تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د پروان امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په بالاتوخیل کلي کې د یوې هیلۍ د ښکار پر سر شخړه شوې او څلور کسان پکې وژل شوي دي.
د پروان امنیه قومندانۍ کې له جنايي پېښو سره د مبارزې مشر محمد فاروق رسنیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړې، او ویلي یې دي چې پېښه نن شنبه سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
پېښه د پروان ولایت بالاتوخیل سیمه کې چېرته چې د الوتکو ښکار ترسره کېږي رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې شخړه د ترور زامنو ترمنځ د یوې هیلۍ د ښکار له امله رامنځته شوې ده.
پولیسو د پېښې په تړاو دوه کسه نیولي دي.
څه موده مخکې کاپیسا ولایت کې هم دې پېښې ته یو څه ورته د فوټبال لوبې په سر د دوو وروڼو ترمنځ شخړه شوې وه، چې یو پکې وژل شوی وو.
اصلاً بله خبره
دا د اموی او عباسی خلافت درباری مُلایان وه چی د حیوانانو ښکار ته ئې د ( مباح ) صیغه ورکړه که نه عقلاً او عاطفاً بېله سخت بشری معذرت ( مثلاً سختی لوږی) څخه د نازکو خصوصاً الوتونکو مرغانو ښکار سخت مکروه او حتی ځینی منصف علماء ئې حرام ګڼی خصوصاً هغه ښکار چی د هوا او هوس د غریزې د اشباع په موخه تر سره سی البته د کِسب او مسلک په اساس د حیوانانو ذبح کول او بازار ته وړاندی کول بله مسئله ده چی د ښکار سره هیڅ تړاؤ نلری
خدای تعالی ځینی حیوانان د انسان د ژوند د تضمین او بقاء لپاره پیدا کړی دی چی د غوښو خورل ئې جائز او حتی اړین کار دی
زموږ د هغو پاچهانو او وولسی! مشرانو روح دی اصلاً نه وی خوښه کوم چی ملت ئې په لوږه او جهالت او تیاره کی ساتلی ؤ او دوی حرامیانو د ښکار شوق کاوه
اوس نو راسه ګز پر کښېږده
د هوَسانه ښکار په لیاره کی ئې د یوې مظلومی هېلۍ د ځورولو په بدل کی ځانته ابدی بدمرغی رانیوله