تاند- افغانستان د ۲۰۱۶ کال د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د غوراوي په سیالیو کې نن له هانګ کانګ سره مخامخ شو خو په وروستي توپ یې وبایلله.

دا مسابقه په داسي حال کې افغانستان وبایلله چې په شاوخوا ۳۵ مسابقو کې چې تراوسه افغان لوبغاړو له هانګ کانګ سره کړي، شاوخوا ۳۰ یې ګتلي دي.

له همدې کبله تمه نه وه چې نننۍ مسابقه به، چې د افغانستان لپاره خورا مهمه وه، افغان لوبغاړي بایلي.

پچه د افغانستان د ملي ټیم کیپتان اصغر ستانکزي وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی افغان لوبغاړي بیټنګ وکړي.

افغان لوبغاړو په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۶۱ منډې جوړې کړې. هانګ کانګ دا هدف په وروستي توپ، په داسي حال کې چې ۲ منډو ته یې اړتیا وه، پوره کړ. او افغانستان ته یې په ۵ ویکټونو ماتې ورکړه.

افغانستان لا هم یو چانس لري. که یې د پنجشنبې په ورځ په ډبلین کې پاپو نیو ګینې ته ماتې ورکړه په خپل بي ګروپ کې د ۲۰۱۶ کال په جام کې ګډون ته لاره موندلی شي.

افغانستان تر دې یوه لوبه بایللې، ۳ ګټلي، او ۲ یې د اورښت له کبله مساوي اعلان شوي دي.

5 thoughts on “پرهانګ کانګ له بایللو سره سره افغان ټیم یو چانس لا لري”
  1. وبخی افغان تیم یوه نه بلکه دوه لوبی بایللی . او هانگ کانگ هم خه په نره تری وگتله . زما ویره ده چی پاپوا گینی ته یی باینلو.

  2. په یاده لوبه کښی افغانانو ډیره خرابه لوبه وکړه چی حیڅ دمنلو وړ نه وه او نه ده په زیابه بیا اصغر ډیر خراب وو او ډیر وخت یی ضایع کړی کاش داسی یی نوای کړی، دافغان کرکیټ ټیم ته دټولو افغانانو سترګی دی باید لږ دمسولیت احساس وکړی او نور دا زوریدلی ملت ونه زوروی لکه تیره ورځ

  3. دافغانستان دکرکت تیم لپاره مو دیر امیدونه دی انشا الله دا د فی ان جی په خلاف لوبه به ګتو او تورنامنت کی به پاتی کیګو .
    د افغانستان د کرکت تیم د بریا په هیله

  4. دشل اووریزو لوبو لپاره د وړ ګرځیدلو په پړاو کی د افغانستان د ملی ټیم خو لومړۍ هغه وخت بخت نسکور شو چی د دوو کمزوریو ټیمونو سره یی د لوبي چاڼس د باران په توسن له لاسه ورکړ اوبیا چی کله د هانګ کانګ سره د نن روځي په لوبه کی مخ شو ، د لوبی له پیل څخه یی کمزوری ستراتیژی غوره کړی وه، ددی پخای چی د مقابل ټیم د ځواک او یاهم کمزورتیا جاج واخلی له یوه مخه یی دفاعی لوبه شروع کړه.چی پایله یی هماغه کوچنۍ موخه (تارګیټ ) شو،بیا یی د لوبی په دوهمه نیمایی کی د توپ اچونی ستراتیژی هم کمزوری وه او دغه ټوله پړه د کپتان پغاړه ده چی ولی یی د لوبی په آخرینی اوور کی سپين بالر یا توپ اچوونکۍ راوستۍ،حال داچی دغه مهال د تیز توپ غورځوونکي وخت وو.او بیا لدی وروسته پړه پخپله په محمدنبی باندی هم ورځي چی ولی دیارلس نمری وړیا ورکړی،هغه توپ وهونکي ته دمحمدنبی د توپ غورځولو پته لا دمخه ښکاره وه او دقدمونو استعمال یی هم وکړو چی شپږیزه یی ورباندی ووهله، مګر محمدنبی دهمدی اوور تر پايه خپل توپ اچول بدل نکړل او د هانګ کانګ توپ وهونکی همداسی نومری ورباندی چوړی کړی.او په پای کی مو همدا چانس له لاسه ووت.لدغی لوبی څخه باید زموږملی ټیم درس واخلی او هغه راتلونکي لوبه باندی تمرکز وکړی، دمقابل ټیم لوبغاړی وارزوی او دحریف ټیم دلوبی بشپړ جاج واخلی او بیا د ګټلو لپاره خپله کړنلاره (ستراتیژی او تکتیک)غوره کړی ،دا وروستنۍ چاڼس دۍ، او پکی د خطر منلو هیڅ ځای نشته افغانسان ملی ټیم دا ځلی باید زړوره او تعرضی لوبه وکړی او حریف ته لوړ تارګیټ (موخه ) وټاکی ځکه دغه لوړه موخه هغوی له اروایی اړخه تر فشار لاندی راولی ،د پی ان ټیم دومره ځواکمن ندۍ د افغانستان په وړاندی ټینګ شی او کچیری یی په پچه کی ټوپ غورځول په برخه شول بیا باید مقابل ټیم ته د نومرو جوړولو چانس ورنکړی لکه محمدنبی چی په دغه آخری اوور کی ورکړ.مګر زموږ ټیم باید دالوبه له لاسه ورنکړی .

  5. بیا هم د سلام په وړاند ی کولو سره وایم چه اصلا زمونږ لوبډله اکاډمیک روزنه کی مشکل لری په هغه اصولو او مقرراتو باندی چه یو ټیم پر مخ ولاړ شی دوی تاکید نه کوی د یو عادی بریا نه روسته په مسسل ډول سهوی کول دا معنی لری چه د دوی په روزنه کی اکادمیک اوصول او مقررات نه دی مهم ګڼل شوی مثلا په تیر بیلونکی میچ کی ددوی د دوی غلطیانی سره لدی چه زه مسلکی هم نه یم ولی دا می و ګڼله
    اوله غلطی د شهزاد هر بال باندی د اوږد شاټ هڅه
    دوهمه غلطی د شاپور لخو ا خراب فیلډینګ
    دریمه غلط دوه مهم او عادی کیچونو میس کول
    څولورمه غلط د نبی دبل فول ټاس بالونه
    دا هغه غلیطیانی دی چه قابل د بښولو نه دی او دی باندی باید دوی ته سزا ورکړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *