تاريخ د نوابغو کړنې او فکرونه څېړلي دي. په دې څېړنو کې ثابته شوې چې د ښځينه او نارينه نوابغو د پوهې سطحه په منځنۍ کچه او يا تر منځنۍ کچې يو څه لوړه وه. دوی یوه هم تر انشټین پورې ځان نه دی رسولی. دوی ټول د درې ډوله افکارو درلودونکي دي، چې له نیکه مرغه دغه ډول افکار په اوس زمانه کې د پرمختګ په حال کې دي. که تاسو هم دغه ډول فکر ولری او تمرين وکړی پر یو فوق العاده کس بدلېدای شی.
۱- تمرکز
نابغه کسان، خپل ټول ذهن پر یوې موضوع ور ټولوي او له هغه څه چې دوی ته اندېښنې پيدا کوي لرې ګرځي. په نړۍ کې چې تر اوسه هم کوم کشفیات شوي دا ټول د ذهني تمرکز زېږنده دي. د متمرکز ذهن قدرت ته (CMP) وایي. کله، چې ذهن متمرکز کړی، په اسانۍ سره کولی شی د ځان لپاه مهالوېش جوړ کړی او ټاکلو موخو ته ځان ورسوی.
۲- د علت او معلول د اړیکې پلټنه
نوابغ د ستونزو د له منځه وړلو لپاره پراخ او انعطاف منونکی فکر کوي او کولی شي په ډېرې اسانۍ سره یې پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه یوسي.
۳- له اصولي کړنلارو څخه ګټه اخیستل
نوابغ د ستونزو د هوارولو لپاره تل له اصولي او منظمو کړنلارو څخه ګټه اخلي.