تاند- د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېزمشرف یوځل بیا د طالبانو په وسیله په افغانستان کې د پاکستان پر نیابتي جګړې اعتراف وکړ، او ویې ویل چې کابل باید طالبان په قدرت کې شریک کړي.

د وال ستریټ ژورنال د راپور له مخې متقاعد جنرال مشرف وویل، کابل نه یوازې باید له طالبانو سره قدرت شریک کړي بلکې که غواړي چې په هیواد کې یې سوله راشي نو د هند د نفوذ مخه دې هم ونیسي.

ښاغلي مشرف له وال ستریت ژورنال سره په مرکه کې وویل، د اشرف غني ولسمشر کېدو د طالبانو او کابل ترمنځ د پخلاینې لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړ.

ده وویل:«اشرف غني متوازن سړی دی. فکر کوم چې هغه ته لویه هیله شته. پاکستان او هند باید دواړه ځان (له افغانستانه) لېري کړي او اوسني نیابتي جنګ ته دوام ورنه کړي.»

د وال ستریټ ژورنال د راپور له مخې، مشرف په دې اعتراف وکړ چې هند او پاکستان د افغانستان په خاوره کې نیابتي جګړه کوي چې په نتیجه کې یې د افغانستان شخړه دوام لري.

مشرف په عین حال کې دا هم ومنله چې په افغانستان کې د پاکستان له لوري د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو ملاتړ او روزل د هند په وړاندې د متقابل اقدام په توګه د پاکستان مشروع حق دی.

«په افغانستان کې د پاکستان دښمنان شته چې باید پاکستان یې مقابله وکړي. که هلته زما دښمن وي، یقیناً چې د هغه د ځپلو لپاره به له یو چا کار اخلم.»

د مشرف د دغو څرګندونو په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی سید اکرام الدین وویل:«موږ نه غواړو وحشت ته ځواب ووایو. دا ډول خبرې د دې لپاره کېږي چې په رسنیو کې مطرح شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د مشرف د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

مشرف وویل:«نړیوال باید په دې وپوهېږي چې موږ ممکن ملاعمر خوښ نه وي، خو حقیقت دا دی چې وینو یې، د افغانستان حال ګورئ چې څه پکې روان دي.»

3 thoughts on “پروېزمشرف اعتراف وکړ چې پاکستان د نیابتي جګړې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي”
  1. باعزته افغانانو!
    دجنرال مشرف خبري د دشمني دكي خبري دي ،هغه برون هم دشمن وو خكه خبله معترف دي. نن هم دشمن دي سبا به هم دشمن وي بس دده دخبرو خخه بند وأخلي او اعتبار ورنه كري.
    هغه دسيند اوبو اخستي غواري هري خواته لاس واجوي تر خو خوك لاس وركري أوزان داوبو دد ويبدو خخه نجات بيدا كري .
    جا كن ، در جاه است ..

  2. ټالیبان به اوس د الجهالت په نامه جنګ ته کوم پرتوګ ور اغوندي؛ طبعي ده چي د داعش په لیکو کي به تنظیمیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *