تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: د پروان امنیه قومنداني وايي، تېره ورځ یې په دغه ولایت کې د طالبانو څلور مهم قومندانان نیولي دي.
د پروان امنیه قومندان محفوظ ولي زاده تاند ته وايي، دا قومندانان د جبل السراج ولسوالۍ په پلمټک سیمه کې نیول شوي چې غوښتل یې د غوربند درې ته واوړي.
نوموړی وايي، نیول شوي طالب قومندانان په اصل کې د بغلان او ننګرهار اوسېدونکي دي.
نوموړی زیاتوي چې له نیول شویو قومندانانو یې دوه قومندانان د پروان د سیاګرد ولسوالۍ او دوه نور یې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نظامي قومندانان دي.
په دې وروستیو کې د طالب قومندانانو او لوړ پوړو مسوولانو د وژنې خبرونه ډېر دي خو دا نادره پېښه ده چې د طالبانو څلور قومندانان په یو ځای نیول کېږي.