افغان ځواکونو کابل ته نږدې په پروان ولایت کې د وسله والو غلو د یوې خطرناکې ډلې مشر وزیر قلندر له خپلو څلورو وسله ولو سره یو ځای وژلی دی.

 د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه تېره شپه ناوخته له مرکز کابل څخه یو ځانګړې قطعه د غلو د خطرناکې ډلې مشر وزیر قلندر پسې ورغلې او جبل السراج ولسوالۍ کې یې ګېر کړی دی چې په ترڅ کې یې نوموړی له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوی دی.

 اغلې شهکار وايي، وزیر قلندل په جبل السراج کې پېژندل شوی وسله وال غل و چې په وسله والو غلا، وژنو او نورو لویو جنایتونو کې یې لاس درلود.

 دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت نوې رهبرۍ خبرداری ورکړی چې د هیڅ جنایت کار او مجرم پر وړاندې به له رحم څخه کار وانخلي.

One thought on “پروان کې د وسله والو غلو قلندر له ۴ ساتونکو سره وژل شوی”
  1. د داخله چارو وزارت باید د سیاف د وراره ، چی زیاتره په کابل ښار غلاوی د همده ډلو ټپلو له لوری کیږی ونیسی
    همدارنګه څه موده مخکی د ریس جمهور د مشاور زوی د کاردان پوهنتون کی یو امنیتی کس وواژه باید د یاد شخص په اړه هم باید ګام پورته کړی
    په خپله فهیم یعنی مارشال صاحب هم د غلا او وژنو ډلی ټپلی درلودی او همدارنګه زیاتره پارلمان چارواکی د جنګی ډلی ټپلی لری چی زیاتره وخت کله ترافیک او کله پولیس ډبوی نوددی ډول کسانو په وړاندی هم باید ګام پورته کړی
    د داخله چارو وزارت باید دتیرو ۱۸ کالو مجرمینو چی نیول شوی او یا محاکمه شوی یا پاتی یا بیرته خوشی شوی ولس ته راپور وړاندی کړی چی ولی تر اوسه کابل کی غلا او جنګی ډلی تراوسه فعالی دی
    د تره خیل او هغه وکیل چی بنی حصار په شهرک یعنی شهرک میرویس باندی جګړه شوی وو باید د دواړو ډلو جنګی او غلا ډلی هم ونیسی

    باید د داخلی چارو وزارت د شهید د ورځی د زورواکو کسانو په وړاندی هم ګام پورته کړی
    او همدارنګه د علی پور او قیصاری اود محقق په باډی ګاردانو باندی چی د ناوی په موټر یی ډزی کړی وی ونیسی

    ځکه همدی ته وایی اجتماعی عدالت بی لدی دا ډول کړنی یو شعاری او تبلیغاتی ګام دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *