محمد عارف رسولي

محمد عارف رسولي

خپل حق غوښتل، اواز پورته کول د هرچا حق دی خو باید په یوه اخلاقي چوکاټ کې وشي. که چا ته پخپل ملک کې د هر مدنی اعتراض زمینه وي، خو بیا هم د پردو په مخ کې خپل ولسمشر او ټول ملت ته سپکاوی کوي نامردي او ستره جفا ده.

اوس مسئله داده چې داسې مسئلو ته موږ افغانان له کومو اړخونو ګورو، ریښه ییز لاملونه یې څه بولو، یوازې په ملامتولو سینه سړوو که نور وړاندې فکر هم کوو، له دې غمیز حالت څخه د وتو لاره کومه بولو.

ځینې کسان به پرونی سپکاوي یوازې په ولسمشر غنی او دهغه په پالیسیو پورې تړي، خو دوی باید پوه شي چې ستونزې زیاتې ژورې ریښې لري، دا پنځلس کاله کیږي چې د شخړو له وجهې موږ یو ناکام او فاسد دولت لرو، په هرڅه کې نورو ته محتاج یو او ګدایي کوو. له بلې خوا، پایښت لرونکی نظام جوړول خورا ستونزمن او وخت نیونکی مزل غواړي. که هرڅوک ولسمشر وي او نظام سم نشي همدا حال به وي. یقین لرم چې که له ځاني او ګروهي غوښتنو تیر نشو هیڅوک به هم د خپلې خوښې نظام په ملک کې جوړ نکړي.

که پرون په لندن کې د هیواد ولسمشر او په حقیقت کې د ټول ملت سپکاوی وشو، خو هغه ورځ د انګلیس صدراعظم هم موږ ته توهین وکړ. ویلای شو چې، په داسې یوه حساس مجلس او حساسو شرایطو کې د څو اوباشانو کینول نه تصادفي وو او نه د دپلوماتیک عرف سره برابر کار و. زه دیارلس کاله پخوا د خپل هیواد دیوه عادي دولتي نماینده په صفت د پلیفین هیواد مرکز مانیلا ته د اسیا د پراختیایي بانک د غړو هیوادونو د نورو استازو په ګډون په یوه دپلوماتیک سفر تللی وم. د پروتوکول په اساس په خاصو موټروکې وړل کیدلو، په هوټل کې زموږ د اوسیدو منزل ته هیچا اجازه نلرله، د غونډو ځای چې د بانک په مرکز کې و بیا یې هم پوره ساتنه کیده. اوس د حیرانتیا خبره داده چې ښاغلی محمد اشرف غني د افغانستان غوندې له امنیتي ستونزو ډک یوه هیواد ولسمشر دی، دې غونډې ته په رسمي ډول بلل شوی و، ولې پوره پروتوکول مراعات نشو او د اوباشانو لخوا یې خبرې قطع شوې؟ . دا په یقین سره د مجلس د تنظیموونکو لخوا قصدي عمل معلومیږي، د افغانستان حکومت د دې قضیې باید په رسمي توګه مستقله او نا پیله څیړنه وغواړي. داسې ورته پیښې نورې هم شوې دي، خو شواهد داسې دي چې په دې پیښه کې کوم ناولی بهرنی لاس دی، له هیواده بهر د قوي استخباراتو تر پوشش لاندې دې ګومارلو کسانو دا کار وکړ او یوه له مخکې دیزان شوې طرحه وه.

که هرڅومره د خواشینۍ خبره ده، زیات پیچلي او نوې ابعاد لري، خو ډېره د تعجب وړ او بیخي نوې هم نده. څو هفتې مخکې په کندهار کې د احمد شا بابا په کور کې د هیواد ولسمشر ته ورته سپکاوی وشو، له هغو مخکې د لویې خیمې په جرګه کې پخواني ولسمشر ته هم بد رد وویل شول او عکس یې په ځمکه راوغورځول شو. که دې او نورو غمیزو ته وګورو ستونزه خورا ستره ده او ژورې ریښې لري.

د ورته ملي ستونزو ارزونه او ورباندې بریکړه کول په عقدو او احساساتو نه کیږي، نه د هر چا کار دی. دلته د هیواد حیثیت مطرح دی. دابه یو ډېر بد عرف او عادت رامنځته کړي. په رسنیو کې به هرڅوک نظر ورکوي، حق یې دی، خو کاشکي دا کار مسوولانه وکړي. په رښتیا سره د داسې ښکارندو شننه او دولت ته سپارښتنې ورکول د منل شوو،  زړه سواندو دیپلوماتانو، څیړونکو او د نړیوالو چارو د کارپوهانو کار دی.

یوه خبره ټول افغانان باید ومني چې، که له سوله ییزو لارو، مدني بحثونو، او د خپلو دیني او ملي روایاتو په رڼا کې شخړې پایته ونه رسوو، نظام جوړ نکړو خدای مکړه داسې او لانورې زړه بوږنوونکې پیښې به نورې تکراریږي. وړاندیز دادی چې ټولې خواوې باید سولې ته راوبلل شي. هر افغان ته پکار ده چې الله تعالی ته مخ نورو ته شا، او سر خپل ګریوان ته کښته کړي. له ځانه وپوښتي چې که سوله ونشي، په دې ملک به لس، یا شل کاله وروسته څه حالت راځي. راځي له خپله ناروا خره کوز شو، په داسې افغانستان کې والله که یا مال او یا څوکۍ په درد وخوري او یا به کوم نظام جوړ شي.

خو زموږ بدبختي داده چې جنګیالي خو پریږده مدني فعالان مو هم د افراط او تفریط په سنګرونو کې یو بله ته ناست دي. ما د ځینو خلکو له فسبوکي پیغامونو داسې و انګیرله چې د لندن پرونۍ پیښه هغوی د غني د پالیسیو پایله بولي. د ولسمشر غني په زیاتو پالیسیو به نقد ښه کار وي خو ایا بیدار وجدان پرونۍ پیښه هم د ده دولت د پالیسیو پایله بللای شي؟

تاریخ ګواه دی چې کله هم زموږ دملک کوم سربراه کومه خپلواکه پالیسي غوره کړې، د وخت د جابرانو لخوا ورته په یوه او یا بل ډول ورته تفهیم شوي چې خپل ځان او زور او سور وپیژنه. شهید داود خان که څه هم یو مستقل مزاجه انسان و، خو په روسانو یې د شرایطو یا سهوې په بنا لمړی زیاته تکیه وکړه، خو کله چې هغه له روسانو خپلواک لوری غوره کړ انجام یې موږ ټولو ولید، ډاکټر نجیت د خپلو پخوانو دوستانو لخوا ولې بد سرنوشت ته پریښودل شو، ایا په رښتیا هم روسانو نشو کولای چې هغه په کابل کې له خپلو حلیفانو او د ملل متحد له دفتره راوباسي، او نور تاریخي او اوسني مثالونه یې ډېر زیات دي. کیدای شي پرون به اشرف غني ته هم په غیر مستقیم ډول کومه موضوع تفهیم کیدله چې بلند پروازي پریږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *