تاند، شنبه، د قوس ۲۳مه: راپورونه وايي، د عبدالله عبدالله پر موټریز کاروان  وسله وال برید شوی دی.

سرچینې وايي، په برید کې چاته زیانه نه دی رسېدلی او کاروان له سیمې څخه په سلامتۍ وتلی دی.

خو د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون بیا دا خبر رد کړی او وايي، دا یې د رقیبانو تاکتیک دی چې اوازه یې اچولې ده.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې رقیبان یې بې وسه شوي دي او اوس خپلو پلویانو ته د روحیې ورکولو لپاره داسې شایعات خپروي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله نن پروان ته تللی و او هلته یې خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي دي، چې په اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې ته د اجازې ورکولو مقصد یې دا نه و چې له خپل نیولي دریځ څخه پر شا شوی دی.

هغه وايي، د ټاکنو کمېسیون دې لومړی ۳۰۰ زره رایې بې چون و چرا باطلې اعلان کړي چې په وینا یې د اشرف غني د ډلې لخوا تقلبي کارول شوې دي.

عبدالله عبدالله یو ځل په ۲۰۱۴ کال کې هم د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د کابل په کوټه سنګي کې له یو بمي برید څخه روغ وتلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *