محمد عارف رسولي
پخوا په کابل ښار کې ځينې نوموتي علمي شخصیتونه، لیکوالان، استادان او ښوونکي وو، د ځوان کهول لپاره نمونه وو، یو عجیب کلتور یې رامنځته کړی وو، چا به په ریاضي، چا په فزیک یا بل مضمون او چا په ښه تدریس او نورو په غوره لیکنو کې شهرت ګټلی و. موږ ځوانانو ته د دوی په پله پل اېښودل ستر ویاړ ښکارېده.
په یاد مې دي محترم ډاکټر سورګل وردګ چې په سول انجنیرۍ کې يې دوکتورا درلوده، تازه واده یا عروسي یې کړې وه، د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ یو وړتیا لرونکی او منل شوی استاد و، خو موږ ورباندې خبرېدو چې د مازدیګر تر رسمي وخت وروسته او د جمعې په ورځ او رخصتیو کې یې له خپلې کورنۍ سره په خپل دری بسوه ایز کور کې په خوشال مېنه کې د لکه یو مردکار کار کاوه، په لږو یې قناعت کاوه او با عزته ژوند یې درلود. موږ د انجنیرۍ محصلانو ته هغه یوه ښه الګو او مثال وو.
عوام او په تېره ځوان نسل که رښتیني، د ښو اخلاقو لرونکي او پوه مشران ګوري، ورباندې مثبته اغیزه کوي، خو که یې درغلګر، عیاش او ځان غوښتونکې، بدماشان، د ځمکو غاصبان او زورواکي ګوري ورباندې اغیزه کوي، او په ټولنه کې د شان شوکت لپاره همغه لاره غوره کوي. له بلې خوا دا کسان او کړه وړه یې په ټولنه کې یو ناوړه کلتور رامنځته کوي، خلک په کمو امکاناتو بسنه نه کوي او اړ کېږي چې د داخلي او خارجي کړیو مزوري وکړي او د خپل ملک په وړاندې خیانت وکړي.
پخواشینۍ سره تر ناورینونو او جنګونو وروسته، چې نوموتي علمي او ملي شخصیتونه مو شهیدا، مهاجر او یا د کهولت سن ته ورسېدل، اقتصاد مو مافیایي شو، د حرامو اود بیت المال خوړل عام شول، د علمیت، خدمت او په لږو خو حلالو قناعت او باوقاره ژوندکولو کلتور، هغه علمي چاپېریال، تقوا، علمي فضا، افغاني غرور او نور ښه ارزښتونه مو له لاسه ورکړل. زموږ کلتور داسې حالت ته راورسېده چې، زوروهل زیاتو خلکو ته یو ډول عیاري، قانون منل ورته کمزوري او د ځان کمښت ښکاري. نو ځکه اوس ګورو چې چا کوم باډيګاردان، موټر، نوم او نښان پیداکړل بیا نو ځان له قانونه پورته بولي او نور خلک ورته انسانان نه ښکاري. دوی باید خبر شي چې هر څومره ټولنه متمدنه کېږي زوروهونکي خلکو ته سپک او جاهلان ښکاري او په وړاندې یې درېږي.
زه ګورم چې د نړۍ زیات علمي شخصیتونه، ستر ستر لیکوالان، مشهور سیاستوال او ستر ستر نړیوال کارپوهان په کنفرانسونو، ملمستیاوو، د کار په عادي ورځو کې په هوټلو، په کفتریاګانو او شخص کورونو کې هره ورځ په لین کې له خپلو مامورینو، ډریورانو او نورو سره د ډوډۍ اخیستلو په لین کې ولاړ وي، نه یوازې نه ورباندې شرمېږي بلکه ستر ویاړ یې ځانته بولي او غواړي نورو ته وښيي چې موږ هرڅومره چې په معنوي لحاظ سترېږو نو په اخلاقو او تواضع کې باید ځانته عزت وګورو.
همدارنګه، موږپه خپل اسلامي تاریخ کې زیات ورته مثالونه لرو، حضرت عمر فاروق له خپل ساتونکي او خدمتګار سره په سفر کې په نوبت په اس سپرېده، د الله رسول له سپين سرې ښځې سره په لاره بار په اوږه اخیسته، په هغه یوې مشرکې همسایه ښځې هره ورځ د خځلو لوښی له بامه ورچپه کاوه خو هغه له زغمه کار اخیسته او چې څو ورځې یې دا کار ونه کړ، خبر شو چې ناروغه ده نو پوښتنې ته ورغی او هغې هم ایمان راوړ، ځکه وایي انسان د احسان تابع دی.
خدای وکړي چې زموږ عالم او پوه خلک په غوره ملي او دیني ارزښتونو ټینګ ودرېږي، له ځانه الګو او نمونې جوړې کړي، موږ داسې فرهنګ ته وده ورکړو چې قانون منل د خپل ځان کمزوري نه بلکه د ځان لپاره یې د ښه سړیتوب او ویاړ نښه وګڼو. دا ځکه چې سرلړي او پرمختللي ملتونه نمونه شخصیتونو او غوره ارزښتونو ته اړتیا لري.
د یو سرلوړي، باعزته او پرمختللي افغانستان په هیله
محمد عارف رسولي
کابل، افغانستان
ډير ښه.، ډير ښه
ښه مقاله ده. موږ هم د افغانستان او هم د اسلام په تاریخ کې ښه ارزښتونه او لوړ شخصیتونه لرو.
زما په اند لازمه ده چې یو رهبر بیدا شي او عامه اذهان جذب او دغه ارزښتونو ته یې متوجه کړي.
کله چې د اسلامیت او افغانیت تعهد یو چا کې را پیدا شي. هغوی اتومات د ځان لپاره ازښتونه ټاکي او نمونوي شخصیتونه په ګوته کوي او تقلید یې کوي.