احمد ولي سرحدي- د زابل ابتدایه محکمی په یوه علني غونډه کې پریوې پنځه کلنی نجلۍ جنسی تیری کوونکی کس په شل کاله بند محکوم کړ. د زابل استیناف محکمی رییس وایی چی یاده قضیه تیره میاشت د دې ولایت په شاه جوی ولسوالي کی شوې وه اوتر طبی څیړنو وروسته ابتدایه محکمې یاد کس ته د قانون له مخی سزا ورکړه.

د زابل د استیناف محکمی ریس قضاوتمن  دل اغا همت رسنیوته وویل چی د دې ولایت ابتدایه محکمې ۲۵ کلن ځوان  محمد الله چی پریوه پنځه کلنې نجلۍ خالیده  باندی یې جنسی تیری کړی وی ، په شل کاله بند محکوم کړ.

نوموړی وایی چی د فساد سره یی مبارزه له لومړیتوبونو څخه ده او نوموړی د جرم کول دعامه پوهاوی پروګرامونو دنشتوالی او نالوستی څخه بولی.

دعلنی غوڼدی پرمهال تورن کس چی نوم یی محمدالله وی، پرده باندی تورنه ردوی اودقاضیانو څخه غوښتنه کوی چی باید ځیړنی بیرته له سره وشی.

بل لور ته بیا د نجلی پلار دمحکمی ددغه پریکړی څخه خوښ بریښی او د دولت څخه غوشتنه کوی چی باید د ده دلور تداوی وکړی.
په زابل کی پداسی حال کی دمحکمی لخوا څخه یوشمیر زندانیان دبند پر سزا باندی محکوم کوی چی پدی وروستیو کی یوشمیو خلګو ته دنړیوالو او دولتی کسانو لخخوا څخه دجرم نه کولو په موخه دعامه پوهاوی پرږګرامونه ترسترګو کیږی او دالمړی ځل دی چی دزابل استیناف محکمه دیوی علنی غونډی په ترځ کی خلګ په بند محکوموی.

4 thoughts on “پرماشومې جنسي تېري کوونکی په ۲۰ کاله بند محکوم شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *