو او د تمدن پر مسیر د افغانستان ور برابرولو له امله په جمعې شعور کې، څه د انګریزي شیطانتو او څه هم زموږ د مرتجع روحاني ذهنیت په ټونګ، د ملحد، کافر، بې دین، منحرف ( نعوذ باالله) او داسې نورو تورونو سره تورن کړه شو، له وطنه و شړل شو، هیواد د جهالت او ارتجاع و تورې خېټې ته بیا ور ټېل وهل شو؛ د خلکو ذهن روحاني قشر تسخیر کړی وو، هر چا چې به په روحانیت، ملایت او سیادت تظاهر کاوه نو بس هر قشري اکټ یې کفایت کاوه چې عام وګړي یې په پټو سترګو د اعلیترین تقدس په صفت ومني او همدغه د انګرېز په لاس لوبېدونکي قشر د ټول تمدن، ریفورمو، اصلاحاتو، پرمختګو، پوهې، ښوونې و روزنې، فرهنګ او که یې په یوه جمله کې را لنډه کړو نو دا انسانیت پر ضد یې یو مطلق بېسواد او ماهر غل، حبیب الله کلکاني چې په بچهء سقاو مشهور دی، د خادم دین رسول الله په نوم د پنځه زره کلن تاریخ لرونکی افغانستان پر سرنوشت حاکم او تر ټولو توره دوره یې د تاریخ فصل و ګرځوله.

نن چې د افغانستان استقلال د منحصر بفرد اتل او غازي په مټ او تدبُر له انګرېز استعمار څخه د خپلواکۍ اخیستو ۹۶- کاله تېر دي نو د همدغه تقریباً یوې سلیزې په غلبېل ټولې خاورې و خځلې له غلو- دانو څخه بېلې شوي او دا هر څه په عیني و واقعي ډول د افغان ولس د ذهن په هنداره کې صفا- صفا له ورایه ښکاري.

ملت د حق و باطل د تفکیک توان موندلی دی.

افغانانو خپل غل و رهبر دقیق پېژندلی دی.

پرګڼې د وطنپرست او وطن دښمن په تشحیص کې د اشتباه له ښکار څخه ژغورل شوي دي.

خلک د روشنفکر او تاریک ذهنه په توپیر پوهېدلي دي.

وګړي د ګمراهۍ او صراط المستقیم په انتخاب کې خپل عقل ته رجوع کولای شي او…

همدا علت دی چې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶- یمه کلیزه په خود جوش ډول داسې ولمانځل شوه چې د نورو کالو په پرتله کمسارې وه او په دې ترڅ کې د اعلیحضرت امان الله شاه غازي نوم په حیرانوونکي ډول د ولس پر ژبو را شین وو.

دا تجلیل په دولتي کچه د پخوا په مقایسه پیکه اما برعکس په ولسي سطحه له خاص رنګ و رونق څخه برخمن وو.

البته دا اول وار نه وو چې زموږ د وطن د استقلال اتل زړو و ذهنو ته لار ایستله بلکې دا واقعیت ډېر پخوا لا رامنځته شوی چې د دغه محبوب وطنپرست پاچا تصویر لکه ډبرلیک زموږ د افغاني شعور پرتمین نقش دی خو د بې روحه روحاني قشر د استبداد او تسلط له ناوړه شامته پر دغه نه ورانېدونکی نقش همېشه د ظلم، جهالت او ارتجاعیت خاورې و ایرې پاشل شوي مګر د زمانې برحق او بې طرفه لاس هم تل خپل کار کوي او دغه نقش له یوې ورځې بلې، له یوه کاله بل او له یوې لسیزې بلي ته را برسېره کیږي، رڼیږي او ځلیږي او دا هم طبیعي ده چې د دغه نقش دښمنانو ته به د حقایقو او وقایعو روښانتیا وځلا خامخا ښه پوره زور ور کوي او دوی به هم د خپل تور وجدان په حکم ضرور لاس په کار کیږي، منفي او شرموونکی عکس العملونه به ښیي.

