زموږ اوستاسي ټولو په ياد دي، چي د کرزي د نوي دولت په لومړيو کي د چاپي رسنيو بازار ډېر تود و.

پر کابل سربېره له ډېرو ولايتونو مياشتنۍ، پنځلس ورځنۍ او ان اوونيزي په لوړ تېراژ چاپ او خپرېدلې.

کندهاري فرهنګيان هم تر چا پاته نه وو، دلته هم په بېلا بېلو نومونو رسنيو په کار پيل وکړ.

په دغو چاپي رسنيو کي يو شمير يې ښې وې، حساب پر کېدى او کليکسونونه يې اوس هم ملګرو ساتلي دي، خو له بده مرغه په دې ډله کي ځيني داسي چاپي رسنۍ هم وې، چي يوازي قصابانو او کتاب ګنډوونکو ته په کارېدلې.

که اوس پوښتنه وسي، د لوستونکويې نومونه لا هېر دي، ځکه پروژيي رسنۍ وې او يوازي د ( پي ارټي، هوايي ډګر او نورو… ) سرچينو څخه تش د چاپ په نامه زياتي خوشمړي ( پيسې) ترلاسه کولې.

يادو چاپي رسنيو په پرديو پيسو يوازي په پروژه کي ليکل سوي تعداد پاڼي تورولې، نوريې د کيفيت غم له چاسره نه و.

له يوڅو کلنو وروسته مي هغه وخت هم په ياد دى، چي د چاپي رسنيو تود بازرا وار په وار سوړاو ډګر طلوع افغان دولتي ورځپاڼي او کندهار مجلې ته پاته سو، چي اخر د هغوى چاپ ته به موهم سترګي څلور سوې.

اوس، چي يوځل د نوي ولسمشر د ټاکل کيدو او د ولايتي شورا ګانو لپاره د نوي غړود ورتګ په موخه د کمپاينونو په نامه د پيسو بادېدل پيل سوي، نوورسره سم په کندهار او نورو ولايتونو کي د نوي چاپي رسنيو نومونه مي هم اورېدلي او د ځينو د لوستلو وياړ(!)مي هم ترلاسه کى دى.

په دې ډله کي يې ځيني داسي دي، چي يوازي هماغه تېره لس کلنه پروژيي مطبوعاتي دوره راپه يادوي،  ځکه هره پاڼه يې يوازي د مالي ملاتړ کوونکي ( فنډ ورکوونکي) د خطاء ايستلو لپاره توريږي او بس.

زه د رسنيو زياتووالى ګټور ګڼم، ليکن دلته بيا پوښتنه ده، چي څنګه مطبوعات ګټور دي؟

زموږ ټولنه څنګه رسنۍ غواړي او څنګه رسنۍ په ټولنه کي نيمګړتياوو ته ګوته نيولاى سي؟

زه د دغو نويو خپرو سويو مطبوعاتو په لړ کي ځيني داسي رسنۍ هم وينم ، چي په هيڅ ژورناليسټيکي معيار برابري نه دي او نه هم بايد مطبوعات ورته وويل سي.

په کار ده، چي زموږ دغه نيمچه فرهنګيان او ژورناليسټان(!) له دې پروژيي موقع سالمه ګټه واخلي او هڅه وکړي، چي د خپروني د پاڼو، تيراژ او رنګارنګۍ پرځاى يې کيفيت او دوامدار پاته کيدو ته پلانونه وسنجوي.

 دغه کسان، چي د فرهنګيانو او ژورناليسټانو په نامه پيسې خوري، يوڅو فيصده راتلونکي ته پام وکړي، نو نه يوازي به يې د روان کال د وري له شپاړسمي نېټې [د ټاکنو ورځ] څخه وروسته دفتر او رسنۍ نه بنديږي، بلکي تر ډېره به يې د خلګو په منځ کي خپل نوم ساتلى او ترڅنګ به يو شمير نورو ځوانو ژورناليسټانو ته د کار زمينه هم چمتو کړې وي.

زه په ډاډ ليکلا سم، چي اوس زموږ (اورېدونکي، ليدونکي او لوستونکي)  د تيرو لسو کالو په پرتله د مطبوعاتوپه تعقيب  پوه سوي او سر يې خلاص دى، چي څنګه مطبوعات يې پر زخمونو ملهم ايښوولاى سي؟

په کار ده، چي ياد مطبوعات خپل ځان، خپل مسؤليت او خپل لوستونکي وپېژني، داسي څه خپاره کړي، چي په رښتيا هم د ټولني دردونه دوا کړي.

داسمه ده، چي د نړۍ معتبري رسنۍ په اعلاناتو چليږي، خو د هغوى موخه يوازي د جيبونو ډکول نه دي، هغوى غواړي، چي د اعلانونو او پروژو په مرسته رسنۍ په پښو ودروي.

خپلو خلګو، خپل هيواد او د ژورناليزم مسلک ته ژمن پاته سي.

په دې هيله، چي زموږ د هيواد رسنۍ هم پر خپلو پښو ودريږي،ځکه يوازي پر پروژو متکي مطبوعات ځان نه سي ساتلاى، نو د ولس ږغ به څنګه پورته کړي؟

په هره ټولنه کي رسنۍ د همهغي ټولني د تمدن استازيتوب کوي، دا چي د يوې ټولني د تمدن ستني پر درغلۍ ولاړ وي، نو طبعي خبره ده، چي د يادي ټولني راتلونکى به د سپوږمۍ پرځاى له تروږمۍ سره مخ وي.

ځکه پروژيي مطبوعات هيڅکله د خلګو د زړه ږغ نه سي منعکسولاى.

کومي رسنۍ، چي د ولس ږغ غبرګ نه کړي، په ټولنه کي يې باور کميږي او مطبوعات ترهغه ژوندي ګڼل کيږي، چي په خلګو کي باور ولري، کوم وخت، چي د خلګو او مطبوعاتو ترمنځ باور ختم سو، وروسره سم  مطبوعات هم تر زاړه دېوال د لاندي کولو مانا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *