د طالبانو تر سقوط وروسته د موقتي اداري جوړیدل د امریکا او ناټو راتګ دغوښني مرسته سره خلک پر خپل راتلونکي او هیواد باوري کړل د نوي اداري سیسټم او ښې حکومتدارۍ او خدماتو هیلي د ډیرو هیوادوالو په ماغزو کې انګازې کولي هیوادوال خوښ و چې خیر نور نو د بدبختیو،ورانیو،وژنو،قتلونو،غلاوو،ظلمونو او وحشتونو ټغر ټول سو نور به هیواد جوړیږي د ډیرو هیوادوالو سره د هیواد او خپل راتلونکي هیلي نوري هم وغوړیدې دا هیلي په لیري پرتو سیمو کې خورا عجیبې وي ډیرو هغو هیوادوالو چې د راډیوګانو څخه د نړۍ د مرستي اوازونه اوریدل داسي به یې ویل که دا مرسته د سړي سر هم حساب کړي نو د هر افغان کور ته به څو لکه ډالر رسیدل خورا ښه کلیواله محاسبه روانه خلک غربت،بې کارۍ او نورو خواریو وهلي و هغه متل دی چې وایې
(وږی ډوډۍ په خوب ویني او کټی څوڼي)
خو لا دغه بحثونه روان و چې کابل ته د شمال تلوالي ملیشې ننوتې اول ځل یې د شهزاده سرای و لوټه او په ښار کې نور غصب او غلا روانه سوه د حکومت په تشکیل کې یو ځل بیا د هغه کسان ځای پر ځای سو چې جنګي سابقه یې لرله د خلکو په وینو یې لاسونه سره و قاتلان،غاصبان او جنګي جنایتکاران و کله چې دوی د دولت واګي په لاس کې ونیولې او پښې یې نوري هم ښې ټینګي سوې له ناري چې د نړیوالي ټولني لخوا د حقوق بشر په نامه وهل کیدلې بابیزي او ډرامې وګڼلي او دوی خپلو پخوانیو کړو ته دوام ور کړ خو دلته د نړیوالي ټولني مرستي دوی یو څه قرار کړل او ښه غوړه ګوله وه دا ګوله نو یو شمیر خاصو کړیو ته من او سلوا سوه له ځینو کارونو او داسي پیښو راوګرځیدل چې ډیر څه نور وکړي دوبۍ سوه، ترکیه سوه،امریکا او غرب سو خورا ساعت د یو شمیر خلکو تیر و بس غوا لنګه وه هرڅه سم و دلته دې لوبې ته افغان دښمني اداري هم را ننوتي هغوی چې فکر وکړ چې افغانستان جوړیږي تر دوو،درو کلونو حالت ښه و امن او سوله وه دلته جنګي جنایتکارانو او دهغوی د وخت بادارانو دوی ته بل فکر ور کړ وهل ټکول شروع سو هغه چوپتیا یو ځل بیا ماته سوه دلته نو بیا دبلي بدبختۍ پیل را پیل سو بیا نرمه جګړه پیل سوه دلته نو ورسره سم جنګي ټیکاني هم پیل سوي بس بیا هغه څوک غښتلی و چې ډیر بې سواده ځوان او به ورسره و د سیمي څارګرو ادارو د ځینو سیمو لپاره لا پخوا پلان لرلو چې د هر پرمختګه باید محروم کړل سي.
نو په لومړي قدم کې يې ښوونځي، کلنیک، سړک او پل ورته وران کړل بچي یې ورته د بې سوادۍ پر کمبله کښینول د معلم وژل او نور داسي څه پیل سو چې هغه تیره جګړه بیا پیل سوه چې پرون به یې کوله
یوه ډلې غوړ امکانات لرل او نور یې محروم کړل که څه هم په دې دوران کې تر اوسه افغانستان ته د نړیوالو له حسابه یو سل او اووه میلیارده ډالر مرسته راغلي ده خو افغانستان ډیرو داسي بنسټیزو پروژو ته اړتیا لري چې جوړ سي که څه هم دوی وایې چې یاده مرسته لس میلیارده له هغه زیاته ده کوم چې د اروپا ټول ماسټر پلان ورباندي جوړ سو اروپا پري جوړه سوه خو په یاده مرسته د کابل ښار هم جوړ نه سو نه کانلزیسیون سیسټم او نه نور.
ولس نور هم محروم سو له ټولو خدماتو یو شمیر سیمي د معارف،روغتیا،ملي پیوستون او عامه ګټو له ټولو خدماتو محروم کړای سوې حق یې څو کسانو وخوړ نن هغوی د خپل حق د لاسته راوړلو په نامه هیڅ هم نه لري بس نو جګړه هغه وخت نوره هم ګرمه سوه چې دلته دا بې عدالتۍ او محرومیتونه رامنځ ته سول او په ځانګړي ډول چې جګړي ته هغه ځوانان جوړ سول چې له زده کړو بې برخي سوي و او بل کار نه و نو د سیمي څارګرو ادارو او وسلوالو مخالفینو ته خدای ورکړه جګړه خور ښه نن په هغو ځوانان پر مخ وړل کیږي چې پرون له موږه بې سواده سوه دلته نو بیا د سیمي د څارګرو ادارو غوا لنګه سوه چې لا له پخوا یې شوم اهداف لرل دا جګړه نن تر ډیره له کنتروله وتلي ده بل خوا دلته په ښارونو کې هغه کسانو چې د فساد،غلا،غصب او چور پیسې یې پریمانه په لاس کې لرلي ښاري ځوانان په بل جنګ اخته کړل په ټولیزو او ټولنیزو رسنیو کې جګړه را پیل سوه دا ښه دی هغه بد دی دا جاسوس دی هغه اسماني فرشته ده ښاري اخلاق د ځوانانو سره ګډوډ سو البته ټول نه د ډیرو ښو او فعالو ځوانانو یې لار ورکه کړه چې اوس څه وکړي؟ په چا پسي لاړ سي او څوک رهبر کړي کلیوال او لیري پراته ځوانان د محرومیت او نه پاملرني له کبله عقده من سو او ښاري ځوانان دلته ځینو ناترسو ډلو او اشخاصو په یوه او بل نامه په جګړه اخته کړل که پرون د یوه منظم پلان له مخي زموږ د ټولني او هیواد لپاره څه سوي وای نن به د ډیرو بدبختیو نه خلاص وای دا چې نن نه ښاري ځوان فکر کوي چې دا مې د هیواد په تاوان دی او هغه په ګټه او نه کلیوال ځوان نو کنترول د جګړې به ستونزمن وي ځکه اوس جګړه ټوله هغه بې سواده او نالوستي ځوانان کوي او ځینو بیا خپلي جنګي ټیکانې غواړي چې هغه سیمه ماته او دغه پلانکي ته په ټیکه ور کړل سي نن چې د نړیوالي ټولني مرستي هم نسته نو ډیر خپله ګټه په جګړه کې لټوي چا چې له جنګ او جنګړې هر څه په لاس راوړي وي هغوی به خامخا جګړه غواړي خو نننۍ جګړه هم د څو جګړه مارو جګړه ده
داچې هغه جګړه ماران نور هم چالاکه او سمارټ سوي دي د جګړي لپاره له رنګارنګ چلونو ګټه اخلي قومي،قبیلوي،سمتي او ژبنۍ خو چې هر رنګه وي دوی ته یې چل ورځي د خپلو بهرنیو افغان دښمنو بادارانو په لارښود.
د هغوی باداران جګړې ته سپیڅلي او مذهبي کمیس ور اغوندي خو نن چې ګورو حالت خراب جګړه ماران سخت غښتلي سوي او چاغ سوي دا قصدآ له پرونه داسي چاغ سو نن یې جګړه خورا په بل رنګ اړولي ده او نوره یې هم اړوي.