نقيب احمد اتل

موږ په يوه پروژه يي هېواد کې ژوند کوو، دلته ډېر څه پروژه يي دي، دلته د ابادۍ او پرمختګ لپاره زرګونه پروژې تطبيق شوې؛خو لږې يې با کيفيته او ډېرې يې بې کيفيته وې!

د سرونو د لو کولو او رېبلو لپاره کمې پروژې رامنځته شوې؛ خو دا په ښه کيفيت او ښه ډول پر مخ لاړې او لا روانې دي، د دې پروژو طراحان کافران او تطبيقوونکي مسلمانان دي، دوی د اسلاميت تر چتر لاندې د انسانيت د نابودۍ لپاره له بېلابېلو تکتيکونو کار اخلي، د انسان وژنې د هرې پروژې مدير د خپل ډونر او بادار د خوښۍ لپاره خپل هر ناروا کار روا ګڼي، خپل هر ظلم ته غير اسلامي، غير انساني او غير منطقي دلايل تراشي، دوی ته يوازې خپل ځان برحقه او ټول انسانيت ناحقه ښکاري! ډېرې پروژې ختمې شوې؛ خو د انسانيت د ورکې پروژه لا روانه ده!

دلته زموږ ډېرې هيلې پروژو سره تړلي دي،څه موده وړاندې مې د يوې موسسې کارکوونکي وليدل، چې ډېر خواشيني ښکارېدل! مخکې به يې په عصري هوټلونو کې ښه خوراکونه کول، شريکې مېلې او بنډارونه يې په يوه دود بدل شوي وو، د ښو او غوړو خوراکونو له لامله يې ځينو ته ناروغۍ پيدا شوي، اوس ځينې وايي ډوډۍ مې زړه ته نه کېږي، ډېر خپه يم، بل وايي زه هم پرېشانه يم، پروژه مو ختمه شوه!

د پخوانيو دودونو او اشرونو ځای پروژه يي کارونو ونيو، خلک تياره خواره اموخته شول، اوس څوک د جومات او ښوونځي د لاس کارونه په اشرونو نه کوي، ټولو خلکو دولت او مرستندويه ټولنو ته سترګې نيولي دي، خلک د خپل کور ګنده ګۍ پخپل شخصي لګښت له کوره باسي؛ خو د خپلو کوچنيانو د دويم کور (ښوونځي) په اړه وايي چې دا د ولت او موسسې کار دی، د ښوونځي د تشنابونو فضله مواد يې بايد نور خلک پاک کړي، په ځينو کې د حب الوطنۍ حس مړ دی، دوی اوس هم هر څه په سوال غواړي؛ خو دا ترې هېر دي، چې د سوال پر اوبو تر اخره ژرنده نه ګرځي.

اوس په هره غونډه کې خلک په مينه او لېوالتيا برخه نه اخلي، دوی لومړی د ټرانسپورت پوښتنه کوي، ځکه چې خلکو اموخته کړي او د لارې کرايه حتمي غواړي.

هو! دلته هر څه پروژيي دي، ژوند پخپله يوه پروژه ده، داسې يوه پروژه، چې اغاز او انجام يې د انسان په واک کې نه دی، دا پروژه د انسان له خوښې او ارادې پرته په ناڅاپي ډول يوه ورځ په يوه شېبه کې پای مومي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *