پرښته او شیطان دواړه د سهار تر لمر خاته وړاندې په یوه لار روان وو، یو بل یې نه پېژندل، ځکه دواړو جامې بدلې کړې وې، د شیطان د فریب او شیطانت جامې له واریه معلومېدې، خو د پرښتې له جامو د مینې او مهربانۍ اسماني نور ورېده.
له دواړو څخه هر یوه د خپلې ورکړل شوې دندې لپاره بېړه کوله، چې تر ټاکلي وخت وړاندې ځانونه خپل منزل ته ورسوي. د لمر راختو سره سم دواړه د یوه کور په دروازه کې تر ورکړل شوي وخت وړاندې ودرېدل. پرښتې غوښتل چې د د روازې په ټک ټک سره د انسانانو د ژوند اداب مرعات کړي، خو شیطان هڅه کوله چې د دروازې له سره د غله په څېر ور واړي.
پرښتې پرې غږ وکړ
دا ددوى د ژوند اصول نه دي، چې د یوه بنده کور ته په خپل سر ور ننونځې!
د شیطان سترګې وغړېدې، د پرښتې د غږ خوږلت او اشنايي یې حس کړه، لاسونه يې سست شول او له را شاته کېدو سره يې بیا پرښتې ته وکتل
ته څوک یې، چې زه دې ولیدم او له دې کار مې منع کوې؟
پرښتې ځواب ورکړ
زه پرښته یم. خپل رب له اسمانونو را استولې یم ، چې د هغه دا دوست د خالق حضور ته ور وبولم …
شیطان ورخطا شو
یانی …
هو ! یاني امر شوی، چې په جنت کې نور دهغه ماڼۍ او مکان ور وسپارل شي
شيطان مغرورانه خندا وکړه
پرښتې! ښايي کور دې غلط کړی وی، په دې ځمکه د ډېرو انسانانو کورونه یو ډول دي، کوم انسان چې ته نن جنت ته غواړې، هغه نن زه دوزخ ته بیایم، بلکې خپله يې دا پرېکړه کړې. ته خو پوهېږم چې زه هم یو وخت پرښته وم، خو بیا مې وغوښتل چې مقام مې له دې هم لوړ شي او هېچا ته سجده ونه کړم.
پرښته بیا دروازې ته وکتل
نه، نه ! موږ نه تېر وځو. ته پرښته نه، ددې نړۍ تر ټولو بد موجود یې، ته په همدې سرکښۍ د تل لپاره رټل شوى يې، خو هغه انسان چې په دې کور کې دی، تر ماهم غوره دی.
دوی په دې خبرو کې وو، چې وړاندې یو ستړى ستومانه انسان را ښکاره شو، خپله بوډۍ مور يې را په شا کړې وه او په لاره کې په سختۍ د کور په خوا را روان و.
شیطان بیا ورخطا شو او پرښتې ته يې وکتل
دا څه دي؟
پرښتې ځواب ورکړ
دا هغه انسان دی چې خپله ناروغه مور له تېر یوه کال راهیسې د درملنې په هيله د ښار په طبیبانو په شا ګرځوي او شپه ورځ يې خدمت کوي، اوس يې هم د شپې کوم طبیب ته وړې وه، خو زما د رب امر دی، چې نور يې خپل حضور ته وغواړي او څو ورځې وروسته يې مور هم ورسره یو ځای کړي…
شیطان يې خبرې ور پرې کړې…
نه، نه ده خو بېګاه نیت کړی و، چې خپله ناروغه مور چېرته لرې وغورځوي او ځان ترې خلاص کړي، ده زما خبره منلې، نن يې …
پرښتې وخندل
تېروتی یې ! همداسې و، خو نن شپه یو ځل بیا دخپلې مور په پټو دعا ګانې کې پټ شو،د مور دعاګانې يې عرش ته ورسېدې، هغه د خپل رب په لور یو بل قدم واخیست او خداى”ج” ورته دومره را وړاندې شو، چې اوس یې بېلتون نه شي زغملی.
را روان کس ، چې څنګه خپله ناروغه او زهيره مور له شا کوزه کړي، نو هغه له ما سره ځي. هیله کوم چې نور دې رټل شوې څېره له مانه لرې کړې. شيطان لړزې واخيست، خو مخکې له دې چې روان شي، د نور یوې زوروې څېرې وړاندې ګوزار کړ او چیغې یې یوازې پرښتې او را روان انسان واورېدې.
۲۰۱۴ فبروري ۶مه – کابل