پرون: هغه کس واک ته رسیدی سو چي ډیر وسله وال، وسلې او ټانګونه یې لرل
نن: به هغه څوک بریالی وي چي ډیر ولسونه یې تر شا ولاړوي
پرون: چي چا مړي کړي وه ورباندي ویاړیدل
نن: ورباندي شرمنده دی او بخښنه غواړي
پرون: جګړې وسوې، ښارونه خراب سوه، خلک ووژل سوه، ویني و بهیدې او یو کس له واکه لري او بل ور پورته سو.
نن: به د چا پزه هم نه ویني کیږي یو واکمن به په خپله خوښه لري او بل به د خلکو په خوښه ور پورته سي.
پرون: هغه چي واک ته رسیدل یې غوښتل په کمین کي سره پراته وو، چا غرونه او چا ښارونه نیولي وي.
نن: په یوه وړه سټوډیو کي سره را غونډي دي ټول د یو بل خبري په پوره غور اوري.
پرون: هڅه داوه چي تر مقابل لوري قوي وسله او وسله وال پیدا کړي.
نن: کوښښ کیږي تر سیال قوي استدلال او پلان وړاندي کړي.
پرون: دښمنان وه
نن: سیالان دي
پرون: هر یوه هڅه کول خپل مقابل لوري ته د دښمن خطاب وکړي او ختم یې کړي
نن: هر یو هڅه کوي سیال ته ورور ووايي او را خپل یې کړي.
پرون: ولسونو سوالونه کول، زارۍ یې کولې
نن: واک غوښتونکي سوال او زارۍ کوي
پرون: ټول لګیاوو چي نفس رازي کړي
نن: ټول هڅه کوي چي او ما اوتا ته قناعت راکړي
پرون: ګل او بورا سره اور او اوبه وه
نن: اور او اوبه سره کروت او غوړي دي
او دومه توپیر دی چي
پرون: ټوپک سالاري وه
نن: دیموکراسي ( ولسواکي ) ده
نن ستا واک دی، ستا یوې رايي ته ټول ۱۱ کاندان په سوال ولاړ دي پرون را په زړه کړه او پر نن شکر و باسه
د الله پاک حمد او ثنا ووایه هوډ وکړه چي د ټاکنو په ورځ به ځې او خپل د خوښي نوماند ته به رایه ورکوې

پاڅون

One thought on “پرون او نن / احمدشاه پاڅون”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *