تاند- په پام کې ده چې د نړۍ پرمختیايي او وروسته پاتې هیوادونو ته وړیا انترنټ مهیا کړای شي.
انترنټ ډات اورګ له دې وړاندیز سره لومړنۍ موافقه ښودلې ده.
انترنټ ډات اورګ د لویو کمپنیو ګډه پروژه ده چې فکس بوک او ګوګل هم پکې شامل دي.
دوی غواړي چې بېوزلو پرمختیايي هیوادونو ته، چې خلک یې انرتنټ نه شي لرلی او یا په محدوده پیمانه انترنټ ترلاسه کولی شي، وړیا او یا هم ډېر ارزانه انترنټ ورکړي.
موافقه شوې چې په لومړي ګام کې افریقايي هیواد زامبیا ته انترنټ ورکړای شي. د زامبیا د موبایل ټېلفون اییرټیل شرکت به خپلو ګډونوالو ته وړیا انترنټ ورکوي.
پنځه کاله پخوا هم د انترنټ لویو کمپنیو په درسته نړۍ کې د انترنټ د وړیا کولو په اړه خبرې کړې وې خو موافقې ته ونه رسېدل. هغوی چې د انترنټ د وړیا کولو پلویتوب کاوه، ویل چې که انترنټ وړیا شي او هر کور ته د برېښنا په شان ورسېږي د انترنټ د اعلانونو کاروبار به زیات شي.