انار پلورونکي ماشوم زوی ځان سره کښینولی و. سړي نارې وهلې:
انار واخلئ، هر مرض ته شفا دي!
ماشوم پلار ته وویل:
پلاره!
زه او مور مې دواړه مریضان یوو، موږ ته ولې انار نه راوړې؟
پلار غلی شو. ټنډه کې یې ګونځې جوړې شوې، ژر یې پر سترګو لاس کش کړ، شونډې یې وخوځیدې؛ شاید ویل یې:
وږو ګیډو ته شفا نه دي.
محمد نعمان دوست، جلال ابا
۱۳۹۶ د ثور ۲۵مه