کله چې د افغانستان د سیاسي استقلال ۹۶- یمه کلیزه تر بل هر وخت د ولس په متن کې په بېساري شور و هیجان ولمانځل شوه او د اعلیحضرت امان الله شاه غازي ښایسته او الهام بخښونکي عکسونه د هر در و دېوال او هر موټر و دفتر سینګار شول نو د انګرېز د مرتجع پاتي شونو پر ککریو د کرکې او خصومت سکروټې و اورېدلې او د (جمعیت اصلاح افغانستان) په نوم د پاکستان د اوږد مهالو ستراتیژیو یوه تطبقوونکی مذهبي جریان د رهبري شورا غړي ملا عبدالصبور زموږ په دغه ملي اتل او رښتیني غازي پسې خوله خلاصه کړه، ټیک هماغه د نهو لسیزو مخکې زهر یې پسې وپاشل چې یو وار یې هغه مهال ټول افغان ملت په مسموم کړی وو او دوی غواړي چې د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې د افغانستان، اسلام، فرهنګ او تمدن پر ضد هغه په زهرو لیکل شوې انګرېزۍ نسخه یو ځل بیا تطبیق کړي خو دوی له دې ډېر غافل دي چې یو واقعي مؤمن له یوې سوړي دوه واره نه چیچل کیږي؛ دلته له یوې خوا هعو زهرو خپل وژونکی خاصیت بایللی او له بله اړخه دا په کلونو- کلونو پسماندګۍ ځپلی ولس نور راویښ او روښان شوی دی.

افغان ولس وختي لا خپل ټول دوستان و دښمنان پېژندلي دي، ډېر ښه پوهیږي چې د وطن د غلیمانو او د پاکستان د غلامانو په سلسله کې د جمعیت اصلاح سیاسي سازمان حیثیت و ماهیت څه دی؟

کله چې اعلیحضرت امان الله شاه غازي د مغرور او متکبر انګرېز څخه د افغانستان بشپړ استقلال واخیست نو دا خو ډېره طبیعي وه چې دغه ستر استعماري ځواک باید ډېرې زهرجنې عقدې اخیستې وای او هغه وخت یې دغه عقدې په دغه د وطن په اصیل زوی پسې د ملا، سید، مجددي، روحاني او بېسواد په را خوشي کولو سره سړې نه شوي بلکې د اسلام په نوم د یوه جعلې ملک (پاکستان) په جوړولو سره یې زموږ ټوله سیمه په سره تبۍ واړوله.

په پاکستان کې د ډېرو افراطي، متشددو او ترهګرو سیاسي جریاناتو په لړ کې یو هم جماعت اسلامي تنظیم دی چې د پاکستان د پوځ او (isi) د تخربي ستراتیژیو د عملي کولو لپاره ستون فقرات دی؛ د شوروي وهلو او امریکا یکه تازولو لپاره د افغان جهاد په مدیریت کې د دغه تنظیم رول تر بل هر چا ډېر بارز وو.

افغان روشنفکرانو او اهل خِبروو همېشه په صراحت سره ویلي او لیکلي دي چې جمعیت اصلاح په افغانستان کې د هماغه پاکستاني جماعت اسلامي سیاسي څانګه ده چې له بده مرغه د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت او رسمي جواز لري.

دوی د اسلام د اصلي جوهر د معرفۍ په شعار سره هڅه کوي چې په افغانستان کې ۱۴- سوه کلن اسلام او اسلامي فرهنګ تر سوال لاندې راولې او ثابته کړي چې د واقعي اسلام ناجي یوازې جمعیت اصلاح ده.

د دوی په افغانستان کې د ډېرو نورو زهرجنو وظایفو تر څنګ یو عمده ماموریت دا هم دی چې د سني او شیعه تر منځ جهنم جوړ کړي؛ د څو وروسیو کالو په عاشورا ورځو کې، خاصتاً کابل پوهنتون کې د یوه سلسله شخړو تر شا د دوی لاس څرګند دی.

د اجنډا بله برخه یې د هغو افغاني ارزښتو نور او نور ځپل او له منځه وړل دي چې د دوی د اسلافو له یرغل څخه په امن کې پاته شوي او یا د بیا احیاء په حال کې دي چې یوه ښکاره او حساسیت پاروونکي بېلګه یې همدا د اصلاحي (!) ملا صبور له خوا په تکرار سره د افغانستان د تر ټولو لوی ارزښت (اعلیحضرت امان الله شاه غازي) توهین دی.

جمعیت اصلاح او دوی غوندې نور د پردیو مامورین له دې غافل دي چې دوی له هغه جنتر- منتر څخه کار اخلي چې یوه پېړۍ وړاندې د دوی انګرېز بادار پر افغاني ټولنه ښه چلولی وو خو نور نو دا نامشروع جادو ښه پوره بې تاثیره شوی او که یې ملا صبور او د ده نور مریدان بیا هم په چُف کولو کې د ثواب او تاثیر اسره ګوري نو له مطلق جهالت ها خوا بله هیڅ مانا نه شي لرلای.

بدلون اوونيزه/ دوهم کال/اتمه/ پرلپسي ۶۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ جدي/۱۶/ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *