د کیسې پر لیکلو زیار وباسئ، خولې پرې تويې کړئ، انرژې پرې مصرف کړئ، شپه او ورځ هڅه وکړئ او ډير وخت پرې ضایع کړئ چې په پای کې یوه کیسه خلکو ته وړاندې کړى شى.
له هغې وروسته خپله کیسه خپل کوم ملګري او یا هم کوم لیکوال ته دلوستو په موخه ورکوئ. خلاصه د یوې کیسې په لیکلو ډیر وخت تیروئ چې په پایله کې داسې کیسه وليکى چې ډیر لوستونکي ولري او هرکلی یې وشي.
په دې حتما پوهیږئ چې حرفوي کیسه لیکنه د ښې لیکنې پوهې او د دې ترڅنګ د ښه کیسه لیکوال لپاره په کیسې د حرفوي کره کتنې پوهې ته هم اړتیا ده .
د کره کتنې بهیر
د کیسې د کره کتنې په بهیر کې لاندینیو ټکو پام اړین دي او که چیرې موږ د کیسې د کره کتنې په بهیر دغو ټکو ته پام ونکړو، کره کتنه به مو له اصولو سره برابره نه وي:
الف ـ هیڅکله په هغو کره کتنو بسنه مه کوئ چې د کیسې په اړه له تاسو وړاندې شوي وي، کیدای شي هغه وروسته ولولئ.
ب- د لوستونکي په توګه د کیسې له لوستو وروسته په اړه یې خپل احساس او اخیسته ولیکئ، د بیلګې په ډول کولئ شئ په دې تم شئ چې د کیسې لومړنیو جملو او پرګرافونو د کیسې د پاتې لوستو لپاره په تاسو کې تلوسه پیدا کړه؟
ج-د کیسې کمزورۍ پیدا کړئ، په یاد ولرئ چې کره کتنه دوې موخې تعقبوي:یوه د کمزوره ټکو پیدا کول او بل ټکی یې دا دی چې لیکوال ته د کیسې د ښکلي کیدو او پياوړتیا لپاره سلا ورکړئ.
د- که چیرې کیسه ښکلې او پیاوړې وي، ښکلي او پیاوړي ټکي ېې مشخص کړئ.
هـ- هیڅ کله د کیسې د کره کتنې پرمهال د لیکوال د شخصیت په اړه کره کتنه مه کوئ، ستاسو ټول تمرکز باید په کیسه او لیکنه وي، د لیکوال ژوند او شخصیت په کره کتنې پورې هیڅ اړه نه لري.
د کیسې د توکو کره کتنه
کیسه له کیسه ییزو توکو جوړیږي چې د یوې قاعدې له مخې جوړښت پیدا کوي. البته د یوې ښې کیسې لیکل حتمي نه دي چې ټول دا قواعد رعایت کړي، کیدای شي له دې قواعدو سرغړونه هم وکړي او حتی خپل ژانر هم تر پښو لاندې کړي. په دې توګه د روایت پيژندنې په بحث کې، روایت باید داسې ځانګړنې ولري چې د کره کتنې او پيژندنې پرمهال یې له ستونزو سره مخ نشو.لاندې دغه توکي په ساده او لنډه توګه در پيژندل کیږي.
الف ـ د کیسې پیل (OPENING)
ایا د کیسې لومړۍ جملې او لومړي پرګراف ستاسو پام جلب کړی؟هر څومره چې وکولی شئ په کیسه کې ښه پیل ولري کیسه به مو ډیر لوستونکي ولري.حتی کله چې یو کتابتون ته ځو او د کیسو کومه ټولګه وینو چې له لیکوال سره بلدتیا هم نه لرو، یو هغه معیار چې کولی شي موږ د کتاب اخیستو ته اړ کړي هغه دا دی چې لیکوال خپلې کیسې په څه ډول پیل کړي او څومره کولی شي لوستونکي ځان ته جذب کړي.په دې اړه ادوارد سعید ویلي(له احساس پرته هیڅ پیل نه کیږي او همدا ډول د پیل په شان په پای کې هم د احساس شتون حتمي دی.)
رابرت اسکولز د کیسې د توکو په کتاب کې ویلی دې چې د کیسې په پیل کې دې د کیسې د کلیدي کرکټرونو معرفي او دهغوی لومړني مناسبتونه مشخص شي، چې دا د کیسې اصلي کړنې ته لار هواروي او څنګه چې کیسه ورته اړتیا لري یو څه یې د مخینې په اړه هم ولیکل شي.باید د کیسې په پیل کې د کیسې د بحران لومړنۍ نښې لوستونکي ته په داګه شي، هغه بحران چې وروسته د کیسې اصلي کړنه ورسره مل وي په هر صورت د کیسې پیل ډير مهم دی او کره کتونکي هم باید د کیسي پیل ته جدي پام وکړي چې کیسه څه ډول پیل شوې ځکه د کیسه لیکنې په اصولو کې پیل ډير مهم دی.
ب ـ غوټه (CONFLICT)
په کیسه کې له غوټې موخه د کیسې د کرکټرونو ترمنځ ذهني او اخلاقي ښکیلتیا ده چې د هیلو او ارزوګانو له نه پوره کیدو سرچینه اخلي، په کیسه کې باید ولیدل شي چې د کیسې د اصلي کرکټر او نورو فرعي کرکټرونو عاطفي ښکیلتیا شتون لري؟ او لیکوال تر کومې کچې بریالی شوی چې د کیسې د کرکټرو ترمنځ ښکلیتاوې او د کیسې د اتل شخصي ښکیلتیا څرګندې کړي.
طرحه (PLOT)
په کیسه کې د پلاټ یا طرحې بحث پیچلي خو اساسي دی.خو دلته له طرحې منظور دا دي چې په کیسه کې پيښې په څه ډول اوډل شوي، په بله وینا پيښې او کرکټرونه باید په داسې ډول په کیسه کې ځای پر ځای شي چې د لوستونکي د ځيرکۍ حس ژوندی کړي.
لوستونکي د کیسې پيښې لولي او غواړي چې پیښو د رامنځته کیدو په لامل پوه شي. د ام فورستر د تعریف له مخې د کیسې او طرحې ترمنځ توپیر شته، کیسه د یو لر پيښو نکل دی چې په زماني لحاظ اوډل کیږي؛ خو طرحه د هغو پيښو نکل دی چې د علت او معلول په اړیکو تکیه لري.د کره کتنې په برخه کې هغه ټکي چې د طرحې اړوند دي باید په پام کې ونیول شي:ایا اصلي طرحه روښانه او دباور وړ ده؟ ایا لوستونکی کولی شي د کیسې زمان او مکان په اسانۍ سره تشخیص کړي؟ او…..
فضا جوړنه (SETTING)
د کیسې فضا جوړونې په برخه کې باید ولیدل شي چې لیکوال د کیسې له شالیده ښه او مناسبه ستاینه کړې!ایا لیکوال د کرکټرونو، سیمو او توکو لپاره ښه نومونه کارولي؟ ایا د وخت او د پېښو د رامنځته کیدو ترمنځ همغږي شته؟
کرکټر کښنه (CHARACTERIZATION)
کرکټرهغه انسان دی چې د لیکوال په غوښتنه د کیسې یوه برخه( صحنه) رامنځته کوي او د لیکوال د خوښې وړ کړنې ترسره کوي او په پایله کې د کیسې له صحنې بیرون ځي،په بله وینا موجود کرکټرونه تلونکي دي چې د کیسې په پيښو کې رامنځته کیږي او که څه هم د کیسې له کلي طرحې پيروي کوي؛ خو کله کله په خپله خوښه کړنې ترسره کوي او هر څه خپله رهبري کوي.د کیسې په کره کتنه کې باید ولیدل شي چې لیکوال په کیسه کې کرکټر کښنه په ښه ډول کړې؟ایا د کیسې د اصلي کرکټر د فرهنګ،ځانګړنو،تاریخي پېر او سیمه ییز موقعیت په اړه ماهرانه انځور وړاندې کړی؟ ایا د کرکټر د تناقص حس او دروني کشمکش حس په ښه ډول وړاندې شوی؟
دیالوگ (DIALOGUE)
د دیالوګ په برخه کې باید هغو کلمو ته پام وشي کومې چې د کرکټرونو ترمنځ شوي چې ایا د کرکټرونو له خولې راوتلې کلمې د هغوی له خوی او عادت سره متناسبې دي او که کنه؟ایا لوستونکی د دې وړتیا لري چې د لیکوال له خوا په فضا جوړونې او ستاینو پوه شي؟ که چیرې دا ځانګړنې لري کولی ��و د کیسې دا برخه په زړه پورې او پخه وبولو.
د لید زوایه (POINT OF VIEW)
په کیسه کې د لید زاویه مهمه ده د لید له زاویې موخه داده چې د کیسې لیکوال، راوي او یا شخص له کومې زاویې یوې پیښې ته ګوري،دغه لیدنه دوه اړخه لري:
د سترګې اړخ او د فکر اړخ،د سترګې اړخ لید ینظر(PERSPECTIVE) رامنځته کوي او د فکر اړخ د ایدیولوژي اړخ رامنځته کوي، په کیسه کې باید د لید زاویه د لومړي ، دریم او یا هم په هر څه د پوه شخص د لید زاویه وي.
دغه راز په کیسه کې د لید زاوېې بدلون په څه ډول دی؟ایا دغه کار په استادانه ډول ترسره کیږي؟ او ایا د اصولو له مخې موږ په کیسه کې د لید د بیلابیلو زاویو شاهد یو او یا دا چې یوه واحده زاویه په کیسې حاکمه ده؟
هغه ټکي چې پاس یې یاودنه وشوه د کیسه اصلي برخې بلل کیږي چې پوهیدل یې د کیسه لیکوال او کره کتونکي لپاره اړین دي.له نوښته ډک داستاني اثر خپلې ځانګړنې لري، په دې توګه له پورتینو ټکو سره د هغه پوره او سمه برابري د کیسې د قوت نښنه نه بلل کیږي.
یو اثر کولی شي د دې ځانګړنو سربیره خپلې نورې ځانګړې، توپیرونه او پياوړې برخې هم ولري چې هغه وخت موږ کولی شو ارزښتمنه او پياوړې کیسه یې وبولو او ډاډه شو چې څو وارې په لوستو ارزي.