چاریکار ښار

تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د پروان چارواکي وايي، د دغه ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې د یو مارغه پر ښکار شخړه کې یو کس وژل شوی او ۴ نور ژوبل دي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار تاند ته تاییدوي چې پېښه د پروان چاریکار په شپږ کېلو مترۍ کې پرته سیدخېلو ولسوالۍ کې تېر مازیګر شوې ده.

 نوموړې وویل، د پېښې عامل نیول شوی دی او اوس مهال ترې په امنیه قومندانۍ کې پلټنې روانې دي.

تر دې وړاندې د حمل د میاشتې په نهمه هم د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د یوې مرغاوۍ د ښکار پر سر شخړه کې څلور تنه وژل شوي وو.

هغه نښته د ترور د زامنو تر منځ شوې وه چې دوه تنه په کې ژوبل شوي هم وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *