تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: د پروان چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان ملا شیراقا له خپل یو ساتونکي سره نیولی دی.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار تاند ته په استولې خبرپاڼه کې وايي، د طالبانو د سرې قطعې دا قومندان تازه له پاکستانه راستون شوی او د سیاګرد په غوربند کې له خپل یو ساتونکي سره د شینوارو په ساحه کې د پولیسو د تالاشۍ په مهال نیول شوی دی.
د شهکار په خبره، د سرې قطعې دغه قومندان چې د ملا منصور ورور او ځای ناستی و، د ولایتي ادارې لخوا ملي امنیت ته سپارل شوی دی.
نوموړې زیاتوي ملا منصور څه موده وړاندې په پروان کې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی و.
طالبانو په دې تړاو څه لا نه دي ویلي.