تېر، اوس اوپه اصطلاح راتلونکي، د ځمکې د کرې له ګردشه راپیداشوي راته ښکاري، دا یو ثابت ساینسي حقیقت دی، چې آن د ځمکې او سپوږمۍ وخت هم سره توپیر لري، تر دې جالبه لادا چې هغه د انشټاین خبره که له لمریز نظام ور
ها خوا شي، وخت به مانا نه لري. په ځمکنۍ کره د شپې ورځې راتلل، د وخت د تېرېدو په مانا ګڼل کېږي او پر دې سربېر د همدې ګردشه د راپیدا شويو تغیراتو ته په کتو دا دعوه کېږي چې یو وخت «پرون » هم و. دغه پرون موږ ته
د «نن» پلار ښکاري او او ټکل کېږي چې نن به یو وخت «پرون» وي او موږ به نور څوک یو. ایا هغه څه چې نشته، د شته منل يې د عقل کار دی؟ زه وایم سبا نشته، هرڅه اوس دي. هغه څه چې سبا ګڼل کېږي، ماته نن ښکاري اصلاً د ګرامر له نظره د زمانې په دریو ډولو وېشنه سمه نه ده، زمانه پرون او نن ده. سبا هیڅ مانا نه لري، ځکه يې نه لري چې نشته، څنګه هغه څه چې نشته پر شته يې منې، «شته» یعنې شته، نو سبا کله «شته»؟ که په الفاظو کې ونه نښلو، نو هر
«سبا» د «نن» په مانا دی، هرڅه اوس دي. که د سبا او نن یا هم د راتلونکې او اوس تر منځ کومه د وخت تشه، یا فاصله وای، بیا به یو ممکنه دلیل ګڼل شوی وای، مګر اوس خو سبا ته موږ ځکه سبا وایو چې د نن او سبا ترمنځ «شپه» یوه فاصله راته ښکاري، په داسې حال کې چې شپه هم دوخت په غېږه کې ده.

که فرضاً ناڅاپي زموږ په نیمه کره لمر څلورویشت ساعته پاتې شو، دغه څلورویشت ساعته به ټول «نن» ګڼل کېږي. ځکه خو د «شپه» د نن او په اصطلاح سبا ترمنځ فاصله ګڼل، یا هم د «شپې» راتګ د دوو وختونو د ویش پلمه ګڼل، دحاکم ذهنیت د ډېر تحکم لپاره یوه پلمه ده.

که له عقیدوي اړخه يې راپیل کړو، نو قیامت به سبا نه وي، بلکې قیامت په قیامت دی او قیامت « به وي » نه؛ بلکې قیامت شته. هغه څه ته چې نور يې راتلونکې بولي د تیاري لپاره ورته طرحې جوړوي هغه اصلاً په اوس کې لګیا
دي او غواړي د اوس لپاره کار وکړي. دا موږ یو چې «به» موپه خپله ژبه کې هغه ګرامري ربط ټاکلی چې په اورېدو يې داسې تصور کېږي چې ویناوال د یو داسې وخت په اړه غږېږي چې هغه اوس نشته، نو چې په تېر کې هم نه و، اوس هم نشته دا به خامخا « راتلونکې » وي. په داسې حال کې چې راتلونکې نشته. حاکم ذهنیت « نن» پرون «سبا» ګاڼه، خو په داسې حال کې چې نن دی. که حاکم ذهنیت د دومره لوی بدلون پلوي وي، چې آن په زماني محدوده کې پر دې ډول
تغیر مني، نو ولې پرون سبا نه نومول کېږي، یا ولې کوم «پرون» نه «نن» کېږي؟؟

زه د پورته پراګراف د لیکلو په وخت کې څو دقیقې وړاندې وم، اوس پر دې کرښو لیکلو بوخت یم، د دې کرښو نه وړاندې حاکم ذهنیت داسې تصور کاوه، چې دی «به» وروسته یا په یوه لنډ «سبا ـ راتلونکې » کې د پاڼې دې برخې ته
رسېږي، خو داسې نه ده بلکې زه اوس د دې پاڼې پر دې برخه کې بوخت یم او دغه کرښې اوس لیکم. د دې کرښو او پورته پراګراف ترمنځ دوخت فاصله د دې کرښو د وخت د زېږون لپاره وي. او دغه زېږون وړاندې هم وو، اوس هم شته.

زما بله کرښه یا په بله پاڼه کې لیکل، وروسته نه راځي، او نه هم زما «بله ـ بله» استعمال دا مانا لري چې کرښې به نو یو وخت لیکل کېږي، بلکې کرښې په یوه «اوس» کې ليکل کېږي.کله چې یې لیکم پکې به یم. په « سبا، راتلونکې، وروسته» کې زموږ نه موجودیت دا مانالري، چې هغه زما لپاره نشته، زه وړاندې یم او اوس یم. دغه اوس شېبه وړاندې تاسې راتلونکې ګاڼه، په داسې حال کې چې اوس دی.

پرون، اوس او ـ په اصطلاح راتلونکې ـ درې زماني اړخونه نه دي، بلکې دوه يې زماني تعریفونه او یو يې د محدودانساني حاکم ذهنیت زېږنده ده.

موږ ټول په اوس کې روان یوو، زه اوس دغه کرښې په داسې وخت کې لیکم، چې زموږ په نیمه کره شپه ده، زه پر همدې اوس کې روان یم، او داسې اوس ته به ورسېږم چې دغه کرښې به په رڼاورځ په ویبپاڼو کې خپرېږي. زه اوس تصور کوم، چې زما اوس ورور په تېر بدلېږي، زما نن ورور پرون ګڼل کېږي زه له خپل اوس سره روان یم. زه په اوس کې یم، زه په اوس کې اوسم، زه اوس مرم. زه اوس راوژندی کېږم زه اوس دخدای په حضور کې درېږم، زه اوس د الله له درباره د بښنې تمه لرم. زه اوس خپل جنت غواړم. موږ له خپل اوس سره روان یو، زموږ د وخت تر ټولو باوري ښوودنکې ساعتي ستنې له ماسره جوړه روانې دي، زه د ثانیه ګرله هرټک سره جوخت روان یم. ثانیه ګر اوس ټک کوي، زه اوس یم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